زرمینه عظیمی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide= بې څراغه ښار}
هو هغه شپه مې داسمان هغه ښکلی څیره ښه په یاد ده
هو څومره ښاسیته بریښیده
داسې لکه یوه ښایسته په پښتنی هڅوب ښکلی شوی ناوي
بلکل همداسې یوه شپه وه
چې ددې ښکلې اسمان په کتوکتو
دخوب ډرنې ډرنې پلوشې مې سترګو ته راغلې
اوزه له ځانه سره یوه عجیبه نړۍ ته یوړمه
داسې یوښارته چې ....
په مادي ښایستونه کې بې همتا ښار
او په طبیعی ښایستونه کې بې سارۍ
همداسې په څراغونه رنګینه او بې مثاله
داسې يو ښارته
چې ړنا او ړنا وه
خو دهغوی ړنا بل شانته ښکاریده
هو ماته دهغوی دړناګانودګ ښار
دتیاړی نه دګه ښکاریده
او ولي به نه واي ؟
پوهیږی
سربیره په دومره ښکلا او ړنا
ددې ښار خلک یو بل سره نه پیژندل
دلته کینه ،دښمنی ،وروروژل
هو دا هر څه دېر و
خوزه ورته حیرانه پدې ومه
چې ددې ښار خلک
نه خو یوبل ته اړتیا درلود او نه هم کومه ستونزه
نه پوهیدم چې دا به دڅه لپاره وي؟
او ښاري هم ښایسته دي دلته خو یرغلګر هم نه و
بیا به څه علت وی؟
همداپوښتنی سره روان ومه
چې دلیری نه یوکس تر نظر شو
دېردپوخ عمر خاوند او پوه ښکاریده
سلام نه پس
ورته وویل
ولی ددې ښار په ښایستونو
ښایست
او ړناګانوګې
رنا
نشته؟
په یوه تریخ مسکاسره یې
جواب راکړل
آه لوړی
داهرڅه اشته
خو؟
خو څه ؟
خو دي ښار خلک کې بینا کس نسته
هو دلته ټول رانده شوي
اوهغه هم یوازی
اویوازی
ددې دروازی په تړلو سره
هو یوازی ددې دروازی په تړلو
مخ مې ورلو
چې داکومه دروازه ده
هو
ومې لیدل
او څنګه ښه علت
درانده کیدل لپاره
هغه هم داسې رانده
چې سترګی لری
خودید نلری
بیا
یې راته وویل
هوزموږدښارخلک
ددې په خارو ختولرلو
تمیرپه تړلو سره
بس همدا
یعنی
دښوونځی په تړلو
او جاهلیت ته په مخه اړلوسره
رانده شول
هورانده شول
او زموږدښارړنایې دلته بندی کړل
پدې
خوبونو کې دلمرپه زرین ورانګو سره
راویښه شوم
اوخپل خوب ته فکر یورمه
ځکه زما دښار اوکلی
ړنا هم په تیارو کې دوبه ده
هو دلته هم
ړنا نشته
اودلته هم
زما دښارښایست
په تیارو کې دوب ده
دلته هم ښوونځي زموږ په مخ ټړلی
هو
ړنا نشته
او زما
ښارهم
په څراغونوکې بې څراغه ښار
دي

{/slide}{slide= سوال جواب}
ته فرشته که ماجبینه یې
هراداکې مینه مینه یې
نه فرشته نه ماجبینه یم
پښتنه پیغله پرتمینه یم
آه چې هراداکې ویشتل کوي
داسې هرې خواته چې کتل کوي
بیاهم شوخه اوسنګینه یې
هراداکې مینه مینه یې
پام زه پوه پدې چل ول نه یم
کله هم تېرستاپه محل نه یم
ځکه خوحیاداره باتمکینه یم
پښتنه پیغله پرتمینه یم
ګرانې داخوچل ول ندي
مینه څه چال وچل ندي
ماباندې غرورکوي بی دینه یې
هراداکې مینه مینه یې
ځه ځوانه خپل کارپسي
مګرځه داسی ګفتارپسی
زه خوله ازله سنګینه یم
پښتنه پیغله پرتمینه یم
بیابه نکوم داسی رفتارګلی
زه دې پوشوم په کردارګلی
ځکه خو زمادزړه نیازبینه یې
ته پښتنه پیغله پرتمینه

{/slide}{slide= مورته}
ته مې څراغ ته مې ړنادژوندون
ته مې یې شمعه ته ښکلا دژوندون
اه! بی له تاڅومره نیمګری یمه
ته مې خنداته مې بقادژوندون
څنګه به هیري کړمه ستاسختی شیبي
ته مې آرام ته مې هوسادژوندون
که ځان درنه قربان کړم دابه څه وي؟
داهرڅه کم دی ته یې طلادژوندون
ستاخبره مرغلره قیمتی ده
چې هرسهارده دادعادژوندون
ستاستاینه ډېره زیاته زه عاجزه
ته ملکه یې ته احیادژوندون
******
دمورستړی ورځی رسیدو خپل دهیوادمهربانه اوسرلوړی هڅاندې میندوته اوپه تیره خپلې ګرانې اودقدروړمورجانی ته دزړه له کومې مبارګې وایمه
اوهیله لرم خپل دستونزی اوربړونه چې زما لپاره ایستلی او زه دداحق اداکولو باندې عاجزیمه زما دامنعوی دالۍ ومنی
ځکه وايې چې
دپادشاهان دالۍ سره زردی
دقلم خاوندان ده دزره ویني
اوهوتاسوددې ورځی لپاره څه کوي؟
زرمینه عظیمی دڅلورم کال زده کړه یاله

 

دقلم اوښکې


پرون تنها ومه مورمې رایاده شوه
ځان سره مې خپل دمورهره ګرۍ چې زموږدپالنی لپاره ګاللی اواوسی هم باسی تصور کوله عوښتل مې دهغې هره شیبه چې زموږلپآره زیارایستلي انځور کرمه
او بیان کرمه چې مور څه ده
څنګه دنیا ده
دمورغیږکې
تولی خوشحالۍ تول دردونه دهغی په غیږکې رانغرل کیږی
بس دنیا امن ځاي که څوک لتوي دهغی غیږه ده
دهغی خبری هرشیبه یودرس ده
زه نه پوهیږم
دستررب نه په کوم
لفظ کومه تکی کوم کلمه مننه وکرم
چې داسې یوعظیم دالۍ په ژوندکې راکرۍ
ماله ځان سره سوچ کول اودمورستاینی لپاره لفظ لتول
کله به مې يوڅه لیکل کله به مې بل
خوهرڅه چې مې لیکل دمورشانې څرګندوالۍ نشو
بس.
حیرانه ومه چې څنګه به ی تعریف کرم
ماخودنرۍ په ژبوکې داسې لفظ پیدانه کرل چې دهغی ستاینه په پوردول وکري
همداسی مې سوچ کوله چې
لاسونه مې دقلم په رنګ لانده شول
اولارل
لاری په لاری تول
توی شول
اوتری يوه کلمه جوره شوه
قلم ولیکل زه دومره عاجزیم
پرمادمورتعریف نه خلاصیږی
زه تعریف لیکلی نشم
هونسم کولای
******
زه دی دقدم خاورې که ایرې شم مورې
زه درنه ځارځارکه لوګې لوګې شم مورې
ستادومره احسان دی پرمااداکولای نشم
بس دومره وایم قربان دهرنیکې شم مورې

{/slide}