په پېښور کې د پښتنو د «قهر ورځ» تېره شوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په پېښور کې د پښتنو د «قهر ورځ» تېره شوه
د پاکستان امنيتي ارګانونه پښتانه د ملي ازادي غوښتنکي تحريک جوړولو ته ټېله کوي.
منبع: د مسکو چاپ نېزاويسيمايا ګزېته د03.07.2019 نېټې ګڼه
اندرې سېرېنکه د نېزاويسيمايا ګزيتې ځانګری خبريال
ژباړه: شېرحسن حسن
د پاکستان پښتنو د جولای په 2 نېټه په پېښور کې پراخ احتجاجيه لاريون وکړ. د لاريون جوړونکو او برخه والو د پاکستان په حکومت او پوځي واکمنانو سختې نيوکې وکړې او هغوې يې د پښتنو په نسل وژنه تورن کړل. د احتجاجيه لاريونو او غونډو له لارې د پښتنو د مختلفو ګروپونو سياسي تحرک پياوړتيا مومي او د هغوی افکار د ملي ازادي بښونکي نهضت شکل پيدا کوي.

«د پښتنو نسل وژنه بس کړئ!» تر دغه شعار لاندې د پېښور په مرکز د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسامبلې مخ ته د جولای په دوهمه د پښتنو د ملي عوامي پارټۍ په کوربه توب احتجاجيه غونډه جوړه شوه. سره له دې چې د غونډې لپاره مناسبه ورځ او وخت نه و ټاکل شوی(رسمي کاري ورځ ، د ورځې 11 بجې او تر 44 سانتي ګراد درجو پورته ګرمي وه) خو بيا هم د «ن. ګ» د معلوماتو له مخې په غونډه کې له 15 تر 20 زرو تنو ګدون کړی و. د غونډې ډیری برخه وال د عوامي نشنل پارټۍ غړي او پلويان ول، خو د «پښتون ژغورنې غورنګ»« PTM» کڼ شمير فعالين هم د غونډې ملاتړ ته راغلي ول.
د جون په 29 نېټه په پېښور کې د نامعلومو ترورستانو له خوا د عوامي نشنل پارټۍ د ښاري سازمان د 39 کلن ځوان مشر سترتاج خان وژنه ددغې احتجاجيه غونډې د جوړېد دليل و. لکه څنګه چې «ن. ګ» مخکې هم خبر خپور کړی و، ددغه ځوان او باانرژي سياسي ليډر وژلو د پاکستان د پښتنو پراخ منفي عکس العمل راوپاراوه، هغوی ددغه قتل پړه د پاکستان په پوځيانو او استخباراتو واچوله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مشرې «ثنا اعجاز» زموږ خبريال ته د د جولای د دوهمې نېټې پر لاريون په تبصره کې وويل:« سرتاج خان د خپلو سياسي نظرياتو او مبارزې له کبله د پاکستان د ادارې ښکار شو. د همدغه مبارزې کله کبله دلته په پاکستان کې په رزګونه پښتانه قتل کيږي، د ترورستانو او ځان وژونکو د بريدونو ښکار ګرځي او په بمونو له منځه ځي. په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال په سپينه ورځ په ډيره بې رحمۍلمونځ کوونکي وژني، کوچنيان په ښوونځيو کې وژل کيږي، عام وګړي په بازارونو، خپلو کورونو او حتی د جنازو په مراسمو کې وژل کيږي».
د «ن.ګ» سرچينې خبر ورکوي چې د جولای په دوهمه د پېښور په اعتراضيه غونډه کې برخه والو د پاکستان له واکمنې ادارې وغوښتل چې د پښتنو نسل وژنه او د هغوی د مشرانو سياسي قتلونه بس کړي او د سرتاج خان قاتلين دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د عوامي نشل پارټۍ د خيبر پښتونخوا د ايالتي سازمان عمومي منشي سردار حُسين بابک د غونډې برخه والو ته په خپلو خبرو کې وويل: «نړيواله ټولنه بايد پوه شي چې د پاکستان دولت زموږ سره څه چلند کوي. نن سبا ترورستي سازمانونه په ازاد ډول د خپلو خلکو لپاره پېسې ټولوي، د خپل جهاد لپاره زموږ کوچنيان استخداموي. په پاکستان کې د ترورستانو لاسونه ازاد دي او هغوی دلته ځانونه اسوده احساسوي. زموږ په هيواد کې ترورستان سره يو شوي دي، هغوی خپل اتحاد لري او دا زموږ د سيمې او ولس لپاره د درانه خطر ايشاره ده».
د سردار حُسین بابک په قول: «د پاکستان دولت د پښتونوژني اجازه نامه صادره کړې ده. زموږ د سر او مال د امنيت هيڅ ډول تضمين نشته. نړيواله ټولنه بايد پوه شي چې د لته د پښتنو Genocide)) نسلوژنه روانه دی، پريږدئ چې نړيوال د هغه دولت ناولي مخ وګوري چې دغه ډول سياست مخته وړي. استخبارات يوازې زموږ ګوندي ملګري او مشران وژني او په جهاديانو، ترورستانو غرض نه کوي چې ټول مصيبتونه او تاوان د هغوی له ادرسه دي. سردار حُسين بابک د پاکستان له واکمنانو وغوښتل چې د سرتاج خان د قتل رښتينې څېړنه دې تر سره کړي، جنايتکاران قاتلين دې پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري. هغه وويل:«موږ تر هغو خپل احتجاج او مقاومت ته ادامه ورکوو تر څو زموږ دغه غوښتنې نه وي منل شوې».
د عموامي نشنل پارټۍ عمومي منشي ميا افتخارحُسين د جولای د دوهمې احتجاجيه غونډې ته وويل :« دولت او حاکمې کړۍ- زموږ قاتلين دي، هر ځل د ټاکنو په درشل کې هغوی زموږ مشران وژني». د هغه په قول:«د پاکستان اداره طالبانو ته په تلويزيون کې وخت ورکوي، هغوی چې زموږ پښتانه کوچنيان او اولادونه وژني». هغه د پاکستان له ادارې وغوښتل چې د سرتاج خان قاتلين پيدا او قانون ته يې وسپاري، ويې ويل:« موږ تر هغو پورې مظاهرو او مقاومت ته ادامه ورکوو تر څو جنايت کاران پيدا او دقانون منګولو ته نه وي سپارل شوي».
د عوامي نشنل پارټۍ د خيبر پښتونخوا څانکې رئيس ايمل ولي خان د پېښور غونډې ته په وينا کې وويل: «له پېښوره تر کابله پښتانه قتليږي، هو- موږ به وژني خو موږ به تر هغو خپل احتجاج او اعتراض ته ادامه ورکوو تر څو دسرتاج خان قاتلين پيدا شوي نه وي». ايمل ولي خان وويل چې د خيبر پښتونخوا د ګورنر، د پاکستان د جمهور رئيس او لومړي وزير په ادرس به ځانګړی ليک ترتيب شي او هغوی ته به خبر ورکړل شي چې که د سرتاج خان قاتلينو ته سزا ور نه کړي نو د هغه د وژنې ځواب به د دوی په غاړه وي. ايمل ولي خان په تينګار سره وويل:« جنايت کاران بايد د جولای تر 10 نيټې پيدا شي، که دا کار ونه شي، موږ د جولای په 10 نېټه په همدې ځای کې د بل اعتراضيه لاريون لپاره بياراټوليږو او خپل پروټسټ ته ادامه ورکوو. موږ مقابلې ته تيار يو».
د ايمل ولي خان په قول:« ملي عوامي ګوند د عدم تشدد يا زور زياتي نه کولو فلسفه او مفکوره تعقيبوي نو ځکه سوله اييز اعتراضونه پر مخ بيايي. خو ددغو اعتراضونو هدف يوازې دا نه دی چې د پاکستان واکمنانو ته خپلې غوښتنې واوروو. موږ خبر ورکوو چې ددغو احتجاجيه غونډو او لاريونو په واسطه به ددغې ادارې حقيقي څېره ټولې نړۍ ته ښکاره کړو».
د وروستيو سياسي وژنو له کبله (له سرتاج خان پرته په نورو څو کسو سياسي فعالينو اوخبريالانو هم بريدونه شوي دي«ن.ګ») د پښتنو تر ټولو باحوصله سياسي مشران هم په خپلو خبرو کې جدي او سخت الفاظ کاروي. وتلي پښتون سياستوال، د ملي عوامي ګوند يو مشر، پخوانی سناتور او د پاکستان د اورګاډی پټلۍ د لارو وزير، 80- کلن غلام احمد بلور په پېښور کې د جولای دوهمې نېټې غونډې ته په وينا کې وويل:«موږ څنګه کولای شو له حاکمو کړيو څخه هيله ولرو چې موږ ته قاتلين وسپاري، په داسې حال کې چې دولت او حاکمان خپله د پښتنو قاتلان وي. موږ بې له شکه د عدم تشدد فلسفه اوسياسي مفکوره خپروو او همدغه سياسي لاره تعقيبوو. خو زموږ زغم هم پای ته رسيدونکی دی او که څوک موږ وژنې موږ به هم همدغه شان ځواب ورکړو».
په پېښور کې د «باچاخان د ښوونې او روزنې مرکز» د مدير اعجاز يوسفزي په قول د جولای په دوهمه د پراخ سياسي اعتراض لويه غونډه نه يوازې د سرتاج خان په وژل کېدو د سياسي اعتراض علامه وه، بلکې د پښتنو د کلتور، ژبې ، رسم او رواج د ملاتړ ښکاندوی وه. د هغه په وينا: «د پاکستان حاکمه اداره پر پښتنو باندې د سياسي فشار د وسيلې په توګه نه يوازې له تروريزم څخه کار اخلي، بلکې له مطبوعاتو او رسنيو هم استفاده کوي.د تلويزيون په هر سيريال او د تلويزيون او راديو په نورو پروګرامونو کې په دوامدار ډول د پښتنو د تحقير او د هغوي د سياسي مشرانو د بې اعتباره کولو هڅه کيږي. ددې تر څنګ په اقتصادي مفهوم هم د پښتنو په وړاندې پلان شوی جنګ پر مخ وړل کيږي، د پښتنو د کورنيو په وينو او اوښکو د پېسو او ثروت تر لاسه کولو لپاره هڅه کيږي. د پاکستان واکمنې ادارې مخکې د افغان-شوروي په جګړه پېسې ګټلې، وروسته يې په سپينو او تورو طالبانو او داسي نورو پيسې تر لاسه کولې. د افغانستان او کشمير د بحران او نښتو ډګرونه، چيرې چې پښتانه وژل کيږي، د پاکستان اداره يې د خپلو ګټولپاره کاروي. همدا دوی دي چې ترورستانو او دهشتګرو ته د پښتنو ځوانانو د جذب او استخدام زمينه برابروي او د ترورستانو د زده کړو او تمرين مرکزونو ته يې استوي، د نشه ايزو موادو د توليد او کاروبار زمينه برابروي، هغوی همدا غواړي چې موږ وروسته پاتې، محتاج، خوار او حقير واوسو». اعجاز يوسفزي همدارنګه په ګوته کړه چې په پاکستان کې د اوږدو کلونو په ترڅ کې د پښتون ولس د ژبې، کلتور او ټولنيز ساختار د محوه کولو کار روان دی. هغه وايي:« دا په حقيقي ډول په ټوله معنی د پښتنو Genocide)) يا نسل وژنه ده - د جهادي او ترورستي موسسو له لارې د فزيکي محوه کولو، زموږ د مشرانو تر سياسي وژنو او بالاخره د پښتنو د کلتوري ريښو تر نابودولو پورې ټول د پښتنو د نسل وژنې پروسه ده».
د «ثنا اعجاز» په وينا د پاکستان د امنيتي ارګانونو له لاسه تر اوسه پورې تر 1600 زيات د پښتنو سپين ږيري او قومې مشران وژل شوي دي « د هغوي په وړاندي په ښکاره ډول د ښکار اعلان شوې دی. دغه له وينو ډک ښکار د 1947 کال را هيسې دوام لري، خو يوازې په وروستيو څلويښتو کلونو کې زموږ د خلکو د تلفاتو شمير ميلونو ته رسيږي. څوک د جهاد په نامه وژل کيږي او څوک د تروريزم په وړاندې تش په نامه جنګ کې له منځه ځي. د 2001 کال د سپټمبر له 11 راهيسې تر اوسه شاوخوا 80 زره پښتانه د ترور او جنګي عملياتو په جريان کې وژل شوي دي. موږ نه شو کولی په دې سترګې پټې کړو او ووايو چې دغه ټول وژل شوي خلک د کومې ټاکلي ايډيالوژۍ لارويان يا پلويان ول. تاسې بايد پوه شئ چې دغو خلکو هيڅ ايديالوژي نه درلوده! دغه خلک يې بې پوښتنې ووژل، دغه پښټانه يې ټول بې تحليله مړه کړل او هيچا ځانته ددې پوهاوي تکليف ور نه کړ چې ايا له دوی څخه کوم چا کومه مفکوره او يا سياسي نظر درلود او کنه؟ موږ دې ته نسل وژنه وايو- زموږ د پښتنو نسل وژنه!».
ثنا اعجاز ټينګار کوي چې د «پښتنو د نسلوژني» اصطلاح د الفاظو ګردان نه دی، بلکې دا دحقوقي کتګورۍ دعوا ده: «ددغې دعوا دثبوت لپاره چېرې ليرې تګ په کار نه دی. د نسلوژنې په باب د نړيوال کنوانسيون د دوهمې مادې سره سم د يو ټاکل جمعيت د غړو وژل او يا هغوی ته د درانه فزيکي يا رواني ضرر رسول او يا په قصدي ډول د يو جمعيت لپاره د داسې شرایطو جوړول چې هلته يو ملت، قوم، ايتنيک، نژاد او يا مذهبي ګروپ په مکمل ډول اويا تر ممکن اعظمي حد پورې له فزيکي نابودۍ سره مخ شي. اوس په پاکستان کې له پښتنو سره همدا ډول چلند کیږي او د سرتاج خان وژل د همدغه نسل وژنې برخه دهِ».
د ثنا اعجاز په وينا د پښتنو ملي عوامي ګوند يوازې په وروستيو 16 کلونو کې د خپلو سياسي مشرانو په شمول 1600 غړي له لاسه ورکړي دي. «طبعي ده چې د پاکستان ادارې په مستقيم ډول خپل مزدوران د پښتنو د دموکراتيکو او ملي غوښتنو په وړاندې نه دي درولي. د حاکمې ادارې په لاس د جوړې شوې بې قانونۍ او ګډوډۍ له شامته په زرګونو پښتانه له منځه ولاړل. په زرګونو نور په زوره تښتول شوي دي او لاتر اوسه نادرکه دي. په دغه بې قانونۍکې د ډيرو پراخو سيمو زيربناوې په طول او عرض د مينونو پواسطه له منځه ولاړې. د پاکستان حاکمه اداره د پښتنو دتباهۍ هدفمنده پاليسي پر مخ بيايي، هم مشران وژني، هم لوستي خلک او هم عام ولس تباه کوي. له په لومړي قدم کې نه وي نو وروستی ګام هم نه دی چې د پاکستان حاکمه اداره د مطبوعاتو له لارې او په ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې په پروګرامونو کې د پښتنو په وړاندې د نژادي تبعیض پيچلې او باريکه پاليسي پر مخ بيايي».
په پېښور کې د جوالای د دوهمې لاريون، دهغه شعارونه، غوښتنې، د برخه والو پراخ ګډون او اجتماعي جوړښت په دې دلالت کوي چې د پښتنو احتجاجي حرکتونه د ملي ازادي بښنونکي نهضت ځانګړتياوې خپلوي. نن سبا په سرعت سره ددغسې نهضت نوې مفکوره شکل نيسي. دغه نهضت څرګند ملي حدود او د ټولنيز عدالت پربنسټ روښانه پرنسيپونه او غوښتنې لري. په سرعت سره ددغه نهضت د غړو شمير زياتيږي، داخلي دسپلين او کورنۍ ځان جوړونه يې پر مخ روانه ده. د فعالينو په څېرو کې يې پراخو قربانيو او سرښيندنو ته تياری ليدل کيږي. ددغه تحريک مشران تر اوسه په کلکه د سياسي عدم تشدد پرنسيپونه مراعتوي. خو له عينې شرايطو داسې ښکاري چې تر پايه ددغو پرنسيپونو تعقيب په شک کې دی. تر هر څه دمخه له دې کبله چې د پاکستان پوځيان او استخبارات د پښتنو په وړاندې د زور، فشار، ګواښ او ترور چلند ته ادامه ورکوي. که دغه چلند تغير ونه کړي او د پاکستان حاکمه اداره د احتجاج له فعالينو سره د سولې د خبرو لړۍ پيل نه کړي، نو ډير احتمال شته چې د ملي ازادي غوښتونکي غورځنګ مشران به دخپلو پلويانو د فشار له وجې مجبور وي چې د سياسي عدم تشدد په ارزښتونو نوی نظر وکړي.
ټاکل شوې ده په پېښور کې د پاکستان د پښتنو نوبتي احتجاجيه لاريون د جولای په 10 نېټه تر سره شي.