هغه  دولتي ځای  چې روانډا ته د کډوالو لېږدونکي پکې روزل کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په دې روزنځای کې سلګونه کسان د دې لپاره روزل کېږي چې که استول کېدونکي کډوال چې یو شمېر یې افغانان دي له تګه ډډه وکړي نو دا روزل شوي کسان به هغوی په خوندي توګه تر الوتکې رسوي.

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې د کورنیو چارو وزارت اته سوه پرسونل په دوه پړاوونو کې د دې چارې لپاره روزل کېږي. لومړی پړاو یې پنځه اونۍ دوام کوي، خو په دویم پړاو کې چې یوه اونۍ دوام کوي، په دې پټ روزنځای کې پرسونل ته ځانګړې تخصصي روزنه ورکول کېږي.

دوی ددې لپاره روزل کېږي چې څنګه وکولی شي هغه کډوال چې روانډا ته له تګه ډډه کوي له موټرو تر الوتکې په خوندي توګه ورسوي. د بي بي سي خبریال ته په دې شرط له دې ځایه د رپوټ چمتولو کولو اجازه ورکړل شوې چې د روزنځای د موقعیت او په کې د شته کسانو په اړه به معلومات نه خپروي.

په دې مرکز کې درې مسافر وړونکې الوتکې ځای پر ځای شوي چې ماشینونه او وزرونه نه لري. دا اته سوه کسان په همدې الوتکو کې روزل کېږي چې څنګه معترض کسان په خوندي توګه الوتکو ته پورته کړي او پر څوکۍ یې کښینوي.

پر دې روزنځای ډېر مالي لګښت هم راځي، یوازې ځای یې د یوه کال لپاره په اته ملیونه ډالره کرایه شوی دی.


روانډا ته د ناقانونه کډوالو د استولو بهیر لا نه دی پیل شوی، د دې کار لپاره ټول قانوني مراحل ترسره شوي، خو واکمن دود پال ګوند دا چاره تر راتلونکو ټاکنو ځنډولې. ټاکنې د راتلونکې جولایې میاشتې پر څلورمه ترسره کېږي. واکمن ګوند ویلي که بریالی شي دا بهیر به پیلوي، خو اپوزېسیون کارګر ګوند له دې سره مخالف دی او د بریالیتوب په صورت کې یې د دې پرېکړې د نه عملي کولو ژمنه کړې ده.

روانډا ته هغه کډوال استول کېږي چې بریتانیا ته د سمندر له لارې په کښتیوکې په ناقانونه توګه راغلي دي. د دې کډوالو یوه لویه برخه افغانان دي، دوی په قاچاقي ډول له فرانسې په کښتیو کې بریتانیا ته ځانونه رسوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه تازه بیان کې ویلي تېر کال د سمندر له لارې ۵۶۶۲ افغان کډوال په ناقانونه توګه بریتانیا ته راغلي او دا شمېر له هغه شمېر سره نږدې برابر دی چې تېر کال له قانوني لارو بریتانیا ته راوستل شوي او ځای پر ځای شوي دي.