یوناما طالبانو ته: پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د مارچ اتمې ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې پر افغان میرمنو باندې د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي که دا محدویتونه لیرې نشي نو افغانستان به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا له خطر سره مخ شي.

یوناما د جمعې په ورځ د مارچ اتم ( کب ۱۸) په یوه اعلامیه کې ددغه دفتر د مشرې او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له قوله ویلي، چې په نړۍ کې سږکال د مارچ اتمه 'پرښځو پانګونه وکړئ' تر شعار لاندې نمانځل کیږي، خو د میرمن اوتنبایوا د وینا له مخې په افغانستان کې ښځې د برعکس حالت سره مخ دي.

میرمن اوتنبایوا ویلي: " دا بیا زړه بوږنونکې ده چې مونږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو: یوه قصدي او ناورین زیږونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي."

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په دغه اعلامیه کې له واکمنو چارواکو (طالبانو) غوښتي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي، که نه نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا له خطر سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو ویلي د۲۰۲۱کال له اګست راهیسې، واکمنو طالب چارواکو، منځنۍ دورې او لوړو زده کړو ته د لاس رسي په ګډون د ښځو او نجونو پر ډیرو لومړنیو آزادیو یو لړ محدودیتونه لګولي دي چې دندو ته یې د ښځو او نجونو لاسرسی اغیزمن کړی او له کوره بهر یې د هغوی د تګ راتګ پر ازادۍ محدودودیت لګولی دی.

یوناما همدارنګه د واکمنو چارواکو له خوا د اسلامي جامو (حجاب) د فرمان د نه مراعاتولو په تور د وروستیو ځپوونکو کړنو په اړه ویره څرګنده کړې چې د خپلسر نیول کیدو د ویرې له امله میرمنې لا نورې انزوا او ګوښیتوب ته اړباسي.

یوناما په دغه اعلامیه کې د دغې ادارې، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې او د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) له خوا له افغان ښځو سره ترسره شویومنظمو مشورو په اړه خپور شوي راپور ته اشاره کړې او ویلي دي چې په دې راپورکې د شخصي خوندیتوب په اړه دهیلو د کمیدو او د ویرې مسلو ته پکې ښکاره ګوته نیول شوې ده.

یوناما ویلي: " افغان مېرمنې همدارنګه وایي چې په هېواد کې د بدلون را منځ ته کولو لپاره د دوی هڅې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. په دې کې له واکمنو طالب چارواکو سره د ټولشموله حکومتولی په اړه خبرې کول، د افغانستان د راتلونکي په اړه په ټولو خبرو اترو کې د افغان میرمنو دفعالې ونډې او استازیتوب په اړه د ډاډ ترلاسه کول، او د هغو نړیوالو مرستو شتون شامل دی چې په مستقیم ډول د ښځو ملاتړ کوي".

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې څه باندې۱۲میلیونه افغان میرمنې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یوناما په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان له قوله ویل شوي: " د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندیښمنونکي چټکۍ سره د تنګیدو په حال کې ده او په دې توګه د جګړې، بې وزلۍ او انزوا له یوه ناوړه دورې څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنه کیږي."

میرمن ډیویډیان ویلي: "د افغان ښځو او نجونو وضعیت مسله باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله جګړه، او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو–یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو - د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړیوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق لپاره ولاړ یو."

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان ویلي چې د واکمنو چارواکو له خوا پر ښځو باندې لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو له هغو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي چې پرافغانستان یې د یوه غړي دولت په توګه عملي کیدل لازمي دي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د مارچ اتمه د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه لمانځل کیږي.

طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

خو دغه حکومت شاوخوا ۹۰۰ ورځې کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت د يوناما دغې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو حکومتي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونوپر زده کړو محدودیت موقتي بڼه لري. خو د ښځو د کار په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي چې ورته به له کور بهر د کارکولو اجازه ورکړل شي او که نه.