د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل ته امر کړی چې په رفح کې 'سملاسي' عملیات ودروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ملګرو ملتونو کې د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) اسرائیل ته امر کړی، چې ''په رفح کې سملاسي خپل پوځي بریدونه ودروي.''

یادې محکمې د سویلي افریقا یوې عریضې په ځواب کې دا پرېکړه کړې، چې تېره اونۍ یې پکې پر اسرائیل تور پورې کړی و، چې د عریضې په ټکیو د ډله ییزې توکمي وژنې پر لور ګامونه پورته کوي.

د قضائیه هیئت مشر قاضي نواف سلام وايي، له هغه وروسته چې تېر ځل دغې محکمې اسرائیل ته په غزه کې د وضعیت ښه کولو امر کړی و، هلته حالت لاپسې خراب شوی دی.

اسرائیلي چارواکو بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي او داسې اشارې یې څرګندې کړې، چې د خپلو عملیاتو درولو په تړاو به هر ډول پرېکړه و نه مني.

بل لور د جمعې پر ورځ د ای سي جې قاضي نواف سلام د پرېکړې اورولو په ترڅ کې وویل: ''اسرائیل باید سملاسي په رفح ولسوالۍ کې پوځي بریدونه او نور عملیات ودروي'' چې له کبله یې فلسطینیانو ته ''فزیکي زیان رسېږي'' او دا داسې څه دي، چې د نړیوال قانون له مخې توکمیزه ډلوژنه څرګندولای شي.

نوموړي زیاته کړه، اسرائیل باید له هر ډول خنډ پرته د ملګرو ملتونو کسانو ته اجازه ورکړي، چې په غزه کې د توکمیزې ډلوژنې تورونو په هکله پلټنې وکړي.

د اسرائیل غبرګون
اسرائیل بیا دا پرېکړه رد کړې او ادعا کوي، چې په غزه کې یې پوځي عملیات له نړیوال قانون سره په ټکر کې نه دي.

د اسرائیل ملي امنیت سلاکار تزیچي هانیګبي د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت سره په یوه شریکه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''اسرائیل مخکې هم داسې پوځي عملیات نه دي کړي او په راتلونکي کې به یې هم و نه کړي، چې په بشپړه توګه او نه هم د یوې برخې په توګه د ملکي فلسطینیانو لپاره د ژوند شرایط زیان رسوونکي شي.''

د اسرائیل جګړې کابینې وزیر بینې ګانتز بیا وايي، ''د رفح په ګډون به اسرائیل په هر هغه ځای کې عملیات وکړي، چې اړین یې وبولي.''

په ورته مهال د ملګرو ملتونو لپاره د فلسطین استازي ریاض منصور بیا د ملګرو ملتونو عالي محکمې دا پرېکړه ستایلې او له اسرائیل یې غوښتي چې غاړه ور ته کېږدي.

په ورته مهال د اروپايي ټولنې لوړپوړي دیپلومات جوزیف بوریل ویلي، د بلاک له لوري د قانون حاکمیت ژمنه او د اسرائیل ملاتړ لپاره به سخته شي، چې همغږي پاتې شي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول ویلي، دغه بلاک به د اسراییلو د ملاتړ او یا د نړیوالو بنسټونو او د قانون واکمنۍ تر منځ یو غوره کوي.

جوزف بوریل دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو عالي محکمې پریکړه وکړه چې اسراییل باید د سویلي افریقا لخوا راوړل شوې قضیې په ځواب کې په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي.

دوی پر اسراییلو تور پورې کړی چې په غزه کې يې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې له کنوانسیونه سرغړونه کړې. اسرائیل ویلي چې د ځمکې پر سر هیڅ ځواک به يې د حماس له تعقیب څخه را ونه ګرځوي.

ښاغلي بوریل وویل، د دې پریکړې په پام کې نیولو سره به دا ستونزمنه وي چې د اسرائیل ملاتړ او د نړیوال قانون پیروي دواړه یو ځای اړخ نه لګوي:

"وبه ګورو چې د عدالت د نړیوالې محکمې حکم ته چې نن صادر شو د اروپايي ټولنې ځواب څه دی. زموږ دریځ به څه وي؟ موږ به د نړیوالو بنسټونو او د قانون واکمنۍ ته د خپل ملاتړ او له اسرائیل سره د همکارۍ تر منځ یو غوره کوو. دا دواړه ډېره سخته ده چې اړخ سره ولګوي".

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک هم ویلي چې د عدالت نړیوالې محکمې پریکړه باید د شخړې د مخنیوي لپاره له اقداماتو سره یو ځای تعقیب شي. دی وايي:

"ثبوت به یې په پلي کېدو کې وي. یوازینۍ لار چې د ملګرو ملتونو لپاره کار آسانوي دا ده چې که پوځي اقدام پای وګورو، بشردوستانه اوربند ووینو، د داسې چاپیریال رامینځته کېدل وګورو چې په کې بې خنډه بشردوستانه مرستې شونې شي او په ترڅ کې يې ټول یرغمل خوشې شي."