ګابریل: د افغانانو د اخراج په اړه دې طالبانو سره مذاکره وشي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د المان صدراعظم غواړي افغانستان او سوریې ته د جدي جرمونو ترسره کوونکو اخراج ته زمينه مساعده کړي. اوس پخواني خارجه وزیر زیګمار ګابریل له طالبانو سره پر مذاکرې او د دغه بهیر پر ګړندي کولو ټینګار کړی دی.

د SPD یا د (المان سوسیال دیموکرات) ګوند پخواني مشر زیګمار ګابریل چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هم پاتې شوی دی، له صدراعظم اولاف شولڅ څخه غوښتي دي چې د درنو جرمونو ترسره کوونکو مجرمینو د اخراج عملي کولو له پاره دې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره مذاکرات وکړي.

ګابریل د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې په مقاله کې لیکلي دي: «د المان حکومت باید هڅه وکړي چې پخپله له طالبانو سره مذاکره وکړي، څو افغانستان ته اخراج قانوني شي.» نوموړي زیاته کړه: «تاسې باید له کابل څخه د باور وړ تضیمن واخلئ چې اخراجیدونکي کسان به هلته شکنجه او وژل کیږي نه.»

«چې په آلمان کې د پاته کېدو مستحق نه دي»

د دې ترڅنګ «حکومت باید له هغو هیوادونو سره چې د خپل هیواد خلک بیرته مني، کوم چې په المان کې د پاتې کیدو مستحق نه دي، مالي مرسته وکړي.»

د المانپه منهایم ښار کې پر یوه پولیس د چاقو له برید وروسته د المان صدراعظم اولاف شولڅ اعلان وکړ چې غواړي یو وار بیا افغانستان او سوریې ته د جدي مجرمینو د اخراج له پاره زمينه مساعده کړي.

د کله راهیسې نه چې طالبانود ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی، المان دغه هیواد ته د افغان مهاجرو د اخراجولو لړۍ بنده کړې ده، خو اوس د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر پر دې موضوع له سره غور کوي او د ارزولو په حال کې یې ده.

د المان صدارعظم غواړي افغانستان او سوریې ته د جدي جرمونو ترسره کوونکو اخراج ته زمينه مساعده کړي.د المان صدارعظم غواړي افغانستان او سوریې ته د جدي جرمونو ترسره کوونکو اخراج ته زمينه مساعده کړي.
انتقاد کوونکي له اسلامپاله طالبانو سره د مذاکرې له کبله خبرداری ورکوي او وایي چې دوی باید په رسمیت ونه پيژندل شي او نه هم باید دوی ته پیسې ورکړل شي، ځکه په خبره یې کیدای شي له دغو پيسو څخه په المان کې هم د ترهګریزو شبکو په جوړولو کې استفاده وشي.

«د سياسي مشرانو لپاره دې يې ويزه نه وي»

ګابریل لیکي دي چې اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې یو بدلون رامنځته شي، حکومت باید دا واضح کړي چې هغه هیوادونه کوم چې د خپلو اتباعو له منلو څخه انکار کوي له المان څخه دې د مرستې تمه ونه لري. همدارنګه بې له شکه د دغو هیوادونو د سیاسي او اقتصادي مشرانو له پاره د اروپايي اتحادیې ویزه نشته.

ګابریلد خپلې مقالې په وروستۍ برخه کې اولاف شولڅ له طالبانو سره د اجراج په موضوع کې په زړه نا زړه کیدو تورن کړی دی. هغه ویلي: «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې اولاف شولڅ دغه بدلون رامنځته کړي.» ګابریل لیکلي دي چې که څوک د شولڅ هغه وخت په یاد راوړي چې په هامبورګ کې سناتور وو، نو پوهیږي چې شولڅ کولی شي جدي اوسي.

دغه الماني سیاستوال د خپلې مقالې په پای کې زیاته کړې ده: په حقیقت کې د دې درک کول مشکل نه دي چې «هغه کسان چې له نورو هیوادونو مونږ ته پنا راوړي، خو دلته جنایت او حتی قتل کوي، هغه زمونږ حفاظت له لاسه ورکوي».