نتنیاهو د اسرائیلو د جنګ کابینه منحل کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جګړې شپږ کسیزه کابینه منحل کړې. دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د منځلاري اپوزیسون مشر بیني ګانتز او متحد یې ګادي ایزنکوټ له دې کابینې ووتل.

اسرائیلي رسنیو ویلي، غزه کې به حماس سره د جګړې په اړه حساس مسایل او پرېکړې اوس په کوچینو ځانګړو غونډو کې کېږي.

ښاغلي ګانتز یوه اوونۍ وړاندې استعفا وکړه چې، لامل یې جګړه کې د ستراتیژې نشتوالی یاد شوی.

د جګړې د کابیني په منحل کولو سره به ښاغلی نتنیاهو د خپلو ایتلافي ملګرو او نړیوالو متحدینو سره له ښکېلتیا مخنیوی کوي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو یوه ویاند ویلي، دا پرېکړه به پر پوځي عملیاتو څه اغېزه و نه کړي.

ښاغلی ګانتز او ایزنکوت اکټوبر میاشت کې د جګړې له پېلېدو څو ورځې وروسته د نتنیاهو د ښي اړخي ایتلاف ملي وحدت حکومت سره یو ځای شول.

د اسرائیلو د پوځ دوه مشرانو د جون پر نهمه استعفا وکړه، ښاغلي ګانتز ویلي و چې "د لومړی وزیر رهبري مونږ له ریښتیني بریا ته له رسېدو راګرځوي."

د جګړې کابینې د دې دوو مشرانو له استفعا وروسته د ښي اړخي ملي‌ امنیت وزیر ایتامار بن ګویر ښاغلي نتنیاهو ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي و چې غواړي د جګړې په کابینه کې شامل شي.

د رپوټونو له مخې، یکشنبه د شپې بنیامین نتنیاهو پرېکړه وکړه چې، کابینه کې د نویو غړو د شاملولو پر ځای کابینه منحل کړي.

نوموړي په خبرپاڼه کې ویلي: "د ګانتز له تلو وروسته کابینې ته اړتیا نشته."

خبرپاڼه زیاتوي چې د جګړې په اړه مهمې پرېکړې به کوچنیو غونډو کې کېږي چې تمه ده د دفاع وزیر یوا ګالانت، د ستراتیژیکو چارو وزیر رون درمر او د ارتودوکس شاس افراطي حزب مشر اري دیري به پکې ګدون کوي.

دا درېواړو ښاغلي ګانتز او ایزنکوت سره د جګړې په کابینه کې هم وو.

دا اقدام داسې حال کې کېږي، چې پر اسرائیلو نیوکې ډېرې شوې چې پر غزې تراړې بریدونه بند کړي.

نن هم اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې ورځنۍ "تکتیکي وقفه" به اجرا شي.

د پوځي‌ عملیاتو دا وقفه به د غزې تراړې په سویل کې پر کرم شالوم (کرم ابو سالم) کلیدي لارې او پر ۱۲ کیلو متره سړک پلې شي.

د دې پرېکړې د پلي کولو موخه، د غزې تراړې ته د لا زیاتو بشري مرستو رسول دي.

ښاغلي نتنیاهو له دې مخکې د دې وقفې په اړه د اسرائیلو د پوځ دا اقدام "د نه منلو وړ" یاد کړی و.

ځينو ښي اړخو افراطي وزیرانو هم پر دې وقفې نیوکې کړې وې.

د اسرائیل پوځ له دې نیوکو سربېره د دې ورځنۍ "تکتیکي وقفې" په اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

دا وقفه د بشري مرستو لاریو ته اجازه ورکوي، چې د اسرائیلو تر ولکې لاندې د کرم شالوم له لارې غزې ته ننوځي.

نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه وايي، غزې ته د مرستو د لېږد پر مهال د خپلو کارمنانو خوندیتوب ته اندېښمن دي.

اسرائیلو ویلي،‌ په رفح او غزې تراړې په جنوبي سیمو کې چې له دې ټاکل شوې اکمالاتي لارې لیري خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

رپوټونه دي چې، پوځ ښاغلي نتنیاهو ته ډاډ ورکړی چې د ورځې یوولس ساعته وقفه به یوازې په اعلان شوې سیمه کې وي.

د اسرائیلو لومړي وزیر د خپل ایتلافي حکومت د ښي اړخو غړو تر سخت فشار لاندې دی چې د حماس تر بشپړ ماتولو دې د جګړې د بندولو هر ډول غوښتنه رد کړي.

ملګرو ملتونو د اسرائیلو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې، د مرستو د رسولو لپاره یې په ځانګړې لاره خپل عملیات ځنډولي دي.

دې ادارې د مرستو د رسولو د دوام لپاره د لا زیاتو او مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې.

د بشر دوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند، یسن لیرک فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "مونږ د دې اقدام هرکلی کوو، خو دا چې دا کار باید اړمنو ته د لا زیاتو مرستو رسولو لامل شي."