روغتیا نړیوال سازمان : غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱ زرو اوښتی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روغتیا نړیوال سازمان بي بي سي ته په غزه کې د ټولو وژل شویو کسانو هغه شمېرې سمې بللې، چې په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت یې خپروي.

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي، هلته د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۱۱ زرو ته رسېږي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.

د دغه نړیوال سازمان ویاندې ډاکټرې مارګرېټ هارېس مخکې بي بي سي نیوز ته ویلي وو، د غزې روغتیا وزارت شمېرې د دوی اړوند روغتیایي مرکزونو له شمېرو سره کوم جوت توپير نه لري.

اغلې هرېس وايي:" موږ د دې شمېرو په اړه ډاډمن یو. اوس مهال له دې ټول ګډوډیو او ډېرو تلفاتو سره، چې هر ډول شمېرې اورو د مړینو د روان بهیر پرته بل څه نه دي."

نوموړې یو ځل بیا د روغتیا نړیوال سازمان هغه غوښتنه تکرار کړه چې باید اوربند وشي چې غزې ته دوامداره بشري مرستې ورسېږي.

دغه نړیوال سازمان یو ځل په غزه کې روان وضعیت "وحشتناک" وباله.

د بمباریو او جګړې دوام
له دې وړاندې اسرائیلي چارواکو ویلي و د غزې په سوېل کې خان یونس ښار د نورو خلکو د ورتلو لپاره خوندي دی.

بل خوا له غزې وروستي رپوټونه کاږي چې هلته نن بیا هم هوایي بریدونه شوي.

حماس ویلي، یوازې په خان یونس کې په یوه کور هوایي برید شوی چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي.

اسرایلو یې په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

له غزې وروستي انځورنه هم ښيي چې په خان یونس کې خلک د هوایي بریدونو د قربانیانو جنازې لېږدوي.

دا برید داسې مهال شوی، چې له دې وړاندې اسرائیلي چارواکو ویلي و د غزې په سوېل کې خان یونس ښار د نورو خلکو د ورتلو لپاره خوندي دی.

په نورو انځورنو کې بیا لیدل کیږي چې خلک سیمه کې تر وېجاړو ودانیو لاندې د وژل شویو کسانو مړي لټوي.

بل خوا د اسرائیلي ځواکونو ویاندې ويلي، دوي ټولې هڅې کوي چې په بریدونو کې ملکیانو ته زیان ونه رسېږي.

لیبي ویس تور پورې کوي چې حماس له ملکي سیمو بریدونه کوي.

د حماس لخوا اداره کېدونکي روغتیا وزارت بیا دغه ځواکونو د الشفا په نامه لوي روغتیایي کمپلکس یا روغتون "کلابند" کړی.

دغه وزارت وایي، په روغتون کې بند ناروغان له دې امله مري چې ډاکتران نشي کولای هلته خپل فعالیت وکړي.

خو اسرائيلي ځواکونه بیا وایي دوی هغه بریدونو ته ځواب ورکوي چې د روغتون له سیمې یې حماس ډله کوي.

دغو ځواکونو دارنګه ویلي هڅه کوي چې ناروغان او په ځانګړي ډول نوي زیږېدلي ماشومان خوندي ځای ته اوباسي.

په همدې ترڅ کې د بل لوي روغتون القدس کارکوونکو سره هم له تېرو پنځو ورځو راهیسې اړیکې پرې دي.

خو تازه د فلسطین سرې میاشتې ویلي، په سختۍ توانیدلي چې دې روغتون کې له خپلو کارکوونکو سره اړیکي ونیسي.

په غزه کې د ټلیفون او انټرنیټ له بندېدو وروسته بي بي سي هم نه ده توانیدلې چې له روغتونونو سره اړیکه ونیسي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي له الشفا روغتون سره هم د دوی اړیکه پرې شوې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، امریکا نه غواړي د غزې روغتونونه د جګړې په ډګر بدل شي.

جیک سالیوان ویلي، د ډیرو روغتونونو چار چاپېره سیمې د حماس پر ضد د اسرائیلو د بریدونو په مرکز بدل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان له وړاندې ویلي و چې د غزې نیمایي نه ډېر روغتونونه له فعالیته لوېدلي دي.

د جګړې درولو لپاره په نړیواله کچه احتجاجونه او غوښتنې لا هم روانې دي.

تازه د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس یو ځل بیا غزې ته د بشري او روغتیایي مرستو پر رسولو ټینګار کړی.

پاپ په واتیکان کې د اونۍ مذهبي مراسمو پر مهال ویلي چې په منځني ختیځ کې روان وضعیت ډېر ناارامه کړی.

" هیله ده چې په غزه کې ټپیان ژر تر ژره روغ شي، ملکیان باید خوندي وي او بشري مرستې باید ناهیلي شویو خلکو ته ورسول شي."

له غزې ور هاخوا بیا د اسرائیلو او لبنان ترمنځ پوله کې هم نښتو زور اخیستی.