درانی: هند د افغانانو په وسیله پاکستاني طالبان تمویلوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي اصف درانی ادعا کوي چې په افغانستان کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" جنګیالي شته او وايي داسې شواهد لري چې دا ډله د افغانانو په وسیله د هند څخه پیسې ترلاسه کوي.

دراني د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره کوم ثبوت او شواهد ونه ښودل.

دراني وویل: "که مونږ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې د کورنیو غړي هم په دغه شمیر کې شامل کړو نو شمیر یې ۷۰۰۰ تنو پورې رسیږي."

دراني د شنبې په ورځ مارچ ۱۶(کب۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر او د پاکستان ګټې او د پالیسۍ انتخاب په اړه د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) په یوې غونډې کې وویل داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د ورځنیو مصارفو پیسې د کوم بل چا له خوا ورکول کیدلې. هغه وايي افغان حکومت (طالبانو حکومت) په دومره لوی شمیر د وسله والو لپاره ورځني مصارف نه شي برابرولی.

دراني زیاته کړه وویل چې د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې چې دا ډله تسلیمیدو ته او د پاکستان اساسي قانون منلو ته چمتو نه وه.

اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د پاکستان د حکومت د خبرو پر مهال پاکستاني چارواکو په کابل کې د طالبانو لنډ مهاله حکومت ته دا ویلي وو چې ټي ټي پي ډله دې بې وسلې او تسلیم کړي او ددغې مشران دې ونیسئ. نوموي وویل: "ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده."

دغې غونډې ته د تحریک انصاف د ګوند د حکومت پر مهال د پارلماني چارو د دولت پخواني وزیر علي محمد خان وویل چې د افغانستان ( طالبانو) ته باید چې د پریکړې لپاره فرصت ورکړل شي.

هغه وویل پاکستان کولی شي د خپل ګاونډي هیواد سره د سولې په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

همدې غونډې ته پخواني سناتور او د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت او په دغه هیواد کې د سخت دریځۍ ستونزه د افغانستان په تړاو د پاکستان د ناقصې پالیسۍ زیږنده وبلله.

ښاغلي خټک وویل: "له دغه بحران څخه د وتلو لپاره پاکستان دې ته اړتیا لري چې د افغانستان په تړاو خپله پالیسي بدله کړي او خپل تیر اشتباهات ومني."

افراسیاب خټک وویل چې د لویدیځو هیوادونو ګټو د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ ډوبي کړي دي.

د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ددې دمخه هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې د شتون او ازاد فعالیت په اړه ادعاوې کړې وې، خو دا لومړی ځل دې چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم پر مهال د ادعاو په څیر د هند له خوا دغې ډلې ته د مالي ملاتړ د برابرولو ادعا کوي.

د پاکستان پخوانیو حکومتونو د افغانستان په پخواني جمهوري رژیم باندې هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د هند د مالي مرستو د رسولو ادعاوې کولې چې هغه مهال د افغانستان له خوا ردې شوې وې.

د طالبانو حکومت د پاکستان ددغو تازه ادعاو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه دغه حکومت ویلي وو چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

دا ادعا په داسې حال کې مطرح شوې چې د یوې خوا ددې میاشتې په سر کې کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي پلاوي سفر کړی او د بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د تیلیفون له لارې خبرې کړي دي.

د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې متقي ورته تیلیفون کړی او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکلو له امله یې ورته مبارکي ورکړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دغه تیلیفوني اړیکه کې په دې موافقه وشوه چې په ګډه د ورورولۍ دواړخیزو اړیکو ته وده ورکړي.

اسحاق ډار ویلي اتصال، سوداګري، امنیت، تروریزم ضد او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ تماسونو په برخه کې همکاري د پاکستان په لومړیتوبونو کې دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددې تیلیفوني اړیکې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي متقي په دې خبرو کې "هیله یې وښوده چې د نوموړي ټا کنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري".

د خبرپاڼې له مخې متقي ډار ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.