وروستۍ لسیزه کې د افغانیو نرخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی'؛ دلیل یې څه دی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د صرافانو ټولنه او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، دغه هېواد کې افغانۍ یو ځل بیا د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړه شوې.

د مالوماتو له مخې په افغان بازارونو کې نن یو ډالر په ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانیو بدلېده چې دا په دې وروستیو کې په ښکاره د افغانیو د کمساري لوړېدو ښکارندويي کوي.

د دې تر څنګ د صرافیو د نرخ له مخې نن یو پاونډ ۸۳افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې بیا ۲۳۰ افغانۍ بدلیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لخوا د نن ورځې اعلان شوی نرخ بیا د ډالرو پر وړاندې افغانۍ په ۶۸ او په پاونډ ۸۳ اعشاریه ۵ بدلېږي.

د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري بي بي سي ته وویل " هېواد کې د افغانۍ دودېدو او په بازار کې د افغانۍ لپاره د تقاضا ډېروالی د دې لامل شوی دی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شي."

بانکنوټونهد عکس سرچینه،GETTY IMAGES
داسې ښکاري چې د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانک له ټولو ننګونو سره سره توانیدلی دی، چې د خپلو "پولي سیاستونو" په تطبیق سره د افغانۍ له ارزښت ساتنه وکړي.

وروستیو څو نړیوالو اقتصادي رپوټونو کې هم ورته موضوع ته اشاره شوې او د افغانیو ثبات ساتنه ستایل شوې.

د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړيوال بانک یو وروستۍ رپوټ چې د روانې نومبر میاشتې په پیل کې خپور شو پکې راغلي " افغانۍ با ثباته پاتې شوې، او د معتبرو پولي واحدونو پر وړاندې لا نوره لوړه شوې ده او همداراز عوايد د تير کال پرتله ډير شوي، که څه هم له خپل ټاکل شوي هدفه ۵ سلنه کم دي."

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، ډالر له څه مودې راهیسې مخ په ټېټېدو روان دی او ښکاري چې افغانیو خپل اوسنی ارزښت ساتلی.

دوه کاله مخکې په همدې ژمي کې بیا د افغانستان اسعارو بازار تر ټولو ډېر لویدلی و او تېرو شلو کلونو کې په لومړی ځل د یوه ډالر مقابل کې له سلو پورته افغانۍ تبادله کېده.

خو دا چې د صرافانو په اند چې کار یې له پیسو سره دی د ارزښت لوړېدو دلیل څه بلل کیږي دا پوښتنه مو د صرافانو ټولنې له ویانده کړې.د یادې ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمان ځیرک بي بي سي ته وویل " ډالر ډېر ټيټ شوی او مونږ یې دلیل دا بولو چې، په سویل لویدیځو ولایتونو کې چې د کلدارو چلښت ته کوم وخت ورکړل شوی و هغه موده پوره ده او خلک په زیاته اندازه کلدارې بازارونو ته راوړي او په ځای یې افغانۍ وړي."

دی وايي په بازارنو کې د افغانیو غوښتنه او چلښت له پخوا ډېر شوی دی.

د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې افغانستان کې نږدې یوه لسیزه مخکې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په ورته نرخ بدلېده.

خو له دې ټولو سره په افغان بازارونو کې د توکو بیې او نرخونه نه دي بدل شوې چې د ځینو په اند دا وضعیت ډېر کله خلکو ته زیان رسولی شي.

افغان سوداګر چې ډېر مواد له بهره په ډالرو واردوي په کور دننه نرخونه هم هغوی ته په کتو ټاکي، چې په ټوله کې که د ډالرو له ټیټیدو سره د توکو بیې کنترول نه شي دا بیا د افغانستان غوندې بې وزله ټولنه کې خپلې بدې اغېزې لرلی شي.

له دې سره د نړیوال بانک وروستي رپوټ له مخې دغه هېواد کې د توکو او خدماتو بيې ټېټې دي او افغانستان د ډيفلاسيون له تجربې څخه تيريږي.