په سویلي وزيرستان کې ولې سلګونو پولیسو کار بندیز کړی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه سویلي وزيرستان کې سلګونه پولیسو له تېرو دوو ورځو راهیسي کار بندیز کړی دی.

یاد پولیسو د سویلي وزيرستان د شپږو مرکزونو لکه توی خېله، سپین، شاکۍ، تنۍ، اعظم ورسک، رغزۍ او د اړوندو پوستو ځواک دی.

په جنوبي وزيرستان کې د پولیسو دغه شپږ مرکزونه او د هغوی اړونده پوستې د شنبې له ورځې راهیسې په ژورنال کې نه دي ثبت شوې.

د پولیسو د مقرراتو سره سم، د پوليسو هر مرکز ورځنۍ دندې، د ګزمې، د قضیو څېړنه، عملیات، د اېف ای ار ثبتول، په محکمو کې ګډون، فعال پرسونل او نورې اړونده دندې ټولې په ژورنال یا حاضرۍ کتاب پورې اړه لري.

د پولیسو د هر مزکز او یا پوستې ژورنال وایي چې کوم افسر باید څه دنده ترسره کړي.

خو کله چې په ورځني ژورنال یا کتاب کې پولیسو ځان نه وي ثبت کړی، هغه پولیس نشي کولای چې خپلې دندې ترسره کړي.

د پولیسو دغه کار بندیز یا کاري اعتصاب هلته د عامو خلکو ستونزې هم زیاتې کړې دي.

د اعظم ورسک سیمې یو تن اوسېدونکی ګل نصیب وایي، "زه د ځینو خلکو له خوا وهل شوی یم، خو پولیس رپوټ نه لیکي."

دمګړۍ په یادو شپږو مرکزونو کې پولیس هېڅ ډول دندې نه ترسره کوي.

د پولیسو دا کار بندیز د څه لپاره دی؟
c
په سویلي وزيرستان کې اعتصاب کوونکي پولیس وایي چې دوی په سیمه کې د رسمی دندې لپاره د شخصي او بې اسنادو یو کلي موټرو کارولو له امله له ستونزو سره مخ شوي.

دوی وایي اجازه نه ورکول کېږي چې خپل قانوني واکونه وکاروي.

د پولیسو یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل چې په وزيرستان کې پولیس اوس مهال د اورپکو له ګواښونو سره مخ دي.

د هغه په وینا که دوی دولتي موټر یا د پولیسو ګرځنده ټیلیفون وکاروي، دوی په اسانۍ سره پېژندل کېدی شی او د اورپکو لخوا د برید ګواښ هم ورسره زیاتېږي. او د هغه په ټکو د شپې په تیاره کې دا ګواښ ډېر زیات وي.

د پولیسو دغه افسر وایي، له همدې امله ډېر چارواکي خپل شخصي موټر د رسمی دندو ترسره کولو پر مهال کاروي.

بې اسنادو یا له ګمرکي محصول پرته وارد شوي موټر په یادو سیمو کې ډېر کارول کېږي.

د پولیسو چارواکي وایي، د وزيرستان په ګډون په قبایلي سیمو کې د دې ډول موټرو ګرځولو ته اجازه شته او په ټولو سیمو کې یې خلک په ازاد ډول کاروي.

د پولیسو یوه بل چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، د جمعې په ورځ، د اعظم ورسک د پولیسو سټېشن دوه پولیس د دغه ډول موټر کارولو امله درول شوي او موټر ترې بېول شوی دی.

په دې سیمه دری اوونۍ وړاندې هم د بې اسنادو موټر ګرځولو له امله د څېړنو لپاره بېول شوي وو.

د پولیسو په وینا، دوی له یوه عجیب حالت سره مخ دي او خپلې دندې په سمه توګه نه شي ترسره کولای.

د پولیسو یاد چارواکی وایي حکومت او کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چي دولتي کارکوونکي به شخصي موټر نه کاروي نو ځکه دوی کار بندیز کړی ترڅو له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي.

د جنوبي وزیرستان یو پولیس افسر الله نواز وایي چې عدالتي ادارې په ډېره اسماعیل خان او ټانګ سیمو کې دي او کله چې دوی هلته په خپلو موټرو کې ورځي نو پر ضد یې دا ډول عمل کېږي.

هغه وایي د دې ستونزې یوازینۍ حل لاره دا ده چې له لوړ پوړو چارواکو او حکومت سره نېغ په نېغه خپلې ستونزې شریکې کړي.

پولیس نه واک لري او نه یې درناوی کېږي
d
د پولیسو په وینا د دوی بله لویه مسئله، د سیمې په مختلفو پوستو کې د نیمه پوځي ځواک ځای پر ځای کول دي. د دوی په وینا، په دغو پوستو کې د پولیسو سرتېرو درناوی نه کېږي.

د یوه پولیس چارواکي په وینا، "پولیس ساعتونه کار کوي، ډېر کله له خپل ټاکلي وخت نه هم زیات، ان ۱۸ ساعته په دنده کې وي، په داسې حال کې چې دوی باید په خپلو مرکزونو او پوستو کې پاتې شي."

د پولیسو یو بل افسر عثمان وزیر وایي، په سویلي وزيرستان کې پولیس واک نه لري. هغه زیاتوي، "موږ ته یوازې امر کېږي چې قضیې ثبت کړو یا څوک ونیسو، یا دا وکړو یا هغه، دې کار زموږ چارې ستونزمنې کړې دي."

د هغه په وینا د هر پولیس ورځنۍ دندې په ژورنال کې ثبت دي.

عثمان وزیر وایي، که چېرې دوی د قانون پلي کولو او جرمنو مخنیوي هڅه وکړي د دوی مخه نیول کېږي.

د دوی په وینا په دې توګه خلک په پولیسو خپل باور له لاسه ورکوي.

دی وايي، "زموږ غوښتنه دا ده چې د پولیسو په چارو کې هر ډول لاس وهنه باید بنده شي، ځکه دا ډول لاس وهنې ستونزې زیږوي."

د هغه په ټکو پولیس له هر چا ډېر د خپلې سیمې له حالاتو خبر دي او ښې پرېکړې کولای شي.

خو الله نواز تمه لري چې دا ستونزې به ژر حل شي، "ټول پولیس په خپلو مرکزونو کې دي، هیله ده، چې ژر به دوی خپل کارونه بېرته پیل کړي."

بي بي سي هڅه وکړه چې په اړه د سویلي وزيرستان د پولیسو له مشر فرمان الله او د پولیسو د څېړنو برخې له مرستیال نصیر محمود ساتي نظر واخلي خو په دې کار ونه توانېدو.