طــنـــز دخرو خاوندان محکمې کېږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

دافغاستان د ۱۳۸۸ل ل کال د ولسمشري دټاکونه په پايلو کي وايي ثابته شوه چې
دجمهوري رياست دچوکۍ ځينوعاشقانو،دلباخته ګانو،شوقيانو،اودهغوي مُريدانودليونۍ ميني له کبله چي لدې چوکۍ سره يې درلوده ،غالې(جعلکاري) کړيدي .ا
، يوه سينه چاک چې ټول عمريې د دې چوکۍ په فراق کې ژړلي اوهم يې ډېر ژړلولي ،کړولي وو
د مجنون په شان نارې سورې ووهلې ،آه او فرياد يې وکړ. نوددې مجنون دعشق په اورچې سړې ااوبه تويي نه شي،دا مجنون به هم په خپله اوهم به نور ددې دسوځندې ميني په اور کباب کړي . نود نړۍ ترټولو لوی مشر بانګي بانګ وکړ! چې غالېجن دي له کارو باره وايستل شي، ترڅو دسينه چاک د عشق د اور لمبې ليږ ټيټي شي !ا
هغه وو چې عايد قاعدخپلو مزدورانوته قاعده ورکړه، برسېره پردې چې له کاره يې وباسو، بايد داسي عدل ورباند وچلوو لکه پرکابل چې مو چلولی،. ا
نو ددې لپاره ضرور داده چې:دا غالېجن،دغلبازان،قانګران،جعلکاران،بدماشان اوتقلبکاران وپېژندل شي.ا
پلټنه وشوه،لمرغوندي ښکاره شوچې :دا دخرو دخاوندانو کاردی، په خرو باندي درايو دصندوقونه دوړلو او راوړلو په وخت کي دا چل شوی دی .ا
د خرو بدمرغو خاوندانو غال مغال اوشوروفرياد وکړ، ويلې: د خدای لپاره دا بد کار موږ نه دی کړی، داکارخرو کړی دی، خرو به صندوقان اچول،موږ به بارول ، نوکه دلوېدو اوبارېدو له کبله پاڼو ته کوم ضرر رسېدلی وي .عفوه غواړوو ! تاسوته هم عفوه شويده ،،،.دخروڅښتنان له ځانوسره بڼېدل:خره هم ولاکه ملامت وو، د اوربشو اوريشقې پيسې مو رانکړې ،خره وږي وو،لاري ډېري خرابي وې،سرک نه وو،قطار نشته ،په طيارو هم بمبارد کوي ،او له تاسو سره هم د ډالرو امکانات کم وو.ا
نوڅه به مو کول ؟ولاکه زموږ له خرونه تېر، نور خره يوګام هم پردغو لارو ولاړ شي.ا
د خرو خاوندانو عذر او زارۍ کولې ويل يې : دخدای لحاظ وکړی!موږ پرېږدۍ!دا خره هم تاسو درسره بوزی!په دوهم پړاو کې به مو په درد وخوري.ا
يوه غوړ سري ،خنده رويه ،شيک پوش ورته وويل دوهم پړاو نه کېږي ، تاسوبه خامخا محاکمه کېږی.ا
عبدالسلام اندړ
2009oktober25