بخت که عقل؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: نجیب الله پیمان

یو وخت د عقل او بخت تر مینځ اختلاف پیدا شو.د دوئ اختلاف پدې وو چې کوم یو لدې دواړو نه د انسان په ژوند کې د اهمیت وړ ده .


بخت وویل : انسان ماته زیاته اړتیا لري.
عقل وویل : نه انسان ته زه ډیر ښه یم .
عقل او بخت د دې چارې د ثبوت د پاره لاس په کار شول،بخت د یوه بیکاره او تنبل هلک په سر کښیناست چې پدې کار سره عقل سمدستي د هلک له سره والوت.
د پاچاه وزیر په داسې حال کې چې زوی یې هم نه درولوده دغه هلک ولید نو سمدستي یې دغه هلک ځان په زویتوب ومانه، او له ځان سره یې کورته بوته ،وزیر د زوی د نه لرلو له کبله د دې هلک په پیداکیدو سره له ډیرې خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده ،نو هلک ته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې ،د خوراک، پوښاک یې هم څه کمی نه وو له سهاره تر ماښامه به یې لوبې کولې.
یوه ورځ وزیر خپل زوی د لاسه ونیوه او د پاچاه باغ ته یې د چکر دپاره بوته د وزیر زوی د پاچاه خوښ شو نوهلک ته یې یوه ښکلې مڼه یې ورته ورکړه، هلک سمدستي په مڼه خوله ولګوله پاچاه د دې پیښې په لیدو په خندا شو،خو څه یې وانه ویل ،خو وزیرلدې کار سره ډیر خجالت شو او رنګ یې تک سور واوښت.
کورته د بیرته راتګ پر مهال وزیر خپل زوی ته مخ واړاوه او ورته وی ویل : "زویه!پاچاه چې څه درکړل هغه لومړی بوی کړه ښه یې وګوره او بیا یې په کراره وخوره."
زوی وویل:"ښه ده پلاره ! تر دې وروسته به همداسې کوم."
د دې پیښې څو ورځې تیرې شوې وږیر بیا خپل زوی د لاسه ونیوه او د پاچاه باغ ته د چکر په نیت وخوځیده.د بڼ په شاوخوا کې یې چکر وواهه او د بڼ په یوه څنډه کې کیناستل.پاچاه امر وکړ چې د چایو بندوبست په هماغه ځای کې ورته وکړئ.نوکرانو هملته چای ورته یووړ.
پاچاه وزیر او د وزیر زوی د چای په خوړلو پیل وکړ پاچاه د چای خوړو پر مهال یوه غوړه نوړئ د وزیر زوی ته ورکړه ،هلک په ډیر درنښت د پاچاه د لاسه نوړئ واخیسته اول یې بوی کړه او بیا یې له ځان سره کلکه وساتله .
پاچاه د دې کار په لیدو له ځان سره کټ،کټ وخندل ،که څه هم وزیر ځان تیرکړ، خو له خجالته تک تک سورشو،مګر د پاچاه په وړاندې یې خپل زوی ته څه وانه ویل.
د بیرته را ګرځیدو پر مهال وزیر بیا خپل زوی ته مخ واړاوه او ورته وی ویل: افسوس! زویه څومره کم عقل یې! ته پدې نه پوهیږې چې غوړه نوړئ څوک په جیب کې له ځان سره نه ساتي.
هلک د دې خبرې په اوریدو ډیر ناارامه شوکله چې کورته راورسیده له ځان سره یې وویل : داڅه ډول ژوند شو! دا کار وکړه ،دا کار مه کوه ! تر دې ژوند خو مرګ غوره ده او په منډه له کوټې ووت او بام ته پدې نیت وخوت چې ځان له بامه راوغورځوي. پدې وخت کې بخت عقل ته وویل :اې عقله! مرسته وکړه د وزیر زوی له مینځه ځي.
عقل په منډه ولاړ او د وزیر د زوی په سر کښیناست، هلک چې کله عقل پیدا کړاو هوښیار شو نو د ځان له وژنې یې لاس واخیست او خپل ژوند ته یې دوام ورکړ، نو پدې مبارزه کې عقل پر بخت بریالی شو.
خو د پښتو ژبې تصوفي شاعر حضرت عبدالرحمن بابا بیا ویلي.
عقل مه غواړه رحمانه بخت ترې ښه دی
عقل مند د بختورو غلامان دي
ژباړن: نجیب الله پیمان