غنیمت وختونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر
وخت په چټـکي ، له مخــــــــي مو تیریږي
زمانـــه،  د چــا د پاره ، نه ودریــــــــــږي
خو افسوس ، زمونږ په حال باندی همدا دی
چې په قدر ، د زمان، څــــــوک نه پوهیږي

نادر

دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو ‏څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه ‏هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه ‏مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ ‏له وجهي، فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه د عوامو په ‏اصطلاح په مفته کې  تللي ،
وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي
ژرشه چې وخـت په تیریدو دی ګله
تبـاه برباد له جهــــالته یـــــو مـونږ
دغه دوران، د پــــــــوهیـدو دی ګله
خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه ‏اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه ‏پوهیدلي،اوپوهیږي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د ‏پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ‏ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان ‏څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونو خصوصا ګاونډیانو ‏چې کړې او کوی یي .‏
دښمـــــنانو په خپل پوهه ، ښه وختونه مهار کړي
هر لمحه زمونږ له مخي ، فرصتونه د دوران ځي
نادر
په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینو،چې ‏زمونږ د چارواکواو رهبرانو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او ‏باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د ‏پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده .مونږ په دي څلورو ‏لسیزو کې د خپلو سترګو په وړاندی ولیدل ،چې دښمنانو هغه کوم ‏موقف چې مونږ دنیا ته درلود، د هغی نه په استفادې سره یې ‏خپل ملک او خپلو خلکو د پاره کار او خدمت  وکړ ، او خپل ‏ملک او وطن یې آباد کړ ،او لا تر اوسه هم لګیا دي ،خو ‏برخلاف مونږ او زمونږ رهبرانو او مشرانو د دي فرصتونو ‏څخه هغه   استفاده چې لازمه وه،و نه کړه ،همدا وجهه وه چې ‏زمونږ مصیبتونه ، او کړاونه ورځ تر بلي زیات شول ،اومخ په ‏زیاتیدو دي ،د دي له پاره چې دښمن خپل پروګرام په خپل زړه ‏او په خپل خیر مخکي بو ځي ، نو زمونږ د مشرانو په مینځ کې ‏یې هم بی اتفاقی  واچوله زمونږ ساده مشران یو تر بله سره ‏وغورځیدل ،هغه کوم وختونه چې دوي د سوکالۍ او رغاونۍ د ‏پاره درلودل هغه یې هم د لاسه ورکړل ،په دي څلورو لسیزو کې ‏ډیر وختونه داسي راغلل چې زمونږ په ګټه ول ، مګر مونږ ترې ‏ښه ګټه او چته نه کړه ، د ۲۰۰۱د سپتمبر څخه وروسته هم حا ‏لات زمونږ په ګټه څرخیدلي ، د دنیا په یوه لویه پیمانه مرستي ‏مونږ ته راغلې ، ټوله دنیا مونږ سره ودریدله ، خو مونږ دلته هم ‏وختونه نه دي مهار کړي ،
خواږه وختونه ، انتظار کاږي زمونږ
خوند له وختونو اخیستل دي په کار
چې پس له دي شي دا وختونه مهار
د غنیمت وخت رانیول دي په کار
نادر
مونږ د څلورو لسیزو د دي حالاتو څخه هیڅ درس او تجربه وا ‏نه خیسته ، د رودکی د فارسي د دي شعر په مصداق : ‏
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزد ، ز هــــیچ آمـــوزګار
رودکی
که زمونږ د ګاونډی ملک کې حالات خراب شول ، او ټولو دنیا د ‏ترهګرو د روزلو په سر وغنده ،لکه دریاب په شان هغه مرستی ‏یې پرې بندی کړې ،او تحریمونه یې پرې جاري کړل ، بیا هم ، ‏مونږ د خپلی ګټی کار مو د خپلو خلکو او ملک د پاره ترې وانه ‏خیست ،ډیر لوی لوی مثالونه د عبرت د اخیستو مو مخي ته ‏راغلل خو مونږ ترې عبرت وانه خیست ،
هره پاڼه د تاریځ ، د آزمایښ بابونه ســــتایي
ګذرګاه کې د عبرت لوی ، مثالونه دي راځي
د ګاونډیانو په کور دننه مو لګیا دي ، انقلابونه راروان دي ،او دنیا یي ټول ‏یواځي پریږي خو بیا هم مونږ د دي حالاتو څخه په خپله ګټه ترې کار نه شو ‏اخیستلای ،یعنی دا هغه وخت دی ، چې مونږ یی په خپله ګټه و څرخاوو ، دغه ‏او اوس اوس دا څو ورځو کې زمونږ د بل ګاونډی ، ایران  خارجی اړیکی ، مخ ‏په شلیدو دي ، او داخلي اړیکي یې هم ښه نه دي ، یانی د قوی بحران سره مخامخ ‏دي ،    ، خو مونږ بیا هم حالات نشو مهارولی ،خپله کمزوری هم په دي کې ‏ښایو ، څومره چې ځان کم زور وښایو ، په هماغه اندازه وروسته پاتي کیږو ‏،یعنی لازمه ده چې د شرایطو سره سم ځانونه جوړ کړو ،او یا خپل سیاست د ‏زمان په مطابقت سره وکړو ،د جهاد د پیرڅخه باید ټولي چاری د جهاد مونږ په ‏لاس کې نیولی وای ، خو د جهاد د کاروان رسۍ هم مونږ خره د لکۍ پوري ‏وټړله ، ، د جهاد او مقاومت پوره صلاحیت باید زمونږ د خلکو سره وای نه  د ‏ګاونډی ملکو سره پاکستان هر هغه افغانی شخصیت چې دوی ته مطلوب نه وو ، ‏د خپلو تربیه شوو مسلکي جلادانو په واسطه له مینځه یوړل ، چې د ټولو نومونه ‏اخیستل به په دي مختصر کې یې د ځاییدو امکان نه وي ، په هغه وخت کې هم ‏باید زمونږه مشرانو احتجاجونه کړي وای ، خو متأسفانه داسي ونه شول ،اوس هم ‏حالات داسي روان دي چې باید مونږ ورته سیاسي تدبیر ولرو ، اګرکه تر یوه ‏حده ښه ګته اخیستلی هم شوي ، یعني دا چې پاکستان لارې بندې کړي او د ‏طورخم د لاررې څخه نوري ، مظبوطي لارې پیدا کړې او لا لګیا یو پیداکوو یې ‏هم ،دا یوه لویه لاسته راوړنه بولم .خو آخوا پاکستان په ډیره یوه کمیدي ډرامه کې ‏، امریکاییان ، او عربان وغولولول ، او د دوي څخه یې ډیرې پیسي ټر لاسه ‏کړې ، دا هم د دوی د ځان په ګټه د دوی په تصور یو ښه سیاست وو ، او اوس ‏هم په همدې کار لګیا دي ،او دې مداریتوب ته دوام ورکوي