پوتین: اوکرایین ته وسلې ورکول به د سویلي‌کوریا "لویه تېروتنه" وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سویلي کوریا ته ګواښ کړی چې دا به یې "ستره تېروتنه" وي که اوکرایین ته د روسیې خلاف جګړې لپاره وسله ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا حکومت ویلي، د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو نوي تړون ته په غبرګون کې اوکرایین ته د وسلو ورکولو امکان ارزوي.‌

ښاغلي پوتین پنجشنبه رسنیو ته وویل که سیول وپتیېله چې کیېف ته وسله ورکړي، نو مسکو به داسې پرېکړې وکړي چې ښايي د سویلي کوریا د اوسني مشرتابه د خوښې وړ ونه ګرځي.

د روسیې ولسمشر دا څرګندونې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د خپلمنځي دفاعي تړون له لاسیلکولو وروسته د ویتنام د سفر پر مهال کړې.

ښاغلي پوتین همدا راز دا ګواښ هم کړی چې که امریکا او متحدان یې اوکرایین ته د وسلو ورکول جاري وساتي،‌ نو مسکو غواړي پیونګ یانګ ته وسلې ورکړي.‌

هغه وویل "څوک چې دا وسلې ورکوي پر دې باور دي چې له موږ سره په جګړه کې نه دي ښکېل. ما ویلي چې د پیونګ یانګ په ګډون د نړۍ نورو سیمو ته د وسلو ورکولو په تړاو زموږ حق خوندي دی."

سویلي کوریا د خپل شمالي ګاونډي‌ او روسیې ترمنځ وروستی امنیتي تړون غندلی او خپل ملي امنیت ته خطر بللی دی.

د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار چانګ هو-جین ویلي وو، هېواد یې پام کې لري چې "اوکرایین ته د وسلو ورکولو پر موضوع غور وکړي."

بلخوا د سویلي کوریا ولسمشرۍ دفتر د ښاغلي پوتین له څرګندونو وروسته نن جمعه یوه بیان کې ویلي، اوکرایین ته به د وسلو په ورکولو کې "بېلابېل غوراوي" پام کې وساتي او دا چې دریځ یې له دې موضوع سره د روسیې په چلند پورې تړلی دی.‌

سیول همدا راز د روسیې سفیر جیورجي زینوفیف هم احضار کړی چې د دغه تړون په اړه خپل شکایت ور وسپاري او له مسکوه وغواړي چې پیونګ یانګ سره پوځي همکاري "سملاسي ودروي".

سویلي کوریا دمګړۍ اوکرایین سره بشري مرستې کوي او ځینې پوځي تجهیزات یې هم ورکړي، خو په جګړه کې ښکېلو هېوادونو ته د وسلې نه ورکولو رسمي پالیسۍ ته په کتو یې تر دې دمه د وژونکو وسلو له ورکړې ډډه کړې ده.

خو اوس اوکرایین کې ځینې په دې تمه ده چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو تړون به د دې لامل شي، چې سویلي کوریا پر خپل دریځ له سره غور وکړي.

د یادونې ده چې د شمالي‌ کوریا مشر دغه هېواد ته د پوتین د سفر پر مهال پر اوکرایین د ورسیې د یرغل "بشپړ ملاتړ" اعلان کړ.

له دې سره داسې شواهد هم په ډېرېدو دي چې مسکو وار له مخه د اوکرایین جګړه کې د شمالي کوریا د توغندیو کارول پیل کړي دي.‌

د عکس تشریح،روسیه په اوکرایین د خپل یرغل راهیسې په نړیواله کچه په زیاتېدونکي توګه منزوي شوې ده
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي جمعه سهار وختي د روسیې-شمالي کوریا ترمنځ د دفاعي تړون په اړه وویل، دا تړون به خامخا "هغو هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل وي چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پروا ساتي."

خو هغه زیاته کړه چې دغه تړون "هېڅ حیران" کړي نه دي، ځکه د نوموړي په وینا متحدو ایالتونو له څو میاشتو راهیسې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ "د دفاعي اړیکو د پراخیدو" خبرداری ورکړی و.

د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ امنیتي تړون سیمه کې د امریکا بل مهم متحد جاپان هم اندېښمن کړی دی.

د دغه هېواد د حکومت ویاند یوشيماسا هایاشي ویلي، توکیو له دې کبله جدي اندېښمنه ده چې ولسمشر پوتین شمالي کوریا سره د پوځي ټېکنالوژۍ همکاري رد نه کړه."

هغه هم ویلي چې دغه تړون د "منلو نه دی".