د طالبانو حکومت د هرات زلزله ځپلو لپاره د سلګونو کورونو د جوړولو د پیلولو اعلان وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت ویاند د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د سلګونو کورونو د جوړولو د پیل اعلان وکړ.

ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس (ټوېټر) ځینې انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو کار پیل شوی دی.

هغه زياته کړې ده، چې دغه کورونه به په معياري ډول جوړ شي او د دغه ولايت د "زندجان" ولسوالۍ په "سياه‌آب" کلي کې د هرات زلزله ځپلو لپاره يوه استوګنیزه مېنه هم په پام کې نيول شوې ده.

ښاغلی مجاهد وايي، هڅه یې دا ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې دغه مېنه جوړول بشپړ او ګټې اخیستلو ته چمتو شي.

پرون (د اکتوبر ۱۷مه) ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د دغه سازمان د ارزونې له مخې د هرات په څو سیمو کې ۴۳ زره کسان د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوي دي.

هرات کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو پیلېدل

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر ۳۳۳۰ ډېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، چې ډېری یې په زنده جان ولسوالۍ کې دي، ۲۱۳۷ کورونه سخت زیانمن شوي او ۱۶۹۷ کورونه په منځنۍ کچه زیانمن شوي دي.

څو ورځې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم هرات ته د سفر پرمهال ژمنه کړې وه چې زلزله ځپلو او هغو وګړو ته به پاخه کورونه جوړ کړي چې په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي او بې کوره شوي دي.

ښاغلي برادر وویل چې زلزله کې له زرو تر ۱۵۰۰ پورې کورونه ویجاړ شوي چې دوی یې په اساسي ډول د جوړولو هوډ لري.

نوموړي ونه ویل چې دا اساسي کورونه به دوی پخپله بودیجه جوړوي او که له کومې بلې نړیوالې مرستې به ګټه پکې اخیستل کېږي.

د یادونې ده چې هرات او شاخوا سیمو کې لومړی د اکتوبر میاشتې پر اومه او بیا وروسته څو نورې زلزلې وشوې چې لا ډېر خلک یې زیانمن، مړه او ټپیان کړل.