کرېکټ: افغانستان اسټرالیا ته ماته ورکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. اسټرالیا دا هدف پوره نه کړای شو، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او افغانستان په ۲۱ منډو ماته ورکړه.

د افغانستان له بریا وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر او ګڼو نورو لوبغاړو خپلې خوشحالۍ بیان کړي.

لوبډلمشر راشد خان ویلي: "دا د یوې لوبډلې او د یو ملت په توګه زموږ لپاره ستره بریا ده، په نړیوال جام کې اتلانو ته ماتې ورکول مونږ ته یو ډېر ښه احساس راکوي او دا هغه څه دي چې موږ یې له مودو انتظار کاوه.‌

نوموړي زیاته کړه " زه له ځوانانو ډېر خوښ یم چې دا بریا یې راوړه."

د ګلبدین د څلورو ویکټو په اړه راشد خان وویل چې "د لوبډلې ښکلا یې همدا ده چې ډېر الرونډران ولري، هرکله چې تاسې د توپ اچونې فرصت ورکوی، دوی په خوشحالۍ مسولیت مني."

راشد خان وايي، خپل هېواد ته ډک لاس ستنېدل ورته خورا مهم دي. "د افغانستان خلک به پر موږ وویاړي، دا زموږ لپاره یوازې پیل دی او موږ د ګټلو موکه لرو."

ګلبدین نایب چې لوبه کې یې تر ټولو ډېر لوبغاړي وسوځول، ویلي: "موږ له ډېر وخت راهیسې ددې خوشحالۍ په تمه وو،‌ دا زما، زما د ملت او خلکو لپاره د خوشحالۍ لویه شېبه ده. زموږ له مینه والو مننه.‌ موږ په تېرو دوو میاشتو کې ډېره خواري وکړه."

نوین الحق په لومړي اوور کې د اسټرالیا توپوهونکی ټرېوېس هېډ په صفر له ډکره بهر کړ او د هغوی لوبډلمشر میچل مارش یې په ۱۲ منډو اوټ کړ.

محمد نبي په خپل لومړي توپ ویکټ ترلاسه کړه او د سیالې لوبډلې تکړه توپوهونکی ډېوېډ وارنر یې په ۳ منډو له ډګره بهر کړ.

څلورمه او پنځمه ویکټه ګلبدین نایب واخیسته او د اسټرالیا تکړه توپوهونکی مارکس سټاینس یې په ۱۱ منډو له ډګره لیرې کړ.

ګلبدین نایب په روانه لوبه کې خپله درېیمه او په ټوله کې د افغان لوبغاړو په ګټه شپږمه ویکټ ترلاسه کړه. د سیالې لوبډلې پیاوړی توپوهونکی ګلېن مکسوېل په ۵۹ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه او ورپسې یې پټرېک کمېنس په درېیو منډو له ډګره بهر کړ.

د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ترمنځ د لومړۍ ویکټې لپاره د ۱۰۰ منډو ملګرتیا بشپړه شوه. دا په روان نړیوال جام کې دریم ځل چې د افغان لوبډلې پیلیز توپوهونکي د ۱۰۰ منډو ملګرتیا کوي.

رحمن الله ګربز د استرالیا پر وړاندې روانه لوبه کې خپله نیمه سلیزه بشپړه کړه او لا هم خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکوي. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي ۱۰مه او په روان نړیوال جام کې دریمه نیمه سلیزه ده.

د افغان اتلانو دویم پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ هم د استرالیا پر وړاندې روانه لوبه کې خپله نیمه سلیزه بشپړه کړه. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي ۷مه او په روان نړیوال جام کې دویمه نیمه سلیزه ده.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي نن په خپل لوبیز ژوند کې ۴۰۰ شل اوریزې سیالۍ بشپړې کړې. کرېکټ بورډ وايي، نوموړي په ۳۴۰ سیالیو کې توپوهنه کړې چې د ۱۷ نیمه سلیزو پرمټ‌یې د ۲۱.۴۵ منډو په اوسط ۵۸۵۶ منډې جوړې کړې.‌

له اسټرالیا سره له لوبې پیلېدا مخکې لوبډلمشر راشد خان افغان لوبغاړو ته په وینا کې وویل،‌ لوبغاړي باید تر خپله وسه هڅه او خواري وکړي چې دا لوبه وګټي، خو د لوبې پایله یې په لاس کې نه ده.

ده وویل: "په تېر یوه – یو نیم کال کې مو چې څومره خواري کړې ده،‌ په دې نیت مو کړې ده چې نړیوال جام کې موږ ته داسې یو چانس راکړي چې نیمه پایلوبې ته ووځو او هلته خپله ټوله انرژي ضایعه کړو، زموږ هڅه به دا وي چې خپل ټیم ته څه کولی شو."

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي د اسټرالیا پر وړاندې یې د یوولس کسیزې لوبډلې نوملړ کې دوه بدلونونه راغلي: حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدراڼ به نه لوبېږي او پر ځای به یې کریم جنت او ننګیال خروټی د لوبډلې برخه وي.

د ویډیو تشریح،راشد خان: له اسټرالیا سره لوبې ته ۲۰۰ سلنه خواري پکار ده
دا د روان نړیوال جام ۴۸مه لوبه ده چې د افغانستان او اسټرالیا لوبډلو تر اوسه یوه شل اوریزه لوبه کړې.

دوه ورځې وړاندې، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د غوره اته لوبډلو پړاو کې خپله لومړنۍ لوبه سیالې هندۍ لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبغاړو د سیالې هندۍ لوبډلې د ۱۸۲ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۴۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

اسټرالیا په روان نړیوال جام کې تر اوسه ټولې پنځه لوبې ګټلې، افغانستان بیا په وروستیو پنځو لوبو کې درې بریاوې او دوه ماتې لري.

افغان لوبډلمشر راشد خان ویلي، چې د اسټرالیا پر وړاندې له مثبت فکر سره لوبېږي. هغه ویلي چې له تېرو لوبو یې زدکړې کړې او څه به دا وي چې لوبډله یې تېروتنې تکرار نه کړي.

افغانستان بیا په (سي) ګروپ کې له ویسټ اینډیز، نیوزیلنډ، پي‌این‌جي او یوګاندا سره لوبې درلودې چې درې یې وګټلې او وروستۍ یې کوربه ویسټ اینډیز ته بایلوده.

د افغانستان وروستۍ لوبه د جون پر ۲۵مه له بنګله‌دېش سره ده.‌

د افغانستان او اسټرالیا د پیاوړتیا ټکي
  کرښه
د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لوبه یو له مهمو او هیجان لرونکو لوبو څخه وه. دواړه ټیمونه خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې او پیاوړتیاوې لري او دغه لوبه د دواړو ټیمونو د وړتیا او ستراتیژۍ ازموینه وه.

افغانستان د نړۍ یو له قوي سپین بالینګ درلودونکو ټیمونو دی. راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي په نړیواله کچه پېژندل شوي او ډېرې لوبډلې ورسره ستونزه لري.

راشد خان د نړۍ یو له غوره لېک سپینرانو دی. د هغه تېز بالېنګ او توپوهنې مهارتونه کولی شي د هر ټیم لپاره خطرناک ثابت شي.

حضرت الله ځاځی او رحمان الله ګربز په خپله جارحانه توپوهنه سره کولی شي چې په چټکۍ سره زیاتې منډې جوړې کړي. ګلبدین نایب او نوین په دې لوبه کې ښه وځلېدل او د سیالې لوبډلې ډېری لوبغاړي یې له لوبې وایستل.

په داسې لویو ټورنمنټونو کې د لوبغاړو تجربه یو مهم فکټور دی. د افغانستان ځینې لوبغاړي لا هم د تجربې له لحاظه کمزوري ګڼل کېږي.

اسټرالیا د نړۍ یو له غوره فاسټ بالینګ درلودونکو ټیمونو څخه دی.

اسټرالیا قوي توپوهنه لري چې له ډیوډ وارنر، سټیو سمیت او ګلین میکسویل پورې غځېدلې ده. دوی کولی شي په هر حالت کې خپل ټیم ته زیاتې منډې جوړې کړي، خو په ننۍ لوبه کې بیا ډېر ښه ونه ځلېدل او پرلپسې یې تکړه لوبغاړي وسوځېدل.

د اسټرالیا ټیم ډېرې تجربې لرونکي لوبغاړي لري چې په نړیواله کچه لوبېدلي او له فشار لاندې ښه لوبه کوي.

د اسټرالیا سپین بالینګ د افغانستان پر وړاندې ممکن دومره اغېزناک نه وو، که څه هم ادم زمپا یو تکړه سپینر دی.

په ټوله کې، دا لوبه د دواړو ټیمونو لپاره یوه ستره آزموینه وه. هر ټیم هڅه وکړه چې خپلې قوي نقطې په ښه توګه وکاروي او د بل ټیم کمزوریو ته پام وکړي، هغسې لکه د افغانستان لوبډلمشر راشد خان چې له لوبې مخکې یوه لنډ وېډیو پیغام کې خپل لوبغاړي وهڅول چې د دې لوبې ګټلو کې ۲۰۰ سلنه خواري وکړي.