غني په مکه او طالبان په مسکو کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د روژې په مبارکه میاشت او د قدر شپې (لیله القدر) په ورځو شپو کې جمهوررئیس غني په مکه مکرمه کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه ناسته کې د ګډون ترڅنګ د عمرې د ادا کولو پرمهال د خدای ج په سپېڅلي کور بیت الله شریف کې د لایزال څښتن په دربار کې په وطن کې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې او باعزته سولې او ثبات د تامین او د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ دعاګانې کوي.

مګر بل لورته طالب مشران او یو شمېر افغان سیاسون، مخکېنی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر محلي زورواکان او جنګسالاران چې ځانونه د افغان جهاد ټیکه داران او میراث خواره بولي، په مسکو کې د مېز تر شا را ټول دي، په تصعني، تکلفي، تشریفاتي خبرو او څرګندونو هر یو د ځان د برحقه ګڼلو او ثابتولو لابي کوي. په دغه بدرنګه لابي کې هر یو د ځان بره وایي، دلته د افغان او افغانستان موضوع مطرح نه ده او نه هم ورته ارزښت لري، بلکې دوی خپلو پخوانیو او اوسنیو بادرانو او رقیبانو ته ځانونه سپیناوي او هر یو یې په دې هڅه کې دی چې ځان تر نورو ژمن ور معرفي کړي.

د دوی د راټولېدو مناسبت  د افغانستان او روسیې د دوستۍ سلمه کلیزه ده او حتی طالب مشران هم په خپلو څرګندونو کې د روسیې په مدحو او ستاینو شخوند وهي او د بېلګې په توګه په افغانستان کې د پخوانیو ځینو انکشافي او نورو پروژو د تطبیق یادونه کوي، مګر دوی یو هم پر افغانستان د شوروي یرغل او د دغه یرغل له امله د افغانستان د ویجاړي، دربدري، یو نیم میلیون شهیدانو، درې میلیونه معلولینو، څو میلیونه کډوالو او نورو دربدره افغانانو یادونه ونه کړه او نه یې هم د دې جرئت وکړ چې په ټولیز ډول د شوروي اتحاد د وسله وال یرغل له امله پر افغانستان د دوی د برید د زیانونو کچه او اټکل یاد کړي.

وسله وال طالبان چې ځانونه د دین پتنګان بولي، په دې حقه روژه کې خپل هیوادوال په بریدونو، چاودنو او تروریستي پېښو کې په ناحقه او بې رحمۍ شهیدانوي، مګر له امریکایانو او روسانو سره بې چوخسه او په ورین تندي ناستې کوي. نن د وسله والو طالبانو استازي په مسکو کې په داسې حال کې د روسانو د دوستۍ یادونه کوي او پر هغوی افتخار کوي چې دوی تر همدا ننه د افغان دولت او افغان ملت پر وړاندې له بهرنیو سره د دوستۍ په پلمه جنګېږي او هره ورځ له ناورین پسې ناورین زېږوي او اوږدوي.

بل لورته افغان ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو څوارلسمه ناسته کې د دې لپاره ګډون کوي تر څو د وسله والو طالبانو د شر او شرارت د دفعه کولو لپاره د سعودي عربستان په ګډون د نورو اسلامي هیوادونو صادقانه همکاري او ملاتړ ترلاسه کړي او په طالبانو فشار راوړي چې سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته باید غاړه کېږدي او نور باید له افغان وژنې څخه لاس واخلي. اوس نو ولس باید د ولسمشر غني او د وسله والو طالبانو او هغو سیاسیونو چې په مسکو کې سره جرګه شوي دي بې طرفانه مقایسه او په اړه یې قضاوت وکړي او دا په ډاګه کړي چې کوم یې دې وطن او ولس ته واقعاً متعهد او ژمن دی؟