محمدبشیر یوسفزوی
د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مشرانو، استازو او د نړیوالو بنسټونو مسوولینو سره په دوه اړخیزو کتنو کې د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ، همکاریو، مناسباتو او نورو اړوندو مسایلو ګټور بحثونه لرل. د وخت د کموالي له امله لا هم ډېرو مشرانو او رسنیو ته له ولسمشر غني سره د لیدنو فرصت برابر نشو
.
د نړیوالو دغه علاقمندي دا ښیي چې دوی لا هم له افغانستان سره دي. د دوی فکر پر افغانستان ور ټول دی او غواړي چې افغانستان کرار کرار خپل د ثبات کلونو ته ورستون شي او خلک یې د هوسا ژوند خاوندان شي. افغانستان لا هم د نړیوالو ملاتړ او همکاري له ځانه سره لري، مګر دا هر څه غیبي او تصادفي نه دي، بلکې دا د فعالې ډيپلوماسۍ، د تېرو څلورو نیمو کالو د تحرک، اصلاحاتو او ښه والي لامل دی.
دا د ولسمشر غني د فکر، پوهې او پرېکنده اقداماتو برکت دی، ځکه هغه له فساد سره له اوله سره داسې جدي مبارزه پیل کړه او لا هم ادامه لري چې د نړیوالو پام یې ورخپل کړ. د دې ترڅنګ یې د زورواګانو او غیر مسوولو وسله والو ډلو د ختمولو او بې واکه کولو په اړه هم غوڅ اقدامات وکړ چې په ملي کچه یې پراخ هرکلی وشو.
نړیوالو دا درک کړې چې افغانستان خپل مسیر موندلی او په ښه لور یې حرکت پیل کړی دی. افغانستان کرار کرار په سیمه کې خپل ځان ځلوي. لسمشر غني په دغسې نړیوالو ناستو کې تر ډېره په افغانستان کې د شویو پرمختګونو، عملي بېلګو، لاسته راوړنو، فرصتونو او نورو مسایلو د بیانولو له لارې افغانستان ته د نړیوالو پام ور اړوي.
افغانستان اوس د چا د ستراتیژیک عمق مرکز نه دی او نه یې هم د ملي مسایلو او تصامیمو په اړه پرېکړې د بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو له لوري کېږي. اوس افغانان خپلې پرېکړې په خپله کوي. په افغانستان کې یو ظرفیت رامنځته شوی. داسې ظرفیت چې هم د کار او خدمت انرژي لري، هم نړیواله پوهه او تجربه لري او هم تر نورو د لا ښه خدمت جوګه دي.
د ولسمشر غني بله مهمه هڅه داده چې په نړیوالو ناستو کې یې وخت د بسپنو او مرستو په لګولو نه لګېږي، بلکې هغه غواړي چې د نړیوالو په همکارۍ افغانستان له ګدایۍ څخه خوندي کړي او د پانګونې او د منابعو د موثرې استفادې له لورې په افغانستان کې اقتصادي وده وهڅوي. هغه تر نورو ښه په دې پوهېږي چې نړیوالې مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ دردونه نشي دوا کولی او نه مو هم خودکفا کولی شي. هغه د افغانستان د خودکفایۍ لارې لټوي.
ولسمشر وایي چې افغانستان یو اوږد او له عظمته ډک تاریخ لري، دا د کوم بهرني قرارداد په اساس نه دی رامنځته شوی، بلکې دا هیواد ډېر اوږد او ځلانده تاریخ لري، داسې تاریخ چې په سیمه کې یې هغه مهال ساری نه و، ځکه په هغو کلونو کې افغانستان د تمدن مرکز و. د ډاکټر غني لویه هیله همدا ده چې افغانستان بېرته خپل همغه پخواني عظمت ته ورستون کړي.