{slide= غزل}
شــــرنګ يې تر مســجده را رسيـــــــږي تل
دادسپين مـړوند بنګړی دې مات شه نوراخ ، چې ته لنده ، خيشته ، پيشته شې نو
دا پر سر خاورين منګی دې مات شه نورتا پرې يو ښــــاغلی زړه مــات کـړی دی
دغه شوخ ، مغرور زړګی دې مات شه نورمـا ته يې ستــــــــــا لارې بندې کـــړي دي
اوف جانانه خپل پردی دې مات شه نورستا د عادل سترګې چې يې شوخې کړې
مات شه! دا ځلاندغمی دې مات شه نور
(عادل){/slide}
{slide= دتېرې شپې غزل}
خبره مې په ستوني کې سلګۍ شوه ماذيګره
هغه هم رانه پټه په بلۍ شوه ماذيګرهزمادزړه خبره به يې به يې مسته کړه ټپه کړه
دهغه شپونکي ماته هم شپېلۍ شوه ماذيګرهپه سترګوکې موډېراوبلاډېرڅه سره وويل
دخولې خبره ناڅاپه ګونګۍ شوه ماذيګرههغه جينۍ له خياله چې کږه به وه روانه
په سرووينويې تکه سره خولګۍ شوه ماذيګرهدتېرې شپې نکريزې يې تازه په لاس پرتې وې
په بم باندې يې پورته سره ډولۍ شوه ماذيګرهاف ! کړس کړس خنداګانې يې په ويراوپه ژړاشوې
يوڅوک دې اوس له غمه ليونۍ شوه ماذيګرهدنن سلګۍ دې دومره دردمنه نه وه ياره
عادل ته چې ورياده پرونۍ شوه ماذيګره
۱۳۹۲ـ۱ـ۵
هلمند لښکرګاه{/slide}
{slide= سيالي}
ياره له تاسره سيالي کوومه
له ټولې کرکې يې خالي کوومهدلته هرڅوک ديارترڅنګه اوسي
خوزه بې ياره زندګي کوومهداوړي سره غرمه اوستاسې چم کې
داستالپاره مزدوري کوومهلونګ لونګ ښکلي مې زړه کې اوسي
دځينودځينودښمني کوومهدکوچني ورورمخ ته خولګۍ ترې اخلم
همدغه لويه غلطي کوومهڅه وکم کله کله شوخ شي رانه
دزړه له درده شاعري کوومهزمادژوندجلو عادل نيولی
دغه خبره له وختي کوومه .
هلمند ـ پوهنتون
۱۳۹۱ـ۱۲ـ۲۰{/slide}
بصیرالحق عادل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode