نویسنده : کتی کیلی )Kelly Kathy )
منبع وتاریخ نشر : کمان دریم »31-20-0232 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
------------------------------------
ضمیمه
له قطر مخکې اسلام اباد ته سفر؛ پاکستان به طالبانو ته څه ووايې؟
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې فبروي مياشتې په ۲۵ نېټه د قطر په دوحې کې د امريکا او طالبانو تر منځ بل پړاو خبرې ترسره شي؛ دغې ډلې اسلام آباد ته د سفر موزې په پښو کړي دي. طالبانو ويلي چې سبا دوشنبې به اسلام آباد کې له عمران او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري. پاکستان هم ویلي چې اسلام آباد ته د طالبانو سفر د پاکستاني حکومت په رسمي بلنه ترسره کیږي
افغانستان لا هم نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري
محمدبشیر یوسفزوی
د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مشرانو، استازو او د نړیوالو بنسټونو مسوولینو سره په دوه اړخیزو کتنو کې د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ، همکاریو، مناسباتو او نورو اړوندو مسایلو ګټور بحثونه لرل. د وخت د کموالي له امله لا هم ډېرو مشرانو او رسنیو ته له ولسمشر غني سره د لیدنو فرصت برابر نشو
پاکستان وارخطا دی
مطیع الله سحر
کلونه کېږي چې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې مېشت پښتانه ځوروي او پر هغوی ډول ډول ظلمونه کوي. د پاکستان ریاست په ښکاره د ولسواکۍ چغې وهي او تمثیل کوي، مګر په عمل کې تر ټولو ناوړه دیکتاوتوران دي. دوی حتی خلک د خپل غږ اوچتولو ته هم نه پرېږدي. هلته د خلکو ختطاف، ترور او قتل روان دی
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
ثمر ته رسیدونکی باغ؛ طالبانو ته د ساتنې اړتیا
ملا عبدالسلام "ضعیف"
زه کله هم د دې هڅه نه کوم چې د طالبانو په سیاسي لیدلوري کې ورګډ او یا ورباندي داسي انتقاد ونیسم چې زه په هغه انتقاد سره ځان ته د طالبانو سیاسي چارو کې د مداخلې حق ورکړم؛ ځکه زه اوس د هغه کاروان سره په سیاسي پریکړو کې، چې د ژوند په دغه حساس پړاو کې په کومه طریقه مزل کوي، ګډون او برخه نه لرم، او نه هم د طالبانو د هغو تګلارو څخه معلومات لرم چې د دغه مزل د لارې پیروي کوي.
د سولې ملي پروسه
محمدبشیر یوسفزوی
سوله ملي پروسه ده، طالبان او پاکستان یې په پروژې د بدلولو هڅه کوي، مګر افغان دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني به ورته د دې اجازه هیڅ وخت هم ورنه کړي، ځکه هغه د طالبانو او پاکستان شومې ارادې درک کوي او د دفعه کولو لپاره یې پوره امادګي لري
د ولسمشر غني داخلي او بهرني سفرونه
مطیع الله سحر
ولسمشر غني د خپلې ولسمشرۍ په روانه موده کې د هیواد بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو هیوادونو ته ګڼ سفرونه وکړل. د هیواد په هر ولایت وګرځېده او هلته یې له مېشتو اوسېدونکو سره په مخامخ ناستو کې د هغوی غوښتنې واورېدې او د خلکو شته ستونزو ته یې د مناسبو حل لارو لټولو په موخه اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همدا شان یې له هیواده بهر هم زیات سفرونه وکړل او د نړیوالو ملاتړ یې افغانستان ته زیات کړ، د هغوی توجه یې جلب کړه او هغوی یې دېته قانع کړل چې افغانستان سره باید دوامداره همکاري او مناسبات وپالي
پرطالبانو د پاکستان معامله
ګلرحمن رحماني
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د پاکستان په غوښتنه به طالب مرکچي پلاوی د پاکستان لمړی وزیر عمران خان سره وګوري. دوی وایی چی موږ به له عمران خان سره د افغان کډوالو په ستونزو ، سوداګرۍ ، د پاکستان او افغانستان په اړیکو تفصیلي خبرې وکړو ، چی وروسته به په پاکستان کی له امریکایی چارواکو سره د افغان سولی په اړه خبرې وکړو، مګر پوښتنه داده چې طالبان په کوم صلاحیت دا کار کوي؟.
سرمایه کذاری ۲۰ ملیارد دالر ریاض در پاکستان و دیدار با طالبان
نوشته کریم پوپل
قرار بود که طالبان بتاریخ ۱۸ فبروری دیدار با نخست وزیر پاکستان داشته باشد. ولی طالبان با آمدن محمد بن سلمان ولیعهد عربستان سعودی وسرمایه گذاری ۲۰ ملیارد دالر در پاکستان ، دیدار با نخست وزیر را رد کرده است. دلیل آن این بود که عمران میخواست مذاکرات طالبان را با محمد بن سلمان فراهم نماید
اتمر دې د نیوکو پرځای خپله برنامه وړاندې کړي
عبداللطیف یاد
په لومړیو کې داسې فکر کېده چې ښاغلی اتمر به د ولسمشر غني پر وړاندې تر ټولو جدي نوماند وي او د غني بریا به ستونزمنه کړي، مګر کرار کرار داسې برېښي چې په اتمر هسې خلک تېروتلي و، ځکه د نوماندۍ په ورځ یې هم ټوله وینا په انتقادونو او دفاعي حالت راټوله وه. له قانوني سره یې چې د نظام پر سر پټ کوم جوړ جاړی کړی و، د هغه دفاع یې کوله
د نړیوالو ژمنتیا لا هم پرځای ده
اېمل پیاوړی
د افغان دولت سیاسي مخالفینو، منتقدینو او هغوی چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو ملحوظاتو له امله له دندو څخه شړل شوي دي ، دوی داسې اوازې خورې کړې وې او عامه اذهان یې مغشوش کړي وو چې ګواکې ولسمشر غني یوازې پاتې او په نړیواله کچه هم منزوي شوی او د نورو پام ور څخه اوښتی دی، مګر د مونیخ امنیتي کنفرانس وښوده چې د نړیوالو پام لا هم پر افغانستان ور ټول دی او دوی لا هم له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دي.