لا هم د ټاکنو مخالفت، خو د څه لپاره؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
اېمل پیاوړی
په یاد به مو وي چې څو میاشتې، حتی څو اونۍ وړاندې لا اکثره د ټاکنو په ترسره کېدو مشکوک وو، مګر ولسمشر غنی لا ان کال دمخه ویل چې ولسمشریزې ټاکنې حتمي دي او خامخا به ترسره کېږي، ځکه ټاکنې د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل ښه وسیله ده، مګر نور بیا نه په ټاکنو باورمند وو او نه هم د ټاکنو په ترسره کېدو
.
لا هم د ټاکنو پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي، وسله والو طالبانو خو لا ان اعلامیه خپره کړه او خلکو ته یې ګواښ وکړ چې که په ټاکنو کې مو ګډون وکړ، نو بریدونه به درباندې وشي او خون مو له خپلې غاړې، پاکستان، ایران او نورو نه خو ځکه ګیله نشته چې دوی خو د افغانستان ازلي دښمنان دي او نه غواړي چې افغانستان د نظام، دولت او ثبات لرونکی وي. له دوی مه واره ځینې افغان سیاسیون هم په دې هڅه کې دي چې د ټاکنو مخه چې په هر قېمت وي ډب یې کړي.
تازه تازه د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې پخواني جنګسالاران بیا سره را جرګه شوي دي او په دې یې غونډه کړې چې څنګه ټاکنې تحریم کړي او ووایي چې د ټاکنو پر ځای دې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي، سوله مازې پلمه ده، اصل کیسه د موقت حکومت دی، کرزي له ځانه سره داسې جوړه کړې چې که د سولې په نامه د ټاکنو مخه ونیسي، نو د موقت حکومت رامنځته کېدل به حتمي شي او ټولې غاړې به په ده لاس کېږدي چې د دغه موقت حکومت مشرۍ ته راوړاندې شي، مګر دا یو خوب، خیال او وهم دی چې هیڅ وخت به عملي نشي.
عجیبه لا داده چې د دې غونډې داسې ګډونوال هم شته چې تر پرونه په ځینو ټکټونو کې د لومړي مرستیال په توګه مطرح وو، لکه یونس قانوني، مګر له کومې ورځې یې چې ټیمونه شړېدلي دي او ټکټونه له منځه تللي دي او نورو په مناسبه بیه نه دي اخیستي، نو په همدې خاطر اوس کوښښ کوي چې د ټاکنو مخه ډب کړي، مګر دا د دوی له وسه وتلی کار دی او په دې غونډه کې د نورو نوماندانو او ټاکنیزو ټکټونو مطرح کسان هم د ګډونوالو په توګه ناست وو، ځکه چې دوی نه د خپلو ټاکنیزو ټکټونو په بریا باورمند دي او نه هم په سوله، نو دوی غواړي چې یو بل دریم شي ته چې موقت حکومت دی مراجعه وکړي او هلته خپل حضور او موقف یقیني کړي، مګر تر هغو چې غني وي، نو دا وړۍ به یې شړۍ نه شي او نه به یې دا خوبونه او خیال پلاوونه رښتیا شي، نو دوی ټولو  ته د زړه صبر!