سوله د ملت او دولت لومړیتوب

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني لکه څنګه چې له خپل ولس سره وعده کړې وه چې هیواد ته به تل پاتې او با عزته سوله راولم. لا هم پر خپله وعده ټینګ ولاړ دی او د خپل ولس دغه ستر ارمان به پوره کوي. دی د سولې پر مخالفو ډلو باندې دا غږ کوي چې راشئ له افغان حکومت د سولې لاره غوره کړئ، او له جنګ څخه لاس واخلئ. په همدې موخه یې افغان سیاسیون هم په دې وروستیو کې سره را جرګه کړه، تر څو د افغان سولې په اړه واحد دریځ، لیدلوری او سیاسي اجماع رامنځته کړي.

حکومت د سولې لپاره دوه انتخابه لري. لومړی بین الافغاني مذاکرات چې دا د سولې معقوله، مناسبه او ګټوره لاره ده او که چېرې وسله وال طالبان له دې لارې د سولې منلو ته حاضر نشي، نو بیا حکومت په دویم انتخاب کار کوي. دوی سوله د جګړې ډګر ته بیایي او د مخالفینو د ځپلو له لارې به د سولې او ثبات تامین ته زمینه برابره کړي، مګر جنګ د هیڅ لوري په خیر نه دی، پکار دی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لورې د سولې په اړه توافق ته سره ورسېږي.  

د افغان سولې لپاره د سیمې او نړۍ هیوادونو خپلې هڅې زیاتې کړي او غواړي چې افغانستان ته سوله راولي. یوازې د پاکستان، ایران او روسیې په نیت او اراده شک کېږي او داسې ویل کېږي چې دوی په لوی لاس وسله وال طالبان د سولې له مذاکراتو را ګرځوي او هغوی ته په دروغو د بریا او فتحې هیلې ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات او د افغان د سولې استازي ښاغلي زلمي خلیل زاد هم پر طالبانو باندې دا غږ کوي. او ورته وايي چې د افغان سولې لاره خپله کړئ کنه له سخت ځاني او مالي تاوان سره به مخامخ شئ. سوله د افغان حکومت لومړيتوب دی او تاسو هم خپلې وعدې تر سره کړئ. ښاغلی خلیل زاد هم راتلونکې ناستې ته چې په قطر کې تر سره کېږي په تمه دی. چې دا ځل ناسته کې به طالب استازي له مونږه او له افغان حکومت سره کومې وعدې کوي.

که چېرې امریکایان په رښتیا هم د دې پلویان او غوښتونکي وي چې په افغانستان کې روان جنګ پایته ورسېږي، نو دوی پر پاکستان د فشار راوړلو له لارې دا کار په اسانه کولی شي، ځکه چې پاکستان لا هم جنګي او وسله والو ډلو ته وسلې او مهمات ورکوي او د سولې پروسې د ګډوډولو هڅه کوي، مګر داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات د افغان سولې پرځای تر ډېره په دې هڅه کې دي چې داسې یو جوجاړی رامنځته کړي چې له مخې یې امریکایي سرتېرو ته د وتلو پلمه برابره شي، مګر تر هغو چې د سولې مذاکرات بریالي نشي، نو ترهګري به لا هم د تل په څېر د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره تهدید او خطر وي، نو د امریکایانو د وتلو پرځای باید د یاد خطر په دفعه کولو اساسي فکر وشي.

حکومت او ولسمشر غني چې سولې ته ژمن دی نو نه یوازې چې له خپلو تېرو ژمنو او خبرو په شا شوی، بلکې لا څو ګامه وړاندې راغلی او طالبانو ته بیا بی د خبرو بلنه ورکوي.