طالبانو روسیې ته له تلونکو افغان محصلینو پاسپورټونه قید کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


امید دیدار

د طالبانو د لوړو وزارت له هغو محصلینو پاسپورټونه قید کړي، چې د روسیې هېواد بورسونو ته بریالي شوي دي. زده کړیالان وايي، لوړو زده کړو وزارت یې روسیې ته د نامالوم دلیل له امله د سفر مخه نیولې ده.

د روسیې تحصیلي بورسونو ته بریالي شوي محصلین وايي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ترې د غونډې جوړولو په پلمه پاسپورټونه اخستي او له تېرو دوو میاشتو راهیسې دوی د پاسپورټونو د تر لاسه کولو هڅه کوي، خو ورته نه ورکول کېږي. محصلین وايي، طالبانو په دې کار سره روسیې ته د دوی د سفر مخه نیولې ده.

روسیه هر کال پنځه سوه افغان ځوانانو ته د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه تحصيلي بورسونه ورکوي. یو شمېر ځوانان وايي، له اړونده پوهنتونونو ځینو کسانو ته د وخت تېرېدو له امله د رد ځواب ورکړل شوی او ځینو نورو ته هم خبر ورکړل شوی، که پر وخت پوهنتونونو ته حاضر نه شي، نو له تحصیلي کاله به محروم شي.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی چې غواړي نوم یې په رپوټ کې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ترې د ویزو ورکولو بدل کې «مور، پلار او خویندې» د ضمانت په ډول غوښتي او ګوتې یې ترې لګولي؛ خو بیا هم له دوی پاسپورټونه اخستل شوي او د زده کړو مخه یې نیول شوې ده.

هغه وویل:«وزارت سفارت ته ویلي وو، چې د نجونو اسناد به ترې وباسئ. بیا یې مور، پلار او خویندې په ضمانت کې منل، نور څوک یې هم نه منل، هغه هم وشول. ضمانتونه یې واخستل او ویزې یې ولګولې. لوړو زده کړو وزیر بیا په دې بهانه له ټولو پنځو سوو کسانو پاسپورټونه ټول کړل، چې تاسې ته غونډه نیسو او بیا به ځئ؛ خو هماغې ورځې نه وروسته یې بېرته چاته پاسپورټونه ور نه کړل.»

دی وايي، که د طالبانو اداره ورته پر وخت پاسپورټونه ور نه کړي، نو دا موکه به یې له لاسه ووځي.

یو بل محصل چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، په ځلونو یې د طالبانو ادارې سره خپله ستونزه شریکه کړې او آن خبره کندهار کې لوړپوړو چارواکیو ته رسېدلې؛ خو لا هم دوی ته خپل اسناد نه دي سپارل شوي.

نوموړي وویل، طالبان روسیې ته د زده کړو له پاره د افغان محصلینو پر عقیده شک لري، چې ګنې دوی به خپل مذهب پرېږدي.

هغه وویل: «کله چې زموږ نماینده ګان هلته ورشي، دوی ورته د کفر او اسلام خبره کوي. وايي که تاسې هلته لاړ شئ، نو کافران به شئ او اسلام به پرېږدئ.»

دا محصل وايي، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت له دغو پنځو سوو محصلینو د عقیدې ازمویېنه هم واخسته او ټول پکې بریالي شول؛ خو بیا یې هم د دوی پاسپورتونه او نور اسناد قید کړي دي.

د روسیې بورسونو ته بریالي شوي افغان محصلین وايي، د یوه کال په موده کې یې لسګونه زره افغانۍ په دې موخه ولګولې، چې په روسیه کې به لوړې زده کړې وکړي؛ خو په وینا، طالبانو یې د زده کړو مخه نیولې او دا چې هېڅ قانع کوونکي دلایل هم نه لري.

له کابل ولایته یوه محصل چې په ارمان، يعنې يوه مستعار نوم یاديږي، دویچه ویله ته وویل، روسیې کې د زده کړو په هیله یې دا یو کال بې روزګاره تېر کړ؛ خو طالبانو یې ټول اسناد له ځان سره ساتلي او د دوی د زده کړو مخه یې نیولې ده.

دويچه ويله کوښښ وکړ، چې په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر ولري؛ خو دغې وزارت د دویچه ویله اړیکو ته ځواب ور نه کړ.

دې مسئلې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې هم غبرګونونه پارولي دي. د خواله رسنیو کارنو ویلي، طالبان له اوله سره د زده کړو مخالف دي، که نه له قانوني لارو تلونکي افغان محصلین ولې له زده کړو منع کوي؟

موده مخکې هم د طالبانو حکومت متحده عربي اماراتو ته د هغو سلو افغان نجونو د تلو مخه نیولې وه، چې د حبتور شرکت مشر خلف الحبتور ورته هغه هېواد کې د زده کړو زمینه برابره کړې وه. په ۲۰۲۱ ز کال کې چې طالبان د دویم ځل له پاره پر افغانستان واکمن شوي، افغانښځې یې له زده کړو او ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار منع کړي دي.