کرېکټ؛ افغانستان له ایرلنډ نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



د متحدو عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه افغانستان د ۱۱۷ منډو په لوی توپیر وګټله.

له دې بریا سره افغانستان له ایرلنډ سره د درې یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم د صفر په مقابل کې په دوو بریاوو سره وګټله.

افغانستان نن لومړی لوبه وکړه او ایرلنډ ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي لوبه کې د ایرلنډ ټوله لوبډله د ۱۱۹ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه. د افغانستان نننۍ بریا تر ډېره حده د تجربه کار محمد نبي د شاندار بایلنګ له کبله وه، چې ایله ۱۷ منډې یې ورکړې او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې. دویم ځای ننګیال خروټي درلود، چې ۳۰ منډې یې ورکړې او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې.

محمد نبي د نن ورځې غوره لوبغاړی او رحمان الله ګوربز د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.

د دې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو له لوبې وروسته خپلې نهه وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۳۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر حشمت شهیدي تر ټولو ډېرې ۶۹ منډې وکړې رحمان الله ګوربز ۵۱ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.

نننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راوستل شوي وو او ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو موکه ورکړ شوه. په نننۍ لوبډله کې حشمت شهیدي، رحمت شاه زرمتی، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ننګیال خروټی، نوید ځدراڼ، فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر شامل وو.

دا ملي لوبډلې لپاره د نوید ځدراڼ او ننګیال خروټی لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ده. الله محمد غضنفر هم تازه له ملي لوبډلې سره یو ځای شوی او دا یې دویمه لوبه ده.

افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي وايي، دوی هم غوښتل چې لومړی توپوهنه وکړي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د ۳۵ منډو په توپیر ګټلې وه او دویمه لوبه د باران له کبله ونه شوه.