د طالبانو حکومت له یوه قطري پانګوال سره د جبل السراج سمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د طالبانو حکومت د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو پروژې تړون له یوه قطري پانګوال سره لاسلیک کړ.

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پیټرولیم چارسمبالي مولوي شهاب الدین دلاور پروان ولایت کې د جبل السراج ولسوالۍ د سمټو پروژې قرارداد لاسلیکولو مراسمو کې ویلي، "د جبل السراج سمنټو پروژه کې به څه دپاسه دوه سوه میلیونه ډالره پانګونه وشي."

ښاغلي دلاور دا هم وویل، چې د جبل السراج سمنټو پروژه به په کلني ډول د یو نیم میلیونه ټنه سمنټو تولید وړتیا ولري.

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، "موږ نور د بهرنیو مرستو پر ځای پانګه راجلبوو، زېربناوې جوړوو، له یو محتاج او وارداتي هېواد څخه پر ځان بسيا او صادراتي هېواد بدلېږو."

دا تړون د عوفی بهرام، الفلاح العالمي او مجموعه المهام الدولي په نامه قطري شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د المهام الولي شرکت مشر دا تړون د افغانستان د پرمختګ لپاره "ستر ګام" یاد کړی، چې ګڼو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابر شي.

د طالبانو حکومت ځینو لویو اقتصادي پروژو پلی کولو ته مخه کړې ده چې تازه بلخ ولایت کې د قوشتېبپې کانال لومړی فاز یا برخې چارې بشپړې شوې او د دویم فاز عملي چارې به پیل شي.

د قوشتېپې کانال د پروژې مخینه د محمد داود خان واکمنۍ ته ګرځي، خو په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا ددې پروژې طرحه په لومړي پړاو کې وه، چې پاتې شوه.

وړاندې د طالبانو حکومت د اوو لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه لاسلیک کړل چې د تخار ولایت سمتي طلا د ۳۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت (چینا او زړور افغانستان) شرکتونو ته د پنځو کلونو د مودې لپاره ورکړل شول.

دارنګه د لوګر مس عینک ۲ د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تویار خصوصي شرکت ته د ۳۰ کالو په موده، د غور سرب او جست ۲ بلاک د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده، غوریان اول بلاک د اوسپنې کان د ۲٫۸ میلیارد امریکايي ډالروز په ارزښت وطن درخشان او دوو نورو شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده او د اوسپنې ځینې نور کانونه په قرارداد ورکړل شوي وو.