د روسیې له ولسمشره غوښتنه شوې چې طالبان د "ترهګرو" ډلو له نوملړه وباسي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته هغه وړاندیز استولی، چې له مخې یې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور ډېر مثبت ګامونه اخیستل شوي.

د روسیې ټاس خبري اژانس ته ضمیر کابلوف ویلي، لا هم په دې برخه کې ځینې مسایل پر ځای پاتې دي چې له حل وروسته به په دې اړه پرېکړه وشي.

د ټاس اژانس د مالوماتو له مخې، ښاغلي کابلوف ویلي دا وړاندیز د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له خوا په ګډه شوی چې له مخې یې ولسمشر پوتین کولای شي طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي.

د روسیې دغه استازي دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل د لومړیو ورځو پرتله چې دوی بېرته واک ته راستان شول اوس ډېر شوني دي.

د افغانستان لپاره د روسیې بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تېره اونۍ هم له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و، "که طالبان د دوی لومړی درجه دوستان نه دي نو دوښمان یې هم نه دي."

کله چې کابلوف د دې موضوع په اړه د بهرنیو چارو وزارت د دریځ په اړه وپوښتل شو، هغه "مثبت» وباله.

نوموړي د طالبانو د رسميت پيژندنې مخکې د منع شويو سازمانونو له لېسته د طالبانو د ايستلو پر اړتيا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده "له دې پرته، دا به له وخته مخکې وي چې د پیژندلو په اړه خبرې وشي . له همدې امله، په دې مسله کار روان دی. ټول ملاحظات د روسیې لوړ پوړي مشرتابه ته استول شوي. مونږ یوې پرېکړې ته په تمه یوو."

خو یو شمېر روسي قانون پوهان وایي، په دې برخه کې د سترې محکمې رول ډېر اړین دی.

د ډيمیټري اګرانوفسکي په نامه یوه قانون پوه ټاس اژانس ته ویلي، د فدرال قانون له مخې، هغه ډله چې د ناقانونه کړنو له امله محکمې په تور لېست کې شامله کړې وي، باید بېرته همغې محکمې ته مراجعه وشي او د دغې پرېکړې بیرته اخیستو لپار پر شواهد ولاړ شکایت ورته وشي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند په دې اړه بي بي سي ته ویلي": تر اوسه موږ په دې اړه څه نه شو ویلي، تر هغې چې دا خبره رسمي تائید شي بیا به زموږ د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ولري."

روسیه له افغانستانه د امریکا او ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکي پالي او د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته یې هم خپل سفارت په افغانستان کې پرانیستی پرېښی دی.

دارنګه دغه هېواد وخت ناوخت یو شمېر مهمو غونډو ته هم د طالبانو استازي وربولي.

تازه رویټزر خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې روسیې په خپله لویه کلنۍ اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت ته هم بلنه ورکړې ده.

د سن پیټرزبورک اقتصادي فورم د را روانې جون میاشتې له پنځمې تر اتمې نیټې جوړیږي.