{slide=غزل }
جانانه که خطاوی خطا بس ده
مین سره دی نوره جفا بس ده
کاروان دتمد ن له مونږه تللی
ملګروتصمیم نیسی غوغا بس ده
افغانه نوردی مات دغزا ډول کړه
تر څنګ د همت ډول کړه غزا بس ده
پیغام دازدۍ مو محصورښکاري
په مات وزر کی قفس کی هو ا بس ده
زما دعشق استازی ارمان وایی
وبال یمه جانانه سزا بس ده
چی لمر یی دلاسه کوی میرویسه
همدومره دګلپاڼی ژړا بس ده{/slide}{slide=غزل }
ایله می اور د زړګي مړ شو
چی اشنا می راته پړ شو
دخیرو اثرمی ګوره
په رخسار یی اوربل جړ شو
چی دیدن ته می منشه شوه
څو مره ښه شو چی جکړ شو
چی طالع می شوی بیداری
رقیب هم په خاورو خړشو
دمیرویس مینه پخه شوه
چی یی تورباندی ککړ شو{/slide}
میرویس نجیبی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode