{slide=غزل}
ما کړی ووسوګنده
دامینه به کړم بنده
دایونظرکاته دزمامینی ته پلمه شوه
په ز‌ړه می سره لمبه شوه
داستادوربل ګل وو
پرمایی پرض لیدل وو
په ورین تندی کی خاندی لیلا څرنګه ښکاره شوه
په ز‌ړه می سره لمبه شوه
داڅونه غنم رنګه
دسترګوکوی جنګه
شاته چی درګوری بل په مله ماته لینده شوه
په ز‌ړه می سره لمبه شوه
دښکولیوله آزاره
زه یمه ډیربیزاره
خوشحاله وطن پریژده چی له قهره تکه شنه شوه
په ز‌ړه می سره لمبه شوه

{/slide}

 

{slide=  غزل}
شــــرنګ يې تر مســجده را رسيـــــــږي تل
دادسپين مـړوند بنګړی دې مات شه نور

اخ ، چې ته لنده ، خيشته ، پيشته شې نو
دا پر سر خاورين منګی دې مات شه نور

تا پرې يو ښــــاغلی زړه مــات کـړی دی
دغه شوخ ، مغرور زړګی دې مات شه نور

مـا ته يې ستــــــــــا لارې بندې کـــړي دي
اوف جانانه خپل پردی دې مات شه نور

ستا د عادل سترګې چې يې شوخې کړې
مات شه! دا ځلاندغمی دې مات شه نور
(عادل)

{/slide}

{slide= دتېرې شپې غزل}
خبره مې په ستوني کې سلګۍ شوه ما‌ذيګره
هغه هم رانه پټه په بلۍ شوه ماذيګره

زمادزړه خبره به يې به يې مسته کړه ټپه کړه
دهغه شپونکي ماته هم شپېلۍ شوه ماذيګره

په سترګوکې موډېراوبلاډېرڅه سره وويل
دخولې خبره ناڅاپه ګونګۍ شوه ماذيګره

هغه جينۍ له خياله چې کږه به وه روانه
په سرووينويې تکه سره خولګۍ شوه ماذيګره

دتېرې شپې نکريزې يې تازه په لاس پرتې وې
په بم باندې يې پورته سره ډولۍ شوه ماذيګره

اف ! کړس کړس خنداګانې يې په ويراوپه ژړاشوې
يوڅوک دې اوس له غمه ليونۍ شوه ماذيګره

دنن سلګۍ دې دومره دردمنه نه وه ياره
عادل ته چې ورياده پرونۍ شوه ماذيګره
۱۳۹۲ـ۱ـ۵
هلمند لښکرګاه

{/slide}

{slide= سيالي}

ياره له تاسره سيالي کوومه
له ټولې کرکې يې خالي کوومه

دلته هرڅوک ديارترڅنګه اوسي
خوزه بې ياره زندګي کوومه

داوړي سره غرمه اوستاسې چم کې
داستالپاره مزدوري کوومه

لونګ لونګ ښکلي مې زړه کې اوسي
دځينودځينودښمني کوومه

دکوچني ورورمخ ته خولګۍ ترې اخلم
همدغه لويه غلطي کوومه

څه وکم کله کله شوخ شي رانه
دزړه له درده شاعري کوومه

زمادژوندجلو عادل نيولی
دغه خبره له وختي کوومه .
هلمند ـ پوهنتون
۱۳۹۱ـ۱۲ـ۲۰

{/slide}

 

{slide=اى سپينې واورې}

له کلونو ورورسته ،دنننۍ واورې په مناسبت

اى واورې واورې اى سپينې واورې
نن به له مانه هم سپينې واورې
منم چې ته هم يوحقيقت يې
تږې نړۍ ته يو ضرورت يې
له تانه پرته ژوندون ډېر سخت دى
بې وخته نه يې همدادې وخت دى
ته هم ښکلايې هم تجلايې
تږي فطرت ته جدي اړتيا يې
ډېر دې غواړي لاس به  يې وي پورته
که ته رانشې دوى به ځي ګورته
دې تورو غروته سپينه جامه يې
ځنګل ورشوته جام پيمانه يې
ژوندي موجود ته آب و دانه يې
منم بې شمېره ستا رحمتونه
دژوند ماده يې تاکې فيضونه
خونن زما حال لږ شان بدل دى
رالاندې ځمکه اسمان بدل دى
نن اوبه وځي زماله ورخه
نن دې له فيضه يمه بې برخه
نوروته رحم ماته جنجال يې
بل ته ثواب يې ماته اوبال يې
زماجونګړې زما کېږدۍ ته
زمازانګوکې کوچنۍ لورکۍ ته
نوره وبايې نوره بلايې
نوره ستم يې نوره جفايې
ستا دڅپو و مقابلې ته
ستاديخنيومجادلې ته
نه کور کې تېل شته اونه خاشاک شته
نه مې بړستن شته اونه پوښاک شته
کوراوجونګړه زما ورانوې ته
لوى او کوچنى مې بربادوې ته
که ته يې اور هم هم مز قتلوې ما
که ته سېلاب يې هم  ډوبوې ما
شنې کروندې مې خرابوې ته
بوداوهستي مې لاهوکوې ته
زيان دې زما دى ګټه دنورو
تبادې زه کړم فايده د نورو
ترخه دې زما دي خواږه دنورو
فيض او رحمت دې هرڅه دنورو
چې پرتا موړ شم نه لرم جام زه
چې تاايسارکړم نه لرم دام زه
نه لرم لپه تنده مې ډېره
زه جل وهلى تاکړمه هيره
اى واورې واورې اى واورې سپنې
زخم مې وينې وينې مې وينې

{/slide}

 

{slide=ملالۍ په میوندکي}
داچه ړنګه بنګه٬مسته په خیال راروانه ده
دا دغروره ډکه٬سپیڅلي ښکلي افغانـــه ده


نه سرخي اونه سفیده وهي پرمخ اونه سینګار
دا داصله پیداشوي٬ښاپیرۍ اوګلرُخانـــــــه ده


دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکي  ملاتړلـــي
بیرغ په لاس داپه میوندکي( ملالۍ) قهرمانه ده


دبکتاش په مینه کي ئ پخپلووینوشعرونه دي لیکلي
دادکعب لورپه بلخ کي شهیده( رابعه) جانـــــــــه ده


په شعراوشاعري کي لوړمقام لري په وطن کي
داله هنره ډکه سیده (مخفي) له بدخشانــــــه ده


دوحشي صفته ځناوروخلکوله لاسه په کابل کي
خپل پت ئ دي ساتلي داشهیده( ناهید )جانه ده*


داچه ښځه  ښه ژونداوښادي ده دارښتیاده
ددي له برکته هره کورنۍ همیشه ودانه ده


داچه په یولاس زانګواوپه بل لاس جهان زنګوي
داخبره اوس دټول جهان خلکوته روښانـــــه ده


کوچۍ ځي کډه ئ تړلي ده باریږي روانیــــږي
داوښ مارئ په لاس٬خوله ئ ډکه له خندانه ده


توري کیږدۍ ګوره چه ولاړي دي په غرو اورغوکي
په کي ناسته غرڅنۍ ده٬چه راغلي له صحرانه ده


داچه واي جنت ئ دي همیشه دپښولانـــــــــــدي
دادیعقوب( منګل) زړه ته نږدي خپله مورجانه ده


یعقوب منګل
22.01.2013
آلمان

شپاړسم بلاک ٬شپږم منزل دریم مکروریان کابل*
سه شنبه د1371هجري لمریزکال دسلواغي دمیشتي 20 نیټه

{/slide}{slide=آشنادي}
زړه آشنادي،ځګرآشنادي
ستاپه طرف،زمانظرأشنادي


ته چه غلې غلې ګوری ماته
ددیواله دسیوری شاته
ماته ستادهغومړوسترګوهنرآشنادي


باغونه می ډیردی لیدلې
له یاده می ندي وتلي
ماته داناروباغ ستاپه ټټرآشنادي


چه پکښې کیږې دیدنونه
اوپوره کیږې آرمانونه
ماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشنادي


ته چه منګۍ واخلې شې روانه
دهمځولوپه سرکې خیرامانه
ماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشنادي


ستالیونۍ مینې لیونئ کړم
داوردپاسه ئ سپیلنۍ کړم
له نظره نشي ماته داستاښکلي بشرآشنادي


زه لکه ملنګ له کوره یم وتلي
کچکول په غاړه ستاکلې ته درغلي
دمینې خیراتخورته ستادکور ورآشنادي


تاچه په توروسترګودی کتلې
تل دبڼوغشې دزماپه زړه ویشتلې
یعقوب(منګل)ته ستادداسي جنګ پسمنظرآشنادي


یعقوب منګل
03۰01۰2013
آلمان

{/slide}

زیاتې مقالې …