کرېکټ؛ افغانستان لومړی ځل د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته ووت

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ۵۲مه لوبه کې لومړی توپوهنه پیل کړه او بنګله‌دېش ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.‌ بنګله‌دېش لوبډله د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ونه شوای رسېدلی او افغانستان د اتو منډو په توپیر د بنګله‌دېش په ماتلو د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته ووت.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته لاره مومي. نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان وتل په دې معنا هم ده چې اسټرالیا له ماتې سره مخ شوه.

د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له لوبې وروسته وویل: "د یوې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبه زموږ لپاره یو خوب و، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه سیالۍ پیل کړه او څه باور مو ترلاسه کړ.

"دا د باور وړ نه ده. هرڅوک ‌ډېر خوشحاله دي، چې موږ په نیمه‌پایلوبه کې پاتې شوو.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

لوبډلمشر راشد خان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۵۰ ویکټې ترلاسه کړې. نوموړي په ۹۱مه پاڼۍ کې د توپ اچونې له عالي ۱۴.۰۸ اوسط سره ۱۵۰ ویکټې بشپړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

۲۵ کلن راشد خان دغه راز په ۱۵۰ ویکټو سره د بنګله دېش له شکېب الحسن مخکې شو او په نړیواله توګه یې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ډېرو ویکټو له حسابه دویم مقام خپل کړ.

لوبډلمشر راشد خان نن د افغان لوبډلې په ګټه عالي توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدا راز نوین الحق هم د بنګله‌دېش څلور تکړه لوبغاړي له لوبې وایستل.

ده په نننۍ لوبه کې درې شپږیزې هم ووهلې.

افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا (ICC) غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د پام وړ وده وکړه.

دوی یوازې په ۲۰۱۷ کې د بشپړ غړي حیثیت ترلاسه کړ او اوه کاله وروسته به د دوی په لومړي فاینل کې د سیالۍ فرصت لپاره لوبه وکړي.

'بېټسمنانو موږ مات کړو'
 
د بنګله‌دېش لوبډلمشر نجم الحسین شانتو د خپلې لوبډلې له ماتې خوړلو وروسته وویل: "موږ واقعاً ښه توپ اچونه وکړه، د بالېنک برخې په توګه موږ ډېر ښه وځلېدو، خو د بیټینګ ګروپ په توګه موږ ځینې خرابې پرېکړې وکړې، په تېره په منځنیو اوورونو کې چې نن یې زموږ کار ګران کړ."

نوموړی زیاتوي: "پلان دا و چې لومړی درې ویکټې سختې وې، پیا په عادي توګه توپوهنه وشوه، دا پلان عملي نه شو، ځکه نو نن زموږ اصلي ستونزه همدا وه."

د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹ چټکې او ابراهیم ځدراڼ ۱۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او بنګله‌دېش دواړو لپاره دا سیالي ډېره مهمه وه، دواړو لوبډلو هڅه کوله لوبه وګټي او په ټورنمنټ کې خپل مقام لوړ کړي.

له بنګله‌دېش وړاندې، افغانستان له اسټرالیا سره د جون په ۲۳مه سیالي وکړه چې اسټرالیا د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب په ۱۲۷ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له دې سره افغان لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر دا لوبه پخپل نوم کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

اسټرالیا په تېرو دوو کالو کې د ګړنګ پر ژۍ د افغانستان له ماتې بچ شوی و، خو افغانستان په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړتیا دا ده چې د لوبډلمشر راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي په شان غوره سپېن توپ اچوونکي لري. دوی د ویکټو اخیستو توان لري او د مخالفې لوبډلې پر لوبغاړو فشار ډېرولی شي.

بل د قوت ټکی یې دا هم دی چې افغان لوبغاړي په ورزش کې تکړه دي، منډو کې هم چټک لوبغاړي لري. د حضرت الله ځاځي، نجیب الله ځدراڼ او رحمن الله ګربز په شان ځینې تکړه توپوهوونکي د لوبې له پیله د یرغلګرو لوبغاړو په څېر برید کولی شي. دوی په لږ وخت کې د ډېرو منډو جوړولو مخینه هم لري.

خو ځینې وخت بیا افغان لوبغاړي ژر ویکټې له لاسه ورکوي، چې د لوبې په انډول کې ستونزې رامنځ ته کولی شي. له بنګله دېش سره لوبه کې افغانستان خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.‌

سربېره پر دې د لوبغاړو تجربه کمه ده، په تېره په نړیوالو سیالیو کې چې د فشار لاندې د لوبېدو توان یې کمولی شي، خو افغان لوبغاړي وايي، له دوو میاشتو راهیسې یې دغو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی دی.

د بنګله‌دېش لوبډله

د بنګله‌دېش کرېکټ لوبډله د شکیب الحسن، تمیم اقبال او مشفق الرحیم په شان تکړه توپوهونکي لري چې د خپل ټیم په ګټه یې ډېرې منډې جوړولی شوای.

د دوی په لوبډله کې تکړه تجربه لرونکي لوبغاړي شته چې په بېلابېلو حالتو کې لوبېدلي او تر فشار لاندې د لوبېدو ښه تجربه هم لري. بنګله‌دېش لوبډله د ښې توپ اچونې یو سیستم هم لري چې پکې غوره توپ اچوونکي له مستفیض الرحمن شامل دي، چې د ویکټو اخیستو کې ښه رول لوبولی شي.

که څه هم توپوهنه کې پیاوړي دي، خو یوه کمزوري یې دا ده چې په توپوهنه کې ثبات نه لري او په یو وار ډېرې ویکټې له لاسه ورکولی شي.