د طالبانو حکومت وایي د دوحې درېیمه ناسته کې یې د ګډون پرېکړه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له بحثونو وروسته یې پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو لخوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي، د دې غونډې د اجنډا له څېړولو وروسته پر دې سلا شوي چې د دوی ګډون په کې د افغانستان په خیر دی.

نوموړی وايي "د غونډې پر اجنډا بحث وشو او پرېکړه وشوه چې یو پلاوی باید واستول شي. د پلاوي ترکیب به هم وروسته که خدای کول اعلان شي. دا موږ د افغانستان په ګټه وبلله، په افغانستان کې بشري مرستې او دغه راز په افغانستان کې پانګونې ته د زمېنې برابرول بنسټیز او مهم مسایل وو."

ښاغلي مجاهد زیاته کړې "کېدای شي نورې موضوعګانې هم وي خو دغه غونډه د افغانستان په ګټه وبلل شوه."

هممهاله د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې هم پر خپله اېکس/ټویټر پاڼه لیکلي چې "له ملګرو ملتونو سره د تېرو شاوخوا دوو مياشتو خبرو په جريان کې چې د دوحې راتلونکې ناستې کومه اجنډا او ترکيب له اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] سره شريک شوی، د هغوی په رڼا کې اسلامي امارت د دوحې راتلونکې ناسته کې په اصولو کې د ګډون پرېکړه کړې ده."

خو هغه دا یادونه هم کړې چې "که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي."

په پام کې ده د دوحې درېیمه غونډه، چې دوه ورځې دوام کوي، د روانې جون میاشتې پر ۳۰ پیل او د جولای پر لومړۍ پای ته ورسېږي.

دا د ۲۰۲۳ کال له می میاشت راهیسې پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د افغانستان په تړاو د خپلې بڼې درېیمه ناسته ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د دغو ناستو هدف دا دی چې له افغانستان سره په لا ډېر منسجم، همغږه او جوړښتي بڼه د نړیوالې ټولنې د تعامل پراخېدو ته لارې چارې وموندل شي.

طالبان د دې لړۍ لومړۍ غونډې ته نه وو وربلل شوي او په دویمه کې یې د ملګرو ملتونو له بلنې سره سره ګډون ونه کړ.

اوس د طالبانو پر حکومت سربېره د سیمې او نړۍ ځېنې هېوادونه پر دې باور دي، چې طالبان دې د افغانستان د یوه عیني واقعیت په توګه ومنل شي او دا چې د دوی له حضور پرته، د دوحې د دې ناستې په ګډون د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې اغېزناکه نشي پرېوتلی.

د معنی دار ګډون غوښتنه

د دوحې تېرو دوو غونډو ته د یو شمېر افغان مېرمنو په ګډون له افغانستان او بهره ځینې افغان مدني فعالان او استازي وربلل شوي وو.

د دوحې په دویمه ناسته کې چې تېره فبرورۍ کې وشوه، طالبانو په دې دلیل برخه وانخیسته چې غوښتل یې دوی په کې باید د افغانستان استازولي او "معنی‌دار ګډون" ولري.

طالبانو د دوحې دویمې ناستې له پيل مخکې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکل کېدو له موضوع سره هم مخالفت ښودلی او ويلي وو چې له سياسي استازي پرته د بل کس ټاکل اړين نه دي.

دوی همدا راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د کتنې غوښتنه هم درلوده.

خو ښاغلي ګوتېرېش بیا د دوحې له دویمې ناستې وروسته یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د طالبانو د ګډون شرطونه "د منلو نه وو".

په اعلامیه کې زیاته شوې وه استازي هیله من دي چې طالبان به په راتلونکې [درېیمه] ناسته کې برخه واخلي.

طالبان د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوي؛ وايي دا د ستونزو حل کې مرسته نه کوي

د طالبانو حکومت مخکې ویل، د دوحې راتلونکې غونډه کې هم یوازې هله ګډون کوي چې د دوی دریځ او شرایط ومنل شي.

تر اوسه مالومه نه ده، چې د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون لپاره د دوی شرایط منل شوي که څنګه او که منل شوي وي، تر کوم ځایه.

همدا راز دا هم لا نه ده روښانه چې طالبان به په دې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي.

د یادونې ده چې څه موده مخکې د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي چې ظاهرآ په دې ناسته کې ګډون ته د طالبانو هڅولو په هدف کابل ته تللی و، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته بلنه ورکړې چې دوحې ته سفر وکړي.‌


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له ښاغلي الخلیفي سره د امیر خان متقي تر لیدنې وروسته ویلي وو، چې ښاغلي متقي د "دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت موقف په وضاحت سره وړاندې کړ او په یاده غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ."

اوس ځینو نړیوالو رسنیو د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې په دې ناسته کې پر مالي، اقتصادي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پر هڅو او لارو چارو بحث کېږي.

همدا راز ویل شوي چې مدني بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د مېرمنو د حقونو موضوع ته هم لومړیتوب ورکړي.

دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او تر هغې وروسته د څو پړاو بې پایله بین الافغاني مذاکراتو کوربنه وه.

همدا راز د طالبانو سیاسي دفتر هم همدلته او تر اوسه فعال دی.

د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون یو شمیر لوېدیزو هېوادونو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ هم دوحې ته لېږدولي او خپلې چارې له هماغه ځایه سمبالوي.