د 'جماعت اسلامي' بریالی کاندید وايي خپله څوکۍ د عمران خان مرتبط کاندید ته پرېږدي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د تیرې اونۍ په ټولټاکنو کې د پخواني صدراعظم عمران خان طرفدارو کاندیدانو په ملي اسامبلۍ کې د پوځ د ملاتړ لرونکي مسلم لیګ نواز تر ګوند زیاتې څوکۍ ګټلي او په ایالتي اسامبلیو کې یې هم د تمې خلاف ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د تیرې اونۍ په ټولټاکنو کې د پخواني صدراعظم عمران خان طرفدارو کاندیدانو په ملي اسامبلۍ کې د پوځ د ملاتړ لرونکي مسلم لیګ نواز تر ګوند زیاتې څوکۍ ګټلي او په ایالتي اسامبلیو کې یې هم د تمې خلاف ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د پاکستان یو سیاستوال چې د تیرې اونۍ په ټاکنو کې، د سند د ایالتي اسامبلۍ د یوې څوکۍ ګټونکی اعلان شوی، وايي، په ټاکنو کې درغلي شوې او خپله څوکۍ د عمران خان ملاتړي کاندید ته پرېږدي.

په کراچۍ کې د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن د سند په اسامبلۍ کې د خپل ګوند دپاره یوه څوکۍ ګټلې ده. د رسمي پایلو له مخې، هغه ۲۶۲۹۶ رایې ګټلي، او په دوهم مقام سیال کاندید یې ۲۰۶۰۸ رایې ترلاسه کړي دي.

خو حافظ نعیم الرحمن باور لري چې اصلي ګټونکی د عمران خان د تحریک انصاف په ګوند پورې تړلی یو خپلواک نوماند دی چې د رسمي شمېرو له مخې، د ۱۱۳۵۷ رایو سره څلورم ځای لري.

حافظ نعیم الرحمن د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) یوې خبري غونډې ته وویل: "د یو صادق سړي په توګه، زه اعلان کوم چې د تحریک انصاف ملاتړی کاندید بریالی شوی او زه به پر دې څوکۍ نه کښېنم... زه هغه اضافي رایې نه منم چې ماته راکړل شوې دي."

تحریک انصاف ګوند په ټولنیزو رسنیو کې د حافظ نعیم الرحمن دغه اقدام ستایلی دی.

دغه ګوند په ایکس (ټویټر) شبکه کې په یو پیغام کې ویلي: "دا به ډیرو نورو هغو کسانو ته احساس ورکړي چې د رژیم له خوا ورته د جعل له لارې څوکۍ ورکړل شوي دي."

د پاکستان د تیرې اونۍ په ټولټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه وروسته له هغه زیات شول چې حکومت د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې د موبایل تیلیفون او انټرنیټ خدمات بند کړل او د رایو شمېرلو له ۲۴ ساعتونو څخه زیات وخت واخیست.

په وروستیو پایلو کې، د پخواني صدراعظم عمران خان طرفدارو کاندیدانو په ملي اسامبلۍ کې د پوځ د ملاتړ لرونکي مسلم لیګ نواز تر ګوند زیاتې څوکۍ ګټلي او په ایالتي اسامبلیو کې یې هم د تمې خلاف ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي دي.

یو شمېر کاندیدانو چې په ټاکنو کې ندي بریالي شوي، په دغو ټاکنو کې د درغلیو او د دوی د رایو د غلا کېدو په اړه محکمې ته عریضه کړې ده.

خو حافظ نعیم الرحمن یوازنی ګټونکی کاندید دی چې ادعا کوي په درغلۍ بریا ته رسول شوی دی.

جماعت اسلامي ګوند هم په څو انتخاباتي حوزو کې د درغلیو په اړه عریضه کړې ده.

د ګوند ویاند زاهد عسکري فرانس پرس ته وویل: "په عالي محکمه کې زموږ څلور عریضې پرتې دي. په نورو انتخاباتي حوزو کې هم د درغلیو په اړه شواهد راټولوو چې هغه به هم محکمې ته وړاندې کړو."

په پاکستان کې هیڅ سیاسي ګوند ونه توانید چې د فبروري د اتمې په عمومي ټاکنو کې غوڅ اکثریت وګټي چې له کبله یې دغه هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ شوی دی.

د لسګونو ټاکنیزو حوزو پایلې په محکمه کې له ننګونو سره مخ دي او سیال ګوندونه د احتمالي ایتلافي حکومت جوړولو په اړه مذاکرات کوي.