هند کې افغان سفارت وايي، خپل ډېپلوماتيک ماموریت یې په بشپړ ډول درولی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په هند کې افغان سفارت وايي چې د روانې نومبر میاشتې له ۲۳ نېټې یاني پرون راهیسې یې دغه سفارت "چورلټ" تړلی دی.

هند کې مخکېني افغان سفیر فرید ماموندزي هم د دغه سفارت اعلامیه پر خپل اېکس خپره کړې چې پکې راغلي، "په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د خپل ډېپلوماتيک ماموریت د دايمي درولو پر اعلان خواشينی دی"

په خبرپاڼه کې د هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري "پرله پسې فشارونه" د دې مهمې ډېپلوماتيکې استازولۍ د تړل کېدو یو لامل یاد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه سفارت شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د ټولو سفارتي چارو د ځنډولو خبره کړې وه.

د روان کال د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه یې په اعلامیه کې ویلي وو چې ګواکې د "ډېپلوماتيکې بې غورۍ او له ملاتړ پرته" نور د سفارت مسولان ورځنيو چارو ته دوام نه شي ورکولای.

خو ترې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د اکتوبر پر شپږمه نېټه د هند بهرنیو چارو وزارت وویل چې په نوي ډيلي کې افغان سفارت خپلې چارې روانې ساتي.

د هند دريځ او د ويزو نه غځېدو ستونزه
په تازه خپره شوې اعلامیه کې په هند کې افغان سفارت ویلي چې تر هغه اقدام وروسته په تمه وو چې ګواکې "د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د چارو نورمال دوام په برخه کې به د هند دريځ بدل شي" خو تر اتو اوونيو انتظار وروسته هم هند کې د افغان ډېپلوماتانو ویزې تمدید نه شوې او د هند حکومت چلند بدل نه شو."

اعلامیه کې راغلي چې، "د طالبانو او د هند دولت له لوري د سفارت د کنټرول پرېښودو لپاره فشارونو دغه سفارت له یوه سخت غوراوي سره مخ کړ" نو ځکه "پر دې باور دي چې په دې وخت کې د سفارت چورلټ تړل او د ساتنې چارې يې کوربه هېواد ته سپارل د افغانستان په ګټه کار دی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو له رسېدو څه موده وروسته په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د لانجو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

هغه مهال خبرونه دا وو چې په ډيلي کې د سفارت یو ډېپلومات او د برحال سفیر فرید ماموندزي همکار قادر شاه د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی. خو تر لانجو او ناندریو وروسته ښاغلی ماموندزی پر خپل ځای پاتې شو.

د هند غبرګون څه دی؟

هند هم د دغه سفارت تازه څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی خو د سپتمبر پر ۳۰مه یې د اعلامیې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي رويټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې "د سفارت چارې د دوی کورنۍ مسله ده"

خو په وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د تېر جمهوریت پېر سفیر فرید ماموندزي ویلي وو چې د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ ‌نه دي، اړ ایستل شوي.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم رسمي اړیکي ورسره لري، خو اوس باور دا دی چې هند ورو ورو غواړي په کابل کې د طالبانو له حکومت سره اړيکې ښې کړي او د رپوټونو له مخې په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو له همدې امله هم شکایتونه درلودل چې دوی له پامه غورځول شوي دي.