محمدروښان ښاد
پښتو متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خېژي، نو تر هغو پورې چې خلک او ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري ونه کړي، نو هغسې امن او ثبات چې زموږ ټولو هیله ده نه راځي، نو په دې خاطر دې ولسونه خپله همکاري نه درېغوي

محمدروښان ښاد
پښتو متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خېژي، نو تر هغو پورې چې خلک او ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري ونه کړي، نو هغسې امن او ثبات چې زموږ ټولو هیله ده نه راځي، نو په دې خاطر دې ولسونه خپله همکاري نه درېغوي

مطیع الله سحر
سږکال ولسمشریزې ټاکنې له هیلو او اندېښنو سره ملې وې، ځکه چې له یوې خوا د جمهوریت د بقا او د ولس د ارادې د تمثیل او د هیواد د برخلیک او زغیم ټاکلو لپاره ټاکنې یوازینۍ ګټوره او سوله ییزه لاره وه، مګر د دې لارې پر وړاندې هم وسله والو طالبانو، هم بهرنیانو، هم مغرضو ګاونډیانو او هم پردیپالو افغان سیاسیونو هره شیبه داسې خنډونه ایجادول

 
غلام جیلاني ځواب
مونږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې تل ډول ډول وحشتونه په کې ترسره کېږي، په رڼا ورځ یو بل وژني، د سړک په مینځ کې دښمن زمونږ د هیواد والو لپاره چاودېدونکي توکي خښوي خو د دې ټولو  ورانکاریو په تر سره کولو سره بیا هم مونږه چوپه خوله یو او مخه یې نه نیسو، له همدې امله ورځ تر بلې مو هیواد د بربادۍ پر لور روان وي او مونږه هم ښه او ارامه ژوند نه لرو

محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني وایي، تر هرڅه وړاندې موږ د ملي حکومت په استازيتوب طالبانو ته د یوې داسې سولې وړاندیز کړی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون وي او د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی تضمین کړي

غلام جیلاني ځواب
اوسنۍ جګړه ځینو هیوادونو د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې روانه کړې، ځکه ځینې هیوادونه لکه امریکا او روسیه چې له یو بل سره یې سیاسې اړیکې ډېرې خرابې دی په همدې موخه امریکا په افغانستان کې د افغان حکومت همکاريکوي خو روسیه په افغانستان کې په پټه او ښکاره د دولت د مخالفینو حمایت کوي او هغوی ته جنګي وسلې ، مهمات او مشاورین ورکوي

غلام جیلاني ځواب
پښتو متل دی وایي چې لوګری کله لو نه کوي، نو لور په لوټه تېره کوي، نو وسله وال طالبان هم همداسې دي چې سولې ته یې زړه نه دی او یا د سولې اختیار نه لري، نو له همدې امله د سولې د اصلي ادرس پرځای چې افغانان او افغان دولت دی د بهرنیانو دروازې ډبوي

اېمل پیاوړی
په دې وروستیو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو مینه او لېوالتیا زیاته شوې ده، ځکه په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مبارزې او اتلولۍ ستایي او د سرترېرو بېلابېل انځورونه خپروي، مګر له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مینه باید یوازې تر ستاینو او انځورونو پورې محدوده نه وي، بلکې په عمل کې باید دا مینه باید په عمل کې وښیو

محمدبشیر یوسفزوی
لکه څنګه چې زمانه بدلون کوي، موسم بدلېږي، خلک بدلېږي، ژوند په یو حال نه پاتې کېږي او لنډه دا چې نږدې ټول کاینات د تغیر په حال کې دي، نو همداسې مفاهیم هم بدلېږي. د خپلواکۍ تعریف او مفهوم هم له هغه مفهوم څخه چې سل کاله وړاندې تعبیرېده بدل شوی دی

غلام جیلاني ځواب
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې تیم چې هم یې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له تورونو او تهمتونو څخه نه اړاوه او هم یې کومه خاص برنامه نه لرله، نو په وروستیو کې د خپل نوم (ثبات) برعکس بې ثباته شوي. دلیل یې دادی چې څومره د ټاکنو د پایلو اعلان ته نږدې کېږو، نو همدومره دا ټیم وارخطا او بې ثباته کېږي، ځکه چې دوی په خپلې ماتې یقیني کېږي

زیاتې مقالې …