قمي: افغانستان باندې بندیزونه د تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې مخه نیسي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یومانا" چارواکو د افغانستان په وضعیت او له دغه روان بحران څخه د وتلو په لارو چارو خبرې کړي دي.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې د شنبې په ورځ اکتوبر۲۸ ( لړم شپږم) یې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې مرستیال مارکس پوتزل سره په کتنه کې د دغه هیواد په وضعیت خبرې کړي دي.

ښاغلي قمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: "د تروریزم سره د اغیزناکې مبارزې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لګیدلي بندیزونه یو خنډ او جدي ستونزه ده، چې تمه ده ملګري ملتونه سولې ته د خپل رسالت له مخې ورته ژمن اوسي او د حل لپاره یې اقدامات او اغیزمن ترتیبات برابر کړي."

یوناما په رسمي ډول لا د دغه ملاقات په اړه څه نه دي ویلي. قمي داسې مهال په افغانستان کې د نشه يي توکو او قاچاقو په اړه د مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې ده چې څه موده مخکې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې وویل چې په تېرو دوو کالونو کې د نشه يي توکو قاچاق په خاص ډول له افغانستان څخه زیات شوی دی.

نوموړي وویل چې تاجیکستان له افغانستان سره په سرحد کې څه باندې ۱۰ ټنه نشه يي توکي نیولي چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښکاره کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یو راپور کې وویل چې افغانستان د متامفتامین او هیروینو په یو لوی تولید کوونکی هېواد بدل شوی او اکثریت دا مواد له افغانستان څخه د باندې قاچاق کېږي.

افغانستان په نړۍ کې د تریاکو ستر تولید کوونکی هېواد بلل کېږي، خو د ایران استازي په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې دا بندیزونه په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې څه ډول خنډ او ځنډ رامنځ ته کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شاوخوا لس ملیارده ډالر شتمني کنګل کړه چې ددغې پریکړې وروسته د دغه هیواد بانکي سیستم د یو بخران سره مخ شو، چې ددې سربیره نړیوالې ټولنې هم افغانانو سره خپلې بشري مرستې ډیرې کمې کړې چې له امله یې دغه هیواد د یو ستر بشري ناورین سره مخ شو.

همداشان د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون د پرله محدودیتونو د لګولو له امله نه یوازې د طالبانو یو شمیر پخوانیو چارواکو نومونه د ملګروملتونو د سفر د محدودیتونو له لیست څخه ونه ایستل شو، بلکې په دغه لیست کې د څو نورو طالب چارواکو نومونه هم زیات شوي دي.

طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د ملګروملتونو د بندیزونو له لیست څخه د طالبانو د چارواکو د نومونو د ایستلو او د افغانستان بانک د شتمنیو د خوشې کیدلو غوښتنې کړي دي، خو تراوسه دا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.