بلوچستان کې تښتول شوي کسان پېژندل شوي، پنجاب کې د ناامنیو له ویرې پر لویو راټولېدنو بندیز اعلان شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ له زرغون نومي سیمې د تښتول شویو لسو کسانو لومړني معلومات خپاره شوي چې ویل کېږی دوه یې د پنجاب وګړي دي.

په کوټه کې د کورنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي، په نورو یرغمل نیول شویو کسانو کې شپږ یې د بلوچستان اوسېدونکي دي.

د حکومتي رپوټ پر بنسټ، یو بلوڅ او یو پښتون هم برمته شویو کې شته.

د دغه چارواکي په وینا، "په تښتول شویو کسانو کې د ګمرک یو مسول هم دی."


په همدې مهال د یرغمل شویو د خلاصون لپاره هم هڅې پیل شوې دي.

د دغې سیمې یوه ځایي چارواکي بشیر احمد بنګلزي بي بي سي ته ویلي "تر اوسه د یرغمل نیول شویو کسانو په بدل کې د پیسو هېڅ غوښتنه نه ده شوې."

برمته شوي کسان د تېرې چارشنبې په ورځ د کوټې هرنایي زرغون غر سیمې ته په چکر تللي وو.

یاد کسان د پنجشنبې په ورځ په نښه شوي او له سیمې کوم نامعلوم ځای ته تښتول شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ وسله والو دا کسان د پېژندپاڼو له کتلو وروسته له ځان سره یوړل.

له نښو نښانو داسې ښکاري چې ټول نېول شوي کسان غرنیزو سیمو ته بیول شوي او د خلاصون په موخه به یې سخت کار ته اړتیا وي.

د ټولو نیول شویو لسو کسانو د برمته کولو مسولیت د ‘بلوڅانو د ازادۍ پوځ’ یا (بلوچ لېبرېشن ارمي) منلی دی.

پنجاب کې د ناامنیو وېره

بلوچستان کې له دغو پېښو سره هم مهاله اخوا په مرکزي پنجاب ایالت کې د ناامنیو مخنیوی په موخه پر لویو غونډو، لاریونونو او اعتراضونو بندیز اعلان شوی دی.

د پنجاب د کورنیو چارو ایالاتي وزارت ویلي "په ټول پنجاب کې د قانون د ۱۴۴مې مادې پر بنسټ په ناستو، هر ډول غونډو، لاریونونو او جلسو بندیز لګیدلی دی."

د حکومت لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي، "دا ګام د امنیتي دلایلو له کبله اخېستل شوی دی." او په وینا یې "ولسي غونډې د وسله والو لخوا په اسانه هدف ګرځېدلی شي."

په بیان کې دا هم راغلي چې په ټول پنجاب کې به د ناامنیو ممکنه پېښو مخنیوي په موخه په لویو ناستو اعلان شوی بندیز تر اوو ورځو (۲۷م جون) پورې وي."

اخوا د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب دا پرېکړه غندلې او دا یې د خپلواکۍ پر ضد حکومتي ګام بللی دی.

د تحریک انصاف دغه مشر نن پارلمان ته د وینا پر مهال دا "د ولسواکۍ ضد" عمل وباله.