د بلوچستان د کرهڼې پر سکتور د افغان کډوالو د ستنولو اغیزې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان په پښتون میشته سیمو کې یو شمیر کروندګر وایي چې په پاکستان کې د اوسیدنې د سند نه لرونکو افغان کډوالو د اېستلو په وجه د دوی کرهڼې ته سخته ضربه رسېدلې ده.

دوی د پاکستان پر لنډمهاله حکومت نیوکې کوي چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو پالیسۍ به یې د سیمې د کرهڼې سکتور د تجربه کاره خلکو څخه بې برخې کړي.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا د کوټې په ګډون د بلوچستان صوبې په پښتني او بلوڅ سیمو کې د ګڼو نورو باغونو او کروندو د پاللو او ساتلو چارې تقریبا د افغان کډوالو په لاس کې دي.

په کوټه کې وکیل همایون کاسی له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې خپلې کروندې یې افغان کروندګرو ته په ټېکه یا اجاره وکړي دي.

هغه زیاته کړه: «زما د کوچنیوالي ملګری و، زما باغ به یې ساتلو، بېګا خپل وطن ته ستون شو. بل مې خپلې ځمکې د افغانستان یو کس ته ورکړی وې، هغه هم کډه تړلې ده او روان دی. دلته به زموږ باغونه او کورونه دواړه خالي شي.»

همایون کاسی زیاتوي چې د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان کښت کروندې تر ډېره افغان کروندګرو سمسورې کړې دي: «کله چې د افغانستان کروندګر جنوبي پښتونخو او بلوچستان ته راغلل نو هغوی له ځان سره هنرونه رواړل، د کرهڼې پوهه یې لرلې، زموږ زراعت. تقریبا د دوی په لاس کې دی. زموږ اکثریت بزګران د افغانستان خلک دي.»

له امریکا غږ سره په خبرو کې یوه بل کروندګر منور حبیب کدېزي وویل، د دوی کرونده په اصل کې پر افغان بزګرانو ولاړه ده: «په لورلايي کې یو خوا وچکالۍ باغونه ختم کړل اوس چې یې د افغانستان بزګران راڅخه واېستل نو پاته باغونه به هم وچ شي. زموږ په سیمه کې خو د هنرمندو او پوهه بزګرانو ډېر کمی دی. چې څه لرو، هغه د افغانستان بزګران دي.»

د کلاسیف الله په سیمه کې هم د میرویس په نامه یو کروندګر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، یوازې کروندې او باغونه نه بلکې د دې سیمې مالدارۍ ته هم زښته لویه ضربه رسېدونکې ده.

په کوټه ښار کې د اکثریت کورونو ورځني کارونه لکه سودا راوړل، د کور باغچه ساتل، خټګري کول او داسې نور کارونه د افغانستان څخه راغلي کډوال کوي. د څېړونکو په اند د افغان کډوالو له تلو سره خپله دغه لوی ښار له یو لوی اقتصادي بحران سره مخامخېدای شي.