ملګرو ملتونو د طالبانو مشروعیت د میرمنو آزادۍ سره وتاړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوه تازه ارزیابي چې د ملګرو ملتونو په غوښتنې شوې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو موضوع یې د نړیوال تړون له مخې د افغانستان په مسؤلیتونو او ژمنو عمل کولو پورې تړلی ده چې له مخې یې طالبان باید په سمدستي توګه د میرمنو د تعلیم او کار کولو په حقونو لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي.

د دې راپور یوه مسوده چې امریکا غږ ترلاسه کړې پکې ویل شوي، " په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان میرمنو برخې اخیسنې او رهبریت ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو پریکړه لیک کې د مارچ په میاشت کې د عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه د دې ارزیابۍ غوښتنه کړې وه.

په پریکړه لیک کې غوښتل شوي و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې بحران ځپلي افغانستان سره د "متحد او ښکاره نړیوال دریځ" لپاره د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې د مخکې تګ لپاره وړاندیزونه برابر کړي.

ښاغلي ګوتریش د دې ارزیابۍ لپاره د ترکیې د حکومت پخوانی چارواکی فریدون سينيرلي اوغلو وټاکه چې د دې ماموریت د چارو مشري وکړي.

سينيرلي اوغلو ددې ارزیابۍ چمتو کولو لپاره په افغانستان کې د طالب چارواکو، په بهر کې میشتو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ادارو د استازو سره وکتل چې د افغانسان سره سر او کار لري.

ښاغلي سينيرلي اوغلو غوښتل چې د ملګرو ملتونو مشر ته د راپور وړاندې کولو څخه وړاندې د افغانستان وضعیت وګوري.

په راپور کې یادونه شوې چې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو په تعلیم بندیزونه یوزاینۍ داسې ستونزه وه چې پدې سلا مشورو کې ډیرو کسانو یاده کړې وه.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو اوسنیو چارواکو کوښښ کاوه توجیه کړي چې د میرمنو او نجونو په کار او تعلیم دا بندیزونه او محدودیتونه د شریعت او افغان کلتور برخه ده خو د راپور له مخې دا ډول بندیزونه د اسلامۍ همکارۍ سازمان په هیڅ غړي هیواد کې نشته.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې ډیر شمیر افغان وګړي هم د طالب چارواکو دا خبر نه مني چې ګواکې دا بندیزونه د افغان دود او دستور سره برابر دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره هم غیر ګټور دي.

په راپور کې د سلا مشورو پر اساس، وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او تر ۴۵ کالونو وسله والې شخړې وروسته پدې هیواد کې د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره دې د افغانانو ملي خبري اترې پیل شي.


ملګرو ملتونو همدارنګه پدې راپور کې ویلي چې همدا کړنه به افغانستان ته شرایط برابر کړي چې په نړیوال نظام کې په بشپړه توګه ورګډ شي.

په راپور کې د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د افغانسان د میلیاردونو ډالره کنګل شویو شتمنیو خلاصولو لپاره د حل یو لار پیدا کړي او که چیرته طالبان پخپلو ژمنو وعمل وکړي او ټولو ته په حکومت کې برخه ورکړي، د دې ډلې په غړیو د لیګدلو بندیزونو په لیرې کولو دې هم غور وکړي.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې پخپلو پالیسیو دا ډول انتقادونه رد کړیدي او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې.

که څه هم چې د طالبانو د حکومت په کابینې کې هیڅ میرمن نشته خو هغوي ټینګار کوي چې په حکومت کې یې د افغانستان ټولو قومونو او توکمنو ته برخه ورکړې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي خو د هغوي سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم حکومت یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.