د افغانستان د فوټبال لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو بلې مرحلې ته لاره وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې منګولیا ته ۱-۰ ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي فرشاد نور د بري ګول وواهه او دا لوبه د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې۲۴) په منګولیا کې وه.

افغانستان تر دې څو ورځې مخکې د تاجیکستان په مرکز دوشنبې کې د منګولیا د لوبډلې کوربه و او هلته یې هم ترې ۱-۰ صفر وګټله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې په دې بري سره افغانستان د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام او د اسیا ملتونو د ۲۰۲۷ کال نړیوال د غوراوي سیالیو بلې مرحلې ته لاره وکړه.


افغانستان په دغې مرحلې کې له منګولیا سره دوې لوبې لرلې او دواړه یې وګټلې.

د فیفا د نړیوال فدراسیون په رسمي فیسبوک کې لیکل شوي چې افغانستان او سینګاپور لومړي دوه هېوادونه دي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د غوراوي ‌سیالیو بلې مرحلې ته ولاړل.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د افغانستان دوې نورې راتلونکې لوبې په کویټ کې له هند او قطر سره دي چې د دغو سیالیو د سر دوه غوره ټیمونه به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام بلې مرحلې ته ځي. افغانستان لا په فوټبال کې په نړیوال جام کې نه دی لوبېدلی.