اسلام اباد کې د پاکستان او طالب وزیرانو غونډه؛ کراچۍ کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه به پرېښودل شي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر، جلیل عباس جیلاني سره کتلي.

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې افغان سفارت پر خپله اېکس(مخکېني ټوېټر) پاڼه ویلي، د دواړو لوریو په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړي ډول کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې شویو سوداګریزو توکو، افغانستان ته د افغان کډوالو د توکو لېږد او اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ دغه پلاوی تېره ورځ د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، ښاغلي عزیزي په دغه ناسته کې له پاکستاني لوري غوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې زرګونو اېساور کانټینرونو ته اجازه ورکړي.

خو دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه توکو د پرېښودو په اړه څه ځواب ورکړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر یونس مومند چې خپله هم په دغه سفر کې له طالب پلاوي سره ملګری دی، وايي تمه لري چې دغه ډول غونډې د سوداګریزو ستونزو په حل کې مرسته کړي.

نوموړي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "حکومتونه دې په خپلو سیاستونو د سوداګرۍ مخ کې خنډونه نه جوړوي."

ښاغلی مومند وايي، ټاکل شوې سبا د پاکستان له شخصي سکتور سره په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د اېسارو مالونو په اړه خبرې وکړي.

افغانستان د سوداګرۍ خونو د پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر خان جان الکوزی بي بي سي ته ویلي، د افغان سوداګرو د شاوخوا یو نیم میلیارده ډالرو په اندازه توکي په کراچې کې "بې برخلیکه پراته دي."

نوموړی چې دا څه موده وړاندې هم پاکستان ته تللی و، وايي‌ پاکستان چارواکو د یوه حکم له مخې امر کړی چې ۲۱۲ ډوله توکي به د کراچۍ له لارې افغانستان ته نه وړل کېږي چې نوموړی یې د سوداګرۍ د نړیوالو قوانین خلاف بولي.

ښاغلی الکوزی وايي، پاکستان چارواکو ورته ویلي، د دې ایسار شویو توکو د وړلو لپاره باید لس فیصده مالیه ورکوي- داسې څه چې دی یې "ناقانونه" ګڼي.

افغان پانګوال د کراچۍ بندر له لارې له چین،‌ مالیزیا،‌ اندونیزیا، هند، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو توکي افغانستان ته وړي.

افغان پانګوال وايي،‌ په اپټا نومي سوداګریز تړون کې داسې کومه قانوني ماده نشته چې له مخې یې مالونه وګرځول شي، محصولات پرې ډېر شي او یا هم ټکس او تضمین پرې واخیستل شي.

اپټا د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د سوداګریزې راکړې ورکړې تړون دی چې د جمهوریت له مهاله پلی کېږي او څو ځلې غځول شوی دی.

د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ دا کتنې داسې مهال کېږي ،‌چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان حکومت تر منځ اړیکې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو پر سر ترینګلي شوي.

که څه هم افغان پانګوال تمه لري چې دغه ډول دوه اړخیزې ناستې به د سوداګریزو په ښه کولو کې مثبت رول ولري، خو ځینې په دې باور دي تر هغې چې په عملي ډول په کراچۍ کې اېسار افغان سوداګریز مالونو ته اجازه نه ورکول شوي، پر ناستو او غونډو "ډېر باور نه لري."