امریکا: طالبانو د رسمیت پېژندنې شرطونه نه دي پوره کړي؛ مولوي کبیر وايي نړیوال"له تعامل پرته بله لار نه لري"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې راتلونکي اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د قطر دوحه کې یوه مهمه ناسته جوړېږي، امریکا یو ځل بیا د طالبانو ځینو تګلارو ته د انتقاد ګوته نیولې.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي "که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي‌، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي."

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "د طالبانو په اړه یې سیاست نه دی بدل شوی" او په وینا یې دوی باید د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي.

امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زدکړو حق ورکړي، ټولګډونه ځواب ویونکی حکومت جوړ کړي او د افغانستان له خاورې د هر ډول ګواښ مخه ونیسي.

امریکا یو ځل بیا په خپل پخواني نظر داسې مهال ټينګار کړی چې دوحه به راتلونکي اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې مهمې نړیوالې ناستې کوربه وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ویاند سټېفن دوجاریک په وینا، د افغانستان لپاره به د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازه دویمه غونډه د فبرورۍ ۱۸مه او ۱۹مه د قطر مرکز دوحه کې جوړېږي.

ټاکل شوې دې غونډه کې د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې لا زیاتې همغږۍ او منسجمې تګلارې ارزونه وشي.

د دوحې غونډه او د طالبانو دریځ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک

له بلنې سره سره طالبانو په دې ناسته کې په مشروط ډول د خپل ګډون ویلي او لا هم نه ده معلومه چې په کومه کچه به یې کوم استازي په کې ګډون وکړي.

امریکا بیا نن اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د دوحې په ناستې ته دوه استازي لېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر رسنیو ته ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به د امریکا په استازولی د دوحې ناسته کې ګډون وکړي.

په ورته مهال طالبان ټينګار کوي چې دوی د سیاست په انزوا کې نه دي او له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون لغمان کې یوې غونډې ته وویل "نړۍ له دې پرته چې د اسلامي امارت سره تعامل ونه کړي بله لار نه لري."

دوحې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه مهم رول لوبولی

د هغه په ټکو "له مونږ پرته بل څوک دا ضمانت نړۍ ته نشي ورکولی چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه کارېږي."

د هغه اشاره په ښکاره د نړۍ هغو اندېښنو ته وه چې د افغانستان په خاوره کې لا هم ځینې اورپکي شته.

طالبانو تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې او داعش په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ هم رد کړی او په وینا یې القاعده افغانستان کې نشته او داعش وسله وال یې مهار کړي دي.