د طالبانو بهرنیو چارو وزیر غوښتنه؛ نړیوال دې افغانستان لپاره "موازي ميکانيزمونه" نه جوړ‌وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره دې "موازي او اضافي ميکانيزمونه" نه جوړوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په خبرو کې ویلي،‌ هېوادونه دې له "افغانستان سره تعامل وکړي."

روښانه نه ده، چې "له موازي او اضافي میکانیزونو" موخه څه ده خو ښايي‌ اشاره یې په مسکو کې د طالبانو حکومت له ځینو مخالفانو سره ناسته وي. په دغه ناسته کې د احمد مسعود ترڅنګ د جمهوریت د مهال ځینو پخوانیو چارواکو هم برخه لرله.

ښاغلي متقي پرون شنبه په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره هم کتلي دي. د دوی دواړه د خبرو په اړه‌ ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي خو د طالبانو یو ویاند وايي، "د افغانستان او روسیې ترمنځ په دواړه اړخیزو" او نړیوالو مسایلو خبرې شوې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، "افغانستان د هر ډول بين الدولي قضاياوو د بحث لپاره يوازېنی مشروع او باصلاحيته ادرس لري، نو ځکه د نړۍ هيوادونو او سازمانونو ته په کار دي چې د خپلو منل شويو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي."

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې شي او پر بانکونو یې بندیزونه لېري شي.‌

د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ نژدې ټوله کنګل شوې، خو څه نا څه درې نیم میلیارده ډالره د سویس په یوه امانتي بانک کې ساتل کېږي. د طالبانو حکومت د دغو ټولو پیسو غوښتنه کوي.‌

د نجونو زدکړې او د ښځو کارونه
یوناما پر اېکس لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا او مرستیال یې پوتزل مارکس په دغه ناسته کې د نجونو پر زدکړو،‌ بشري حقونو او د ښځو پر کار له طالب لوري سره خبرې کړې دي.

خو د طالبانو په اعلامیه کې د ښځو د کار او دنجونو پر زدکړو بندیز نه دی راوړل شوی.‌ نن یکشنبه، له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی، ټیک ۸۰۰ ورځې پوره شوې.

دې

د طالبانو حکومت له څو محدود ادارو پرته په نورو ټولو دولتي بنسټونو کې ښځې له کارونه منع کړي دي او نژدې ۱۱ میاشتې کېږي چې نجونې هم پوهنتونونو ته نه پرېږدي. له همدې امله ګڼ نړیوال بنسټونه د طالبانو حکومت له بشري حقونو په سرغړونې تورنوي- داسې څه چې طالب چارواکي یې ردوي.

په نننۍ ناسته کې د ملګرو ملتونو استازې افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او مرستو هم خبرې کړې دي.

له هغې راهیسې چې پاکستان افغان کډوالو ایستلو ته مجبوره کړي، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي چې ګڼ یې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.‌