{slide=ګل پاڼی}
خال درنجو,شونډې دې سرې ګرځوې
په اورستي دعاشقان,سترګی دمړی ګرځوی
ګل پاڼی ته په دی پوهيږی چه رنځور شومه زه
ونه دې لوړه,لکه سروه,ګل په غروګرځوی
مڼه دمخ,غاړه دلوړه دعدن صراحي
توری کوڅی دښاماران مادخوړوګرځوی
زنه شراب دی دخيام دکتابونو ځينی
دغه شراب ماته حيات,ولی په غروګرځوی
راشه دلبري چه مزه دعشقه ګډه واخلو
ته می پادشاه,زه دغلام,دعشقه اور جوړوی
فاروق جنبش

 

{/slide}{slide=ګل پا ڼی}
فرخنده شوله شهيده مونږ نه پورته شول اهونه
زه به ستاپه نوم شهیدشم بيابه وکړی ارمانونه
ای ګل پاڼی زه تياريم شهادت ته،سترګی غم دی
ک می غم لته ونخوری,بياپه بل ځای ديد نونه
داستاعشق ماته مرګی,زه دغم په اورکی سوزم
پريږده عشق,مالمبه کړی,تانه ځار شه ځما وينه
ته غنچه دپسرلی ئی,په داسره بهار دعشق کی
پروانه ستادليدويم ,په زړګی می رود غمو نه
يابه ستاپه عشق کی,زه له دی دنيانه روانيږ م
يابه راشی ځماخواله.چه دښکل کړمه لاسونه
مينه اوردی ورنه لری لری ګرځی ای زلميودوطن
داچی زه ګل پاڼی مړکړم ,دعشق لری کړی مغزونه

 

{/slide}

 

 

 

{slide=(د بدو نتیجه!!)}

پاس نه لیري یوه دښته د پخوا وه
په هغه کي یوه کلي ته کلا وه
پکښي جوړ وه د پيريانو مجلسونه
ساز نغمې د خوشحالۍ وې هم ودونه
یوه ورځ پکښي حالت د خوشحالۍ سو
په هر کور کي یې محفل د میهمانۍ سو
دا خوښۍ وه په دربار کي د شاهانو
تخت د زوی یې په نامه کړ د يارانو
په مجلس کي لوی و کشر په ګفتن وه
بعضي راغله بعضي تللو په رفتن وه
له درباره د وزیر په خوله کي اور شو
سور په رنګ لکه تنور ښکارنده زور شو
زړه یې نه غوښتلو دا رنګه غزلي
پر میدان د ګډا وچي سرې سندري
په مطلب کي خپل هدف ته زړه قایل وو
زهر نورو ته له ورایه عزرایل وو
د پاچا پدې نظــــــر کي د ښار ټوله
وزیر وغوښت شر نظر د دیار ټوله
ویل جوړ کړی ستري لاري خنډوني
پاته نه شي هر څه مه کړی ځنډوني
اوس په لاس کي باید زما شي دا کلاوي
دغه ځمکي دغه شنډي دا بیدیاوي
پر مجلس د لیونیانو یو اوضاع شوه
ږغ د هري خوا له رویه په ګويا شوه
پس له وخته پر کنار د کټارې یو
ږغ په زوره کړ په وار د اشار‌ې یو
ویل غوږ کړی ماته څرنګه زه وایم
وار زما دی پر نوبت دارنګه وایم
اول ولاړ سی زهر راوړی په ګيلاس کي
وروسته واچوي اوبه مالګه ګيلاس کي
زما د کلي به یې یوسي وه دربار ته
که پوښتنه سوله ږغ به کړي سالار ته
پیش قدم به کړي په وار د اول واري
مړ خفه کړی پاچا، وه نه شي تلواري
ژر په لاس به توره پورته د میراث کړی
خون د بل په لاس د خپلو مو احساس کړی
بیا به ږغ د پاچاهۍ او کودتا کړی
ددې تخت و شان و قصر خپله شاه کړی


بعد وغواړی دربار ته شرابیان خپل
خان ملک د کلي ټوله قاتلان خپل
جوړ محفل کړی د غزلو او سازونو
د شرابو او کبابو شبابونو
وروسته مه ګرځي په عیش کي بې حسابه
هر څه ټوله به مو وګرځي غرقابه
ولاړ سی شهر کي ایله کړی جاسوسان خپل
مفکوره د نورو واړوی آسان خپل
اوس چي ګرده پاچاهي په نامه ستا سول
بیا د بل په کور کي خیر وشر زما سول
ټول خبري چي یې ختمي سولې چُپ سوه
که وزیر وو که سالار هڅي نور خُف سوه
په مجمع کي د پیرانو کربلا شوه
د لویانو او کوچنیانو ګرد غزا شوه
له ډیر وخته یوه زوړ د لیري پورته
ناره وکړله په زوره وه هر لور ته
چي قبول به کړو شرطونه له کتابه
خلاص به ټوله کړو له دارنګه عذابه
خوشحالۍ سولې چکچکي ناصبوره
پر مجلس یې کړه غوغا له سره چوره
هر چي موخه یې ټاکلې په تدبیر وه
لکه واړه برابر چـــــــــي په ځنځیر وه
لاکن ګوره د ویـــــرانو دماغونه ته
د وشتونکو لوی مکانو دماغونه ته
لدې پلانه ښکاره دوی ته وه فایده ټول
که چوکۍ وه او که تخت و ډنډوره ټول
چـــــــا لیدلي چا وهـــــــلي ربــــابونه
چا په جامو کي څښلي شرابونه
یو دبل په کور کي ښځي چورولې
بل د نورو کره ویني تویـــــــــــولې
دغه کار دغه کردار یې تر یو وخت وو
دغه شور دغه خمار یې هلاکت وو
پس له وخته یوه شپه د عذاب راغله
پاس د تورو ښامارانو سیلاب راغله
کار تمام په دام نما سوه عذابونه
پرې راووتل توروشمه سـیـــــــلابونه
کُل مشغول په باب د مستو سرو ګډا وه
د شـــــــــــرابو پیمانو سره واه واه وه
نیم بیده په خوب د عیش وطرب جار وه
نیم هوس دبل په وینه کي ګذار وه
اوس چي پورته په عذاب د بل جدا شوه
بیایې وکړلـــــــې نارې په واويلا شوه
په یوه دم لیونیانو کي سور اور شو
لکه مړی ښکاره اور کي چي ټکور سو
ښه خبر وه په عذاب کي راحت نه وي
په رضـــا دخپل ګناه کـــــي صحت نه وي
ټوله غرق د خپل حساب په درجه سول
څه که لوی او که کمکۍ وه بې فایده سول
دا حساب واړه دنیا ته کتابچه سول
که د بدو که د ښو وه ذخیره سول
----------------------------

نیټه: ۲۷/۰۳/۲۰۱۴
وخت: ماښام

{/slide}

 

{slide=اوس هم یوڅه بدبخته سته}
یوڅوسړي سته ګران هیوادته غمازان راولي
یوڅوبدبخته دي چي موږته ښاماران راولي
نه زموږغیرت نه زموږتاریخ ته ګوري
هروخت لګیاه وي شرموښان راولي
څوله دې لاري خپل هدف کي حاصیل
ځکه مصروف دي چي لېوان راولي
خیردی یوخت به مي اولس ویښیږي
خیردی که دوي نن لوټماران راولي
یووخت به راسي دپردولپاره ځان دي ګوري
یووخت به راسي چي اولس مي پرې طوفان راولي
اوس که دوی هرڅومره چټک اوپه تلواراخته دي
اولس به پاڅي ای(څرګنده)بل زمان راولي

{/slide}{slide=خاین مامورته‏}

ورځ دحساب سته ده دمېزان خبره
ستاڅه حساب غواړي دحق میدان خبره
ته خوخاین وې دمظلومو پرحق
اوس جواب غواړي دوجدان خبره
ترڅوعذاب دخپل عمل ووینې
څودرڅه وسي دایمان خبره
ته دقدرت پرچوکۍ ناست وې بېچاره دي هېروه
اوس دمظلوموده غوښتنه دګرېوان خبره
ترڅوخپل حق ستادژوندوني اخرت کي واخلي
ترڅوجنت یي سي نصیب ده دارمان خبره
اوس دي لاوخت دي پرمظلومو باندي رحم وکه
کنه ژوندون ته دي ولاړه دطوفان خبره
یوڅه هنر یوڅه ادب یوڅه اخلاص وکه ته
ترڅو(څرګنده))دي هروخت وي هرزمان خبره

{/slide}{slide=ګرانه وطنه‏}

ستاوغیږته به افغانه سره ګلان راځي راځي
دخښيوټغرخپور سو بلبلان راځی راځي
ستاښکلاچي یې په سینو کی ستاپرنوم چی هوسیږی
ستاددې هدف ملګري ستادوستان راځی راځي
ته خوشبخته ای هیواده ستاپه برخه دی ښاغلي
دمیرویس ترسیوري لاندی احمد خان راځی راځی
ستاتاریخ به کارنامې وي دراتلوونکومېړنیو
ستابه دااولس شاهد وي ستا ارمان راځی راځي
ستاپه دې ښکلي محل کښی به نغمې دخپلواکۍ وي
زما یې اوس زیري درباندی یو اباد افغانستان راځی راځی

{/slide}

 

 

{slide= غزل}

توپان راغلی شنه نیالګی يې مات کړل
پیغلوګودرپریښودمنګی یې مات کړل
****
داڅنګه بی خونده وقت راغلی نن
ښځی راپاڅیدی سړی یې مات کړل
****
دسرسړی په وطن پاتی نه شول
مړژواندی پاڅیدل ژوندی يې مات کړل
****
چاموغیرت له زلمووتښتاوه
نامردان جګ شومیړنی یې مات کړل
*****
پروینوسل واری دښمن مات کری
ننني راغله پروني يې مات کړل
****
عجب ستایلونه دی وطن ته راغله
دخپلې ږیړی بزغلی یې مکات کړل
****
وفا دښکلوبه ډېرقدروتل
بدرنګ راغلی ګلالی یې مات کړل
زړه مې ناصبوردی یاره څه وکړم
سم تری جوړتنوردی یاره څّه وکړم
****
وسومه لمبه شومه له فراقه دی
زخم مې ناسوردی یاره څه وکړم
****
بهتر وهم له غروسره ستامینه کې
خوی مې دمنصوردی یاره څه وکړم
****
زه چې مخ ته درشم په نازتیره شې
څومره دی غروردی یاړه څه وکړم
****
زه به داخپل ژوندله تاقربان کړم خو
وخت زماتربوردی یاره څه وکړم

****
اوښکوته زماولی حیرانه شوی
دادعشق دستوردی یاره څه وکړم
*****
خیال داننګومې اشنا دردوړی
زړه زما مجبور دی یاره څه وکړم
****
زه (وفا)به دی خیرتردرګارشم
ستاطبیعت مغروردی یاره څه وکړم
*******

{/slide}

زیاتې مقالې …