مسکو کې د وژل شویو شمېر 145 ته لوړ شو؛ پوتین وایي "هغوی ته به سزا ورکوي چې د برید تر شا دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو یوه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۳۳ کسانو ته ورسېد او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.

ولسمشر پوتین د تېرې شپې له برید وروسته په لومړي ځل تلویزیوني وینا کړې.‌ هغه ویلي‌، په دغه پېښه کې ښکېل ټول شکمن وسله وال نیول شوي دي. نوموړي‌ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې "بریدګرو هڅه کوله اوکرایین" ته وتښتي. اوکرایین له وړاندې په دغه برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.‌

ښاغلي پوتین سبا یکشنبه په ټول هېواد کې د دې پېښې له امله ویر اعلان کړی دی‌.

د خواله رسنیو په هغو ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي تائید کړی، لیدل کېږي چې لږ تر لږه څلور داسې کسان چې پوځي کالي یې اغوستي، د کراسنوګورسک کرکیوس ښاري تالار کې پر خلکو ډزې کوي.

د روسیې امنیتي چارواکي وايي، د دغې پېښې په تړاو یې ۱۱ کسان نیولي دي او د دوی په ټکو څلور هغه کسان هم په کې شامل دي چې مخامخ په کې ښکیل وو.

برید داسې مهال شوی چې ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شو او وروسته د تالار چت هم اور واخیست.

د ولسمشر پوتین ګواښ

د روسیې ولسمشر دغه برید "وحشي کړنه" بللې او له ډاګټرانو یې مننه کړې چې د پېښې ټپیان یې درمللې دي. ولسمشر پوتین ګواښ وکړ "هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د دغه برید تر شا دي."

د پېښې ځای ته خلک د خواخوږۍ لپاره د ګلان ګېډۍ ور وړي.

له دغه برید وروسته اوکرایین اندېښمن دی چې ښايي‌ مسکو د دغې پېښې په پلمه اوکرایین کې خپل بریدونه ډېر کړي. د اوکرایین یوه چارواکي بي‌‌بي‌سي ته ویلي، دغه سیمه چې برید په کې شوی، له روسي پوځیانو او استخباراتو ډکه ده او د هغه په ټکو له هغه ځایه اوکرایین ته د وسله والو تښتېدل "احمقانه" ادعا ده.

پر انټرنېټ یوه ناتائید شوي بیان کې ویل شوي داعش وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، خو روسي چارواکو رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي.

امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي ملګرې رسنۍ سي بي ایس ته ویلي، داسې استخباراتي معلومات یې درلودل، چې داعش ډله غواړي پر روسیې برید وکړي.

امریکايي‌ چارواکي وايي، دا د باور وړ ده چې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش به دا برید کړی وي.

بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د روانې میاشتې لومړیو کې یې په مسکو کې د ''خلکو پر ډېره ګڼه ګوڼه'' د احتمالي برید کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.

د روسیې رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، د موسیقۍ د دې کنسرت لپاره ۶۰۰۰ ټکټونه پلورل شوي وو.

روسي چارواکو له پېښې وروسته په هوايي ډګرونو او تمځایونو کې امنیتي تدبیرونه نور هم سخت کړي دي.


له پېښې وروسته په تالار کې اور لګېدلی.

بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جان کیربي د دې پېښې د تصویرونو له لیدو وروسته ویلي، ''دا تصویرونه بوږنونکي دي او لیدل یې خورا سخته چاره ده.'' نوموړي زیاته کړه: ''څرګنده ده، زموږ خواخوږي د دې ډېر، ډېر بوږنونکي برید له قربانیانو سره دي.''

د یادونې ده، چې په مسکو کې د امریکا سفارت د روانې میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی و، چې ښايي ''سخت دریځو'' په نژدې وختونو کې مسکو کې د برید پلان درلود.

د مسکو دا برید له هغه څو شپې وروسته کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د شپږ نورو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر په توګه وټاکل شو او بل لور په اوکرایین کې د روسي ځواکونو یرغل دوام لري.