وطنه ستا له سرو وینونه ګلان را ټولوم
قسم د ميندو د زړونه ټول توان را ټولوم
هرې خواته نَفَسونه په سلګو راغلي دي
حیراني
نه بیماریم نه خوشحال یم نه له خپل حاله خبرداریم
کله له ځان کله له زړه کله له دواړونه بېزاریم
کله دخم په شان په جوشیم کله خمار دڅښویم
یووالی
هر څوک چه خوښ وي خوشحالیږمه زه
دبل په غم کې غمجنیږمه زه
که څوک په بند شي زه محبوس غوندې یم
دردونه
عبدالملک پرهیز
وزرمې مات دي ما کې وس د آلوتلو نشته
وختو زپلی اراده د درېدلو نشته
د بې وسۍ په کټ پرېوتی درېدلی نه شم