محمدروښان ښاد
د ولسمشر کرزي دوره او د هغې دورې دا نادوده خو به مو په یاد وي چې د زورواکو له وجې به د عادي مامور په ادلون بدلون سره هم غوغا جوړه شوه او چې ولسمشر کرزی به بهر ته په سفر ولاړ، نو چې بېرته به راتلو تر هغو به مارشال فهیم پرېمانه مقررۍ کړې وې، مګر د ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې مو ولیدل چې ګڼ چارواکي یې په کورونو کېنول او ګڼ نور یې مقرر کړل، مګر هیچا هم د شور او غوغا جوړولو جرئت ونه کړ او نه هم د ده په غیاب کې د ده کوم مرستیال او یا بل مقام په غیر قانوني توګه څوک مقرر کړ.