پرلت کوونکي وايي د چمن-بولدک لاره یې تړلې، ستونزه څه ده؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

قاسم خان مندوخیل

د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په ښار کې د «لغړیانو» پرلت کوونکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن-بولدک لاره یې د تجارتي تګ راتګ او ترانزیت په مخ تړلې ده.

د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې په اساس په دغې لارې باندې له ویزې پرته تګ راتګ ته اجازه نشته، مخکې د افغانستان په تذکرې او د پاکستان په پېژند پاڼې (شناختي کارډ) باندې خلکو تګ او راتګ کولای شوای. پرلت کوونکي غواړي چې د پخوا په څېر د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله د امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل چې د پاکستان حکومت یې غږ نه اوري او دوی هم اړ شول چې لاره وتړي.

هغه وویل: «تر یوې نیمې میاشتې زیاته موده کېږي چې پرلت مو وهلی دی، خو حکومت مو لا هم غوښتنو ته غوږ نه نیسي، اوس مو د کندهار او چمن ترمنځ لار تړلې ده. په چمن کې مو پرلت روان دی، له دې وروسته د کوټې پر لور هم د احتجاج په توګه د تلو تکل لرو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د پاکستان ځینو نورو سیاسي ډلو هم د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په ضد احتجاج او پرلت پيل کړی دی. د پاکستان حکومت لا څه نه دي ویلي چې ایا رښتیا هم پرلت کوونکي دا لاره تړلې ده که نه.

ولې ویزه؟

په اسلام اباد کې مقامات وايي چې په چمن-بولدک باندې د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ویزې لرل یې په پاکستان کې امنیتي ستونزو ته په کتو کړې ده. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي.

دوی وايي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړو ته پناه ورکړې، چې په خبره یې له هغه ځای څخه په پاکستان باندې بریدونه تنظیموي.

خو افغان طالبان دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې په پاکستان کې نا امني د هغه هېواد داخلي مسئله ده او باید یې په خپله حل کړي. دې مسئلې ظاهرآ د کابل او اسلام اباد روابط هم خراب کړي.

پاکستان همدغه راز په دې وروستیو کې له خپل خاورې څخه د بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر هم پیل کړی. وايي دا کار هم امنیتي ستونزو ته په کتو کوي. پاکستاني مقامات وايي چې په شاوخوا یوې میاشتې کې څه باندې ۴۰۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان کې بند د افغان سوداګرو کانتینرونه

دا په داسې حال کې ده چې باید د نومبر له اتلسمې نېټې څخه وروسته له کراچۍ څخه د افغان سوداګرو په توکو او مالونو بار کانتینرونه، چې له ډېر وخت راهېسې هلته اېساري پاتې دي، هم کندهار ته انتقال شوي وای، خو د «لغړي» اتحاد مشر غوث الله وايي د چمن-بولدک لارې له تړل کېدو وروسته د دغو کانتینرونو انتقال هم ځنډېدلی دی.

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له مالونو ډک په زرګونه کانټېنرونه بند پاته دي. افغان سوداګر وايي چې له دې کبله میلیونونه ډالر زیان کوي.

یو افغان سوداګر جلال الدین امریکا غږ ته ویلي دي مالونه یې د «ناروا سیاست ښکار» شوي دي. هغه وايي: «د تېرې میاشتې له درېیم اکتوبر څخه د کراچۍ پر بندر ۳۲۸۰ کانېنر ولاړ دي او نه یې راپرېږدي، د هر کانتېنر د ځنډېدو پرسر هر تجار هره ورځ نږدې ۱۴۰ ډالره جریمه کېږي.»

دا مطلب هم ولولئ
پاکستان د سرحدي نښتو په اړوند د طالبانو لوړپوړی دپلومات احضار کړی
پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالله عزیزي څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر عباس جیلاني سره دا مسله څېړلې ده. که څه هم د دې غونډې د نتیجو په اړه لا د اسلام اباد سرپرست حکومت بیان نه دی راغلی خو د پاکستان سوداګرۍ خونې پخوانی مشر دارو خان اڅکزی هیله من دی چې ډېر ژر به دا مسله حل شي.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری د افغان ترانزیت د سوداګرو له خولې وایي د پاکستان حکومت د افغانستان موټر چلوونکو ته او سوداګرو ته له ویزې پرته د ورتلو اسانتیا هم ختمه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې د سه شنبې له ورځې (نومبر له ۲۱) به دوی له افغانستان څخه پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته نه پریښودل کېږي. تر دې وړاندې د تجارتي او ترانزیت سره تړلیو افغان سوداګرو او موټر چلوونکو بې له ویزې پاکستان ته د تللو اجازه لرله.

فرهاد شینواری د افغان سوداګرو له قوله وايي چې د ویزې شرط به تجارت او ترانزیت اغیزمن کړي،ځکه چې د هغه په خبره یو خو د پاکستانۍ ویزې اخیستل سخت دي او بل په تورخم کې په ویزو باندې د ټاپې لګول او نورې اړوندې چارې ستونزمنې دي او وخت ډېر نیسي.

په دې اړه لا د پاکستان حکومت او چارواکو کومه رسمي خبره نه ده کړې. چمن او تورخم دواړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لویې لارې دي او هره ورځ ورباندې زرګونه کسان او سلګونه مال وړونکي ګاډي تېرېږي. دا لارې د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.