نظرمحمد مطمئن
هره ورځ، هره اونۍ، هره میاشت او هر کال بوږنونکي، دردونکي او خواشینونکي د افغانانو د مرګ او ژوبلې خبرونه اورو، ژوند مو په جګړو کې دی، په جګړو کې مو ماشومتوب، ځواني او د ځینو سپین ژر توب تیر شو.
ژوند ستړی دی، کورنۍ ستړي دي، ماشومان د ګل په څیر مړاوي دي.
تیره اونۍ، د سمیع الله جان د دولسم ټولګي د څلورنیم مياشتو د ازموینو وروستۍ ورځ وه، دوی دوه وروڼه وو، تر ده یې مشر حیات الله جان هم په دولسم ټولګي کې و.
د شپې مهال د دوی د کلي (عبدالرحیم کلي) سره نږدې د افغان ځواکونو پر پوسته د طالبانو لخوا برید شوې وو، شپه جګړه شوې وه، او په لاره کې طالبانو ماینونه ښخ کړي وو تر څو د افغان ځواکونو له پوستي څخه وتل او پر سړک ګرځیدو مخه یې نیولي وي.
د روسانو سره د جهاد پر مهال د مجاهدینو وخت ښه وو، که به کوم ځای کې مجاهدینو روسانو او یا د هغه وخت روس پلوه عسکرو ته ماینونه ښخ کړي وو،هلته به یې د ښخ شوې ماین سېمه څارله، که به کوم کلیوال او یا ملکي
کس ، باسیکل، موټرسایکل او یا موټر ورنږدې شو، هغه څارونکي مجاهد به هغوی ته د خطر خبر ورکاوو، او له ماین څخه به یې دهغوی لاره بل لورته ښودله.
اوس د ماین په ښخولو کې له بې احتیاطي څخه کار اخیستل کیږي، او د ښخ شوې ماین ساحه هم د ښخوونکو لخوا نه څارل کیږي، چې د بي پروایې له امله ډیر وخت ملکي افغانان د ماین قرباني کیږي.
بهرني ځواکونه، افغان حکومت او د ماین کښلو ازادې ادارې هم د د ومره ډیرو ماینو د خنثی کولو / له منځه وړلو کې پاتې راغلي، او یا خو د ښخ شوو ماینو سېمو ته د خطر له امله ورتګ نه شي کولای.
د سمیع الله جان او حیات الله جان د دولسم ټولګي د څلورنیم میاشتو ازموینه نوره خلاصه وه، د پنج شنبې سهار (۲۰ جولای ۲۰۱۷) یې د سپورت ازموینه وه، چې ډیر وخت استادان پرته له ازموینې او حاضر کیدو هم په کلیو او نا امنه سېمو کې زده کوونکو ته نمرې ورکوي، د سمیع الله جان د اول نمره کیدو سیالۍ وه، له دي امله یې ټینګار کاوو چې باید د اندړو ولسوالۍ د سلطان شهاب الدین غوري لیسې کې وروستۍ ازموینې ته حاضر شي، ځکه هغه د لیسې عمومي اول نمره او ممتاز زده کوونکی و.
سمیع الله جان او ورور یې حیات الله جان په باسیکل سهار مهال له کوره راووتل، د ولسوالۍ په لور د کلي پر عمومي سړک روان و، دوی دواړو خبرې کولي، څنګ پر څنګ روان وو، په ازموینې کې د ښو نمبرو، او له دولسم ټولګې فارغ کیدو، د کانکور لپاره د چمتووالي په اړه یې خپلو منځو کې په مینه او محبت خبرې کولي.
۲۱ کلن حیات الله جان مخکې له دي چې په ښخ شوې ماین یې باسیکل وخیږي، د ماین نښه یې په عمومي سړک تر سترګو شوه، خو چې تر څو یې په خپل ۱۸ کلن ورور سمیع الله جان ږغ کاوو، د هغه باسیکل پر ماین ور وخوت.
انا لله وانا الیه راجعون
په ازموینه کې د اول نمره ګۍ هیلې یې همدلته مړې شوې، د سپورټ امتحان یې پاتې شو، په قبر کې یې دا ځل د ملایکو په وړانديامتحان ورکاوو، هغه خپله روح الله ج ته تسلیم کړه، کیدای شې سمیع الله ج به الله ج ته شکایت کړی وي چې ولي مسلمانان د ماین خښولو کې دومره بې پروایې کوي.
حیات الله ج بې هوښه و، هغه چې په روغتون کې په هوښ راغی، د خپل ګران کشر ورور پوښتنه یې کوله، د خپل ځان د زخمونو درد یې هیر وو، ویل یې زما ګران ورور، زما کشر ورور، زما مینه ناک وروره سمیع الله جان ته مې ورولئ، هغه څه شو؟ په هغه څه وشول؟ هغه چا شهید کړ؟ ولي او په کومه ګناه یې شهید کړ؟
د حیات الله تره چې د هغه د سترګو عملیات یې کړی وو، له سترګو یې څاڅکي څاڅکي اوښکې روانې وي، هیڅ یې ونه ویل، یواځي په زړه کې به یې ویل چې جګړې به زموږ ډیری ځوانان ځوانیمرګ کړي.
حیات الله د سترګو له عملیات وروسته هم څه نه لیدل، خو د خپلو سترګو غم یې کم، ولي د شهید ورور غم یې لا هم ځوروي.
اوس یې سترګو دید بیره لږ پیداکړی، خو په کومه لیوالتیا به د دولسم ټولګي کلنۍ ازموینه ورکړي، او په کومه لیوالتیا به د کانکور لپاره چمتووالی ونیسي.
هغه به هره شپه خپل ۱۸ کلن شهید ورور په خوب ویني، دوی به په لاره ښوونځي ته روان وي، خو بیا بیا به ورباندي ماین انفجار کوي، بیا او بیا به حیات الله ج د خپل کشر ورور شهادت ځوروي.
د سمیع الله جان مورکۍ یې د هغه د ټوټه ټوټه شوې باسیکل زیارت هر سها رکوي، د هغه د کتابونه بستۍ راواخلي، کله یې کتابچې او کله کتابونه ګوري، ورته ژاړي، د سمیع الله جان خویندي یې چوپه خوله د مور ګرد چاپیره ولاړې وي.
د سمیع الله جان په قبر ولاړې جنډې د دوی د کلي د ښوونځي هر زده کوونکي ته په چوپه خوله وایې چې په سړک د تګ پر مهال مو پام وي چې باسیکل مو په ماین ور برابر نه شي، او ازموینه درڅخه پاتې نه شي.
یا الله ! هیواد ته مو سوله راولي، یا الله زموږ له هیواده جګړې وباسي، یا الله زموږ مظلوم ولس نور د معامله کوونکو سیاستوالو له ګرو څخه خلاص او په هیواد کې افغان شموله نظام راولي. آمین