‎فساد سره رښتینې مبارزه!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکنه : ‌‌‌‌‌‌ډیوه افغان
‎فساد هغه بده او برباد کوونکې پدیده ده چې د یوې ټولنې هره ښېرازي له منځه وړي.
‎په کومه ټولنه کې چې فساد وي هغه ټولنه د هرپرمختګ څخه لرې پاتې کېږي، او وګړي یې ستومانه او نا هیلی ژوند لري.
‎دا چې په افغانستان کې اوږدې جګړې تېرې شوې نو فساد هم داسې وغوړېده چې له منځه وړل ېې ناممکن وه، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان خلکو یو منظم نظام نه درلوده او نه هم داسې کوم زړه

سوانده مشر د حکومتونو په رآس کې وه چې د افغانستان خلکو ته حد اقل لږ سهولتونه ایجاد کړي.
‎هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډېرو ددې هڅه کوله چې څنګه افغانستان ته خیانت وکړي، څنګه کولی شي د افغانستان ملي شتمنۍ په پاکستان او د سیمې په استخباراتو وپلوري. 
‎هماغه وخت څخه فساد مروج شو . 
‎په تېرو اولسو کلونو کې د اداري فساد د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړکۍ خلاصې شوې، ځکه چې مرستې بهرنۍ وې ، او پيسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وې، هر چا هڅه کوله چې د ځان د پاره کار وکړي، د همدې فساد د لاسه په افغانستان کې ټول سرکونه ،ښوونځي، کلینیکونه، غیر معیاري جوړ شول.
‎همداسې ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې فساد موجود وه، یو دلیل یې دا وه چې خپله موږ عامو خلکو د فساد د پراخېدو د پاره لارې هوارې کړې، موږ خپله هڅه کوله چې غیر قانوني کارونه زموږ په ګټه تمام شي.
‎د مقرریو کې فساد، په قراردادونو کې فساد، د جرمونو په قضیو کې فساد، او داسې نورو مواردو کې چې د همدې فساد په لومو کې موږ خپله ښکېل شولو. 
‎ولسمشر غني د کمپاینونو په پيل کې په څو مواردو ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم ټینګار وکړ چې د هغې جملې څخه یو هم د فساد سره د کلکې مبارزې یادونه وکړه چې د فساد سره لومړنی کار یې هم د کابل بانک له قضیې پيل کړه چې ومو لیده د ‌‌‌‌‌‌ډېرو له مریو څخه یې هغه ورکې شوې پيسې را وباسلې چې د چا تمه هم نه وه .
‎وروسته یې د ځوانانو د عدالت د تامین په خاطر د کارموندنې د پاره د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره رامنځته کړه چې موږ ولیده څومره ورک او پټ بستونه افشاء شول او د همدې ادارې د لارې اعلان ته ورکړل شول اوس ځوانان کولی شي چې د همدې ادارې د لارې د خپلې خوښې وړ بستونو ته لاره پيدا کړي.
‎ولسمشر د اداري فساد په وړاندې ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول .
‎د زورواکو دنیولو پروسه یې پيل کړه، چې د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
‎ولسمشر غني یو پاک او د سپېڅلې ارادې لرونکی دی ، همدا اوس په څلورو کلونو کې یې وکولی شو چې د افغانستان ولس سولې ته هیله مند کړي، د فساد سره مبارزه یې نتیجه ورکړه، 
‎زروواکي  او هغو ښاماران یې وځپل چې دا کلونه یې ددې ولس په حقونو نه مړېدل.
‎اوس نو ولس ته هم اړتیا ده چې د خپل دغه زیارکښه او سپينږیري ولسمشر ملاتړ وکړي تر څو مو په هېواد کې د فساد ریښه په کامله توګه له منځه لاړه شي.
‎موږ پوهېږو چې ټول  د فساد له ناوړه پدیدی زیامن شوي یو او باید چې موږ هم ددې پدیدي په ختمولو کې له خپل ولسمشر سره مرسته وکړو.