{slide=ملالۍ په میوندکي}
داچه ړنګه بنګه٬مسته په خیال راروانه ده
دا دغروره ډکه٬سپیڅلي ښکلي افغانـــه ده


نه سرخي اونه سفیده وهي پرمخ اونه سینګار
دا داصله پیداشوي٬ښاپیرۍ اوګلرُخانـــــــه ده


دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکي  ملاتړلـــي
بیرغ په لاس داپه میوندکي( ملالۍ) قهرمانه ده


دبکتاش په مینه کي ئ پخپلووینوشعرونه دي لیکلي
دادکعب لورپه بلخ کي شهیده( رابعه) جانـــــــــه ده


په شعراوشاعري کي لوړمقام لري په وطن کي
داله هنره ډکه سیده (مخفي) له بدخشانــــــه ده


دوحشي صفته ځناوروخلکوله لاسه په کابل کي
خپل پت ئ دي ساتلي داشهیده( ناهید )جانه ده*


داچه ښځه  ښه ژونداوښادي ده دارښتیاده
ددي له برکته هره کورنۍ همیشه ودانه ده


داچه په یولاس زانګواوپه بل لاس جهان زنګوي
داخبره اوس دټول جهان خلکوته روښانـــــه ده


کوچۍ ځي کډه ئ تړلي ده باریږي روانیــــږي
داوښ مارئ په لاس٬خوله ئ ډکه له خندانه ده


توري کیږدۍ ګوره چه ولاړي دي په غرو اورغوکي
په کي ناسته غرڅنۍ ده٬چه راغلي له صحرانه ده


داچه واي جنت ئ دي همیشه دپښولانـــــــــــدي
دادیعقوب( منګل) زړه ته نږدي خپله مورجانه ده


یعقوب منګل
22.01.2013
آلمان

شپاړسم بلاک ٬شپږم منزل دریم مکروریان کابل*
سه شنبه د1371هجري لمریزکال دسلواغي دمیشتي 20 نیټه

{/slide}{slide=آشنادي}
زړه آشنادي،ځګرآشنادي
ستاپه طرف،زمانظرأشنادي


ته چه غلې غلې ګوری ماته
ددیواله دسیوری شاته
ماته ستادهغومړوسترګوهنرآشنادي


باغونه می ډیردی لیدلې
له یاده می ندي وتلي
ماته داناروباغ ستاپه ټټرآشنادي


چه پکښې کیږې دیدنونه
اوپوره کیږې آرمانونه
ماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشنادي


ته چه منګۍ واخلې شې روانه
دهمځولوپه سرکې خیرامانه
ماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشنادي


ستالیونۍ مینې لیونئ کړم
داوردپاسه ئ سپیلنۍ کړم
له نظره نشي ماته داستاښکلي بشرآشنادي


زه لکه ملنګ له کوره یم وتلي
کچکول په غاړه ستاکلې ته درغلي
دمینې خیراتخورته ستادکور ورآشنادي


تاچه په توروسترګودی کتلې
تل دبڼوغشې دزماپه زړه ویشتلې
یعقوب(منګل)ته ستادداسي جنګ پسمنظرآشنادي


یعقوب منګل
03۰01۰2013
آلمان

{/slide}

 

{slide=وطن ژاړم}
زه می وطن ژاړم ، ســـــــــتا خندا زما پر خـولی ده                                                
زه په ځنکـدن کی ته می شـــــــــــــماری لا ســــلګی                                               
مه خانده نور ماپوری او ترس د خدای ج له زور کړه
بس کــــړه دا ظـلمونه شــــه راکـــوز له فـــرعـــونئ
نن که زه یم پروت په خـــــــــاورو خړو او ګردو کی                                              
خـــوب می دی لیدلی چی را الــوځی ســــــــــــــــیلئ                                              
ســــــیل به دی خلک وکړی چی به څنګه ترینه تښتی
ســــــــتا په لــور درځـی دغـــــــــــه باران او دا ږلئ
روغــی جــــــــوړی ځمکی او باغونه دی خاره کړل                                              
تا په بمـــــــباریو ، د ټانګــونو په ســــــــــــــــــورلئ                                              
وګـــــــوری عــــالمه په مونږ ظلم او ســــــــــــتم ته
پـرون وار د آبـا وه، او نن وار شــــــــــــــــــو د آبـئ
سم ســــــــــــــوټی به وخوری کپری به دی شی ماته                                              
نور دی چی ټوټی کــړل په مکرو جــاســــــــــــوسئ                                              
لـــږ غـیرت پکار دی خـــــــــویندو وروڼو عزیزانو
ډلی نفاق پریږدی او راټول په خپل چـــــــــــــــــرګئ
خــــــــــــــپلو کی مو وژنی کړی خوښئ او خنداګانئ                                              
مه خـــــــوشـــحالـــــوی نور نمـــــــرودان ددی نړئ                                              
په عــــــــــزم و اراده د آبادئ اتفاق وکــــــــــــــــړی
تیر له نا اهـــــــــــــلو شــــــــی، راټول په ورورولئ
خپل ځوانان پکار دی چی په خپلو مټو یی جوړ کړی                                              
وی ســـــــــاتی همیش یی له اغــــیاره په خــــــوښئ                                              
سم کــــــــړی دا کاږه چی ورته ګـــوری له برجونو
سم پری ورایله کــــــــــــــړی د لاس غشی یا مرمئ
کــــــــــــوږ چی ورته ګوری په کږه لاره به سم شی                                             
په غــار کی د زمری چی څوک ښکارکړی د سیسئ                                              
داغـــــــــربی غوایان دی کله  لته کله ښکر وهی
مــــــونږ په لاره کــــــــړی ډیر غــــویونه په چوکئ
سم چی په لار نه ځی خـــــــــوری وهــــــل او ډبول                                              
ډیر مو ډبولی چـــــی راغــــــــــــــلی په مســــــــتئ                                              
دا د شــــــــــــــــنو زمرو وطن ، غر دی او که سمه
څنګه به لنګون کــــــــــــــــــــړی پدی خاوره پیشئ
دغـــــــه حمــــــــاقت او جهــالت له حـــــــــد وتلی                                               
ګــــــــزران نشی په  غار کی د زمری سر د سپئ                                               
دوی فکر کــــــــــــــوی ، چی مونږ ویده قـــــومونه
هغه چی روســــــانو کــــــــــــــړه را لاندی په تادئ
دا قــــــوم د افغان دی، فغانونه به دی باســـــــــــــی                                                
بس کـــــــــــــــړه او نور بس کړه دا ظلمونه یهودئ                                                
شـــــــــــــــپه که څومره خړه تکه توره او تیاره وی
لمــــــر پسی راخیژی او ورکـــــــــــــــیږی ترږمئ
مـــــــونږ په دی امید یو او ارزولــــــــــرو د لـــــمر                                              
لمــــــــر غـــــــــــــــوندی روښانه ده تاریخ د ملالئ                                              
مه کــــــــــــــــوی ګمان چی به شو تیر له خپل وطنه
څـــــــوګ به شی په شا له خـــــــــپل ایمان او ازادئ
ګل ددی وطن ته خـــــــپل بورا او خپل ملیار ښه دی                                              
نه به یی کـــــــــــــــړی جوړه په غربی وحشی نړئ                                              
ساز ته چی ګډیږی د پردیو، حماقت دی توقع دوی نه
هغه چی راوســــــــــــتی بهرنیو دا شاهان ډنګه ډولئ

نجیب الله پیرزاده                                                                                                        
۲۹ / ۱۱ / ۲۰۱۲

{/slide}

 

{slide=غزل }
ارمان می دادی چی بیا لوی افغانستان ووینمه
تور ، سور ،زرغون بیرغ رپانده په بولان ووینمه
دآمو نه تر اټکه وطن زما دی، پدی کی شک نسته
دیورند کرشه ماته کرو،وطن آزاد دپنجابیانوووینمه
چی سرحد موږ کی نه وی ټول ورونه سره یووی
لر او بر افغانان یه یو عهد ، په یو پیمان ووینمه
د غلیمانوخوله ورماتی کړو دیوالی د متی په قوت
شینوار، مومند او اپریدی واکدار د افغان ووینمه
ارمان می دا دی چی بیا لوی افغانستان ووینمه
دمیرویس،احمد،داود روح ارامه په قبرستان ووینمه

داکتر شکیبا بارکزی ۱۴/۱۱/۲۰۱۲فرانسه

{/slide}

 

{slide=اختره}
راځې چې دی هیواد ته مونږ ګلان درځینی غواړو
اختره د  ټپی زړونو در مان درځینی غواړو
ښایسته ښکلی ټاټوبی مو جګړو راته وران کړی
میراث دا دپلرونو مو ودان درځینی غواړو
چی ته به کله راغلی د خوښیو به باران وه
هغه د خوښی وخت هغه زمان درځینی غواړو
نفاق زمونږ په منځ کی را بل کړی سره اورونه
وحدت مو په نصیب کړی دا احسان درځینی غواړو
عجیبه وچ کالی ده وچ دی زمونږ غرونه روغونه
مونږ واړه جل وهلی یو باران درځینی غواړو
هارون به یی پخپل لاسو جانان ته ور ډالی کړی
یو څو سره سره ګلونه دا دامان در ځینی غواړو

محمد هارون ناصری

{/slide}{slide=جنون}

لکه جنون چې دجنون ګریوان ته لاس اچوی

داسې پښتون دبل پښتون ګریوان ته لاس اچوی

یوالی پریښی دنفاق په لومه بند دې یاران

دمرګ په تمه دژوندون ګریوان ته لاس اچوی

داعلامت دتباهی او بربادی ده ورونو

توری تیاری د سباوون ګریوان ته لاس اچوی

دپرمختګ خیال یی پیدا نشولوچیری سر کی

چی پرمخ ځی داسی دیون ګریوان ته لاس اچوی

دغه پښتون به ترقی په ځه شی وکړی وایې

چې نن پریږدې او دپرون ګریوان ته لاس اچوی

پرون یې چیرته دا پښتو په لوړه وویله

ځکه غلیم نن دهارون ګریوان ته لاس اچوی

 

یادونه په ګربت مجله کی هم خپور شوی ده

محمد هارون ناصری

کابل شکردره

{/slide}

زیاتې مقالې …